1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدینو له لسته حذف شو

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

سپينې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له ناټو سازمان بهر د دغه هیواد د اصلي متحدینو له لیست څخه د افغانستان د حذف کیدو خبر ورکړی دی.

USA Washington | Joe Biden
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

په دې اعلامیه کې بایډن لیکلي دي: «د هغو اختیاراتو چې د جمهور رئیس په توګه د امریکا د قانون او اساسي قوانینو پر بنسټ یي لري، د غیر ناټو اصلي متحد په توګه د افغانستان طبقه بندۍ ته د پای ټکې ږدي.«

مخکې تر دې د جولای میاشتې په پیل کې هم جو بایډن د امریکا له پارلمان څخه غوښتي وو چې د غیر ناټو اصلي متحدینو له ډلې څخه دې د افغانستان غړیتوب پای ته ورسوي.

اړونده مطالب: امريکا د افغانانو سره د ۳۲۷ مليونو ډالرو مرسته اعلان کړه

د «غیر ناټو اصلي متحدینو» عنوان هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې د دفاعي سوداګرۍ او امنیتي همکارۍ په برخه کې له متحده ایالاتو سره ګډې ګټې ولري. دغه عنوان متحدو هیوادونو ته اقتصادي او نظامي امنتیازات له ځان سره لري، خو د دغه هیواد له پاره په کې هیڅ ډول امنیتي ژمنه نه شاملیږي.

په اوس وخت کې ۱۸ نور هیوادونه چې عبارت دي له پاکستان، قطر، سویلي کوریا، جاپان، اسرائیل، مصر، کویت، تایلنډ، فلپين، بحرین، اردن، مراکش، نوی زیلاند، استرالیا، ارجنټاین، برازیل، کولمبیا او تانزانیا د امریکا د غیر ناټو اصلي متحدینو په لیست کې قرار لري.

اړونده مطالب:افغانستان کې د ډرون برېدونو ډېرېدل؛ امریکا کومې موخې څاري؟

سربیره پر دې ممکن دی چې د تایوان په برخه کې هم بی له کوم رسمي انتخاب څخه، دغو متحدانو ته له ورته چلند څخه استفاده وشي.

افغانستان ته د متحده ایالاتو د غیر ناټو اصلي متحد عنوان په ۲۰۱۲م کال کې د بارک اوباما د جمهوري ریاست په وخت کې ورکړل شوی و.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل