1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نارينه به هغه ټابليټ وکاروي چي د ښځو د ميندوارۍ مخه نيسي؟

۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

ډېر ژر به د نارینه وو له پاره داسي ټابليټ بازار ته راووځي چې د ښځو د میندواره کولو مخه نيسي. یوه نوې څېړنه ښیې چې نارینه د دې ټابلیټونو کارولو ته لیوال دي او د ژوند ملګرې یې هم پر دوی باور لري.

د نارینه وو له پاره د امیندوارۍ ضد درمل تر اوسه د لاسرسی وړ نه دي.
د نارینه وو له پاره د امیندوارۍ ضد درمل تر اوسه د لاسرسی وړ نه دي. انځور: Frank May/picture alliance

تر اوسه پوري لا هغه درمل په بازار کې نشته چې کارينه يې وکاروي او د ښځو د ميندوارۍ مخه ونيسي. خو همدا اوس ځیني وایي چې نارینه به یاد درمل ونه کاروي او یا به پر دوی باور سخت وي چې په منظم ‌او مسؤلانه ډول یاد ټابليټ کاروي. د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې یوه لیکواله سوزانا شروبس ډورف «واشنګتن پسټ» ورځ پاڼې ته لیکي: «راځئ فکر وکړو چې دا غیر هورموني ټابلیټونه په بازار کې پیدا کېږي او نارینه یې د کارولو له پاره لیواله دي. ایا موږ واقعاً تمه کولی شو چې دوی په ورځ کې یو ټابلیټ کاروي؟»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د نړۍ په کچه ۵۰ سلنه امیندوارۍ ناغوښتونکي دي. دا ښځي دي چې په پایله کې يې د مسئولیت بار پر خپل ځان مني او ځینې وایي چې نارینه به هیڅکله د امیندورۍ ضد درمل جدي ونه نیسي، مګر په داسې مهال چې خپله وکولای شي امیندوار شي.د دې ادعا ښايي دا وي چې نارینه د کانډم کارولو په برخه کې ښه شهرت نه لري.

په دې اړه اړوند مطلب: کانډوم چا کشف او لومړی څه وخت وکارول شو؟

د جنسي اړېکو پر مهال د نارینه وو له خواپه پټه توګه د کانډم لېري کولو پېښې خواره عامي ديچې په انګیسي ژبه کې ورته «stealthing» ویل کېږي. د بېلګې په توګه په اتریش کې ۳۲ سلنه ښځې او ۱۹ سلنه نارینه دا کار یا«stealthing» تجربه کړی دی. خو د نارینه وو د امیندوارۍ د کنټرول مدافعین له دې انتقادونو سره مبارزه کوي او وايي چې تر اوسه پورې د نارینه و د امیندوارۍ ضد درمل هیڅکله دومره لوړه غوښتنه نه لرله. دوی وایي چې نارینه تیار دي د امیندوارۍ مخنیوي له پاره د مسئولیت یوه برخه پر غاړه واخلي.

نارینه د امیندوارۍ ضد درمل غوښتونکي دي

د روان کال په فبروري میاشت کې د «Reproduktive Health Innovation Summit»(د امیندوارۍ روغتیا نوښت غونډه کې) د وړاندې شوې څېړنې پایلې، د دې ادعا له ملاتړ سره ښیې چې نارینه او د ژوند شریکانې یې د نارینه وو د امیندوارۍ ضد درمل په اړه مثبت نظر لري او ښځې په دې برخه کې د ژوند ملګري پر مسئولانه چلند باور لري.

انځور: Pal Pillai/AFP/Getty Images

یوه ټولپښتنه چې د بیل او ملنډا ګیټس بنسټ له خوا ترسره شوې، چې پکې۱۹ زره لوړ عمر لرونکي نارینه له اتو بیلابیلو هيوادونو څخه ګډون درلود لکه: نایجریا، کنیا، عاج ساحل، د کانګو ديموکراتیک جمهوريت، ویتنام، بنګله دیش، هندوستان او امریکا متحده ایالات. د«DesireLine» مشاورې شرکت اجرایي مدیر اسټیو کریچمر هم پکې دخیل وو، وایي: «موږ له نارینه وو څخه وپوښتل چې ایا دوی د امیندوارۍ ضد درمل غواړي او که داسې وي نو کوم ډول؟ موږ فکر وکړ چې د دې وضعیت د بې طرفو ارزونو له مخې موږ د ځینو پوښتنو ځوابونه موندلای شو.»

دا څېړنیز کار دې پایلې ته ورسېد چې له ۷۸ سلنه تر ۹۸ سلنه نارینه په دغو هيوادونو کې حاضر دي تر څو د امیندوارۍ ضد درمل وکاروي. د دغو درملو له پاره د نارینه وو غوښتنه ډېره وه، د رابطو له څرنګوالي څخه پرته.

د امیندوارۍ ضد درمل د کارولو په برخه کې پر نارينه وو باور

پر دې سربېره د دغې څېړنې کارپوهانو غوښتل پوه شي چې ښځې د دې موضوع په اړه څه فکر کوي. کریچمر دویچه ویله ته وویل: «موږ دا هم غوښتل چې له مېرمنو څخه وپوښتو چې آیا دوی پر نارینه وو باور لري چې د امیندوارۍ ضد ګولۍ وکاروي، او که چیرې د نارینه وو له پاره درمل شتون ولري، د یادو درملو د کارولو په طریقه کې به څه بدلون راشي.»

دا څېړنیز کار په ګوته کوي چې زیاتره ښځې د امیندوارۍ ضد درمل د مسئولانه او منظم کارولو په برخه کې د ژوند پر ملګرو باور لري. په ویتنام، نایجریا او بنګله دیش کې۸۲ تر ۸۸ سلنه پوري ښځې په دې برخه کې موافقې وې او یا هم ډېرې موافقې وې چې که د ژوند ملګري دوی ته ووایي چې د امیندوارۍ ضد درمل کاروي، دوی پرې باور کوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په متحده ایالاتو کې د نارینه وو له خوا د اومیندوارۍ ضد درمل د نوښت کار اجرایي مدیر هیټر وحدت وویل: «دا معلومات ښیي چې نارینه د امیندوارۍ د مخنیوي له پاره د نویو حل لارو غوښتونکي دي او ښځې په خپلو شریکانو باور لري چې په منظم ډول یې کاروي.» هغه زیاته کړه: «خو که یوه ښځه د خپل ژوند پر ملګري باور ونه کړي، دوی دواړه کولای شي له امیندوارۍ څخه مخنیوی وکړي. دا انتخاب اوسمهال نشته.»

انځور: Fleig/imago images/Eibner

د جنسیت د رول بدلولو پروسه

د وحدت په وینا، په ۱۹۶۰م کال کې چې د ښځو له پاره د امیندوارۍ ضد درمل بازار ته وړاندې شول، د نارینه وو رول د امیندوارۍ د مخنیوي له پاره له پامه وغورځول شول. هغه وویل: «د امیندوارۍ ضد درمل د ښځو له حقونو سره په یو قطار کې راغلی. خو اوس موږ د نارینه له پاره د اومیندوارۍ ضد درمل په برخه کې او د خلکو په پام اړولو سره د یوه تحول شاهدان یو.»

د احصائیې معلومات ښیې، هغه نارینه چې د اړیکو پر مهال وي غواړي چې د امیندورۍ په برخه کې یا د مخنیوي له پاره یې، په پرېکړه نیولو کې ګډون ولري.وحدت په دې اړه وویل: «دا تحول هغه وخت رامنځته کېږي چې ډېر شمېر نارینه خپل نارینه توب، بالخصوص مسموم ناریتوب تر پوښتنې لاندې راولي او غواړي چې په یوه اړېکه کې ډېر فعال رول ولوبوي.»

د امیندوارۍ د مخنیوي ټابلیټونو خوندیتوب او اغیزمنتوب باید ثابت شي

د دغو درملو د احتمالي جانبي زیانونو په اړه اندېښنې شته. خلک په ټولنیزو شبکو کې وایي چې نارینه ډارن دي او ښځې له لسیزو راهیسې د امیندوارۍ ضد درملو په کارولو سره ورته جانبي زیانونه تجربه کوي. خو د درملو څارنې ادارې لکه د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره د نارینه وو د امیندوارۍ مخنیوي درمل د ازموینې په هکله ډېره سخت دریځه ده. د دې درملو کارولو په پایله کې د احتمالي عقیم کېدو په اړه اندیښنې تر تمسخر لاندې باید ونه نیول شي. بلکي مخکې له دې څخه چې دا درمل بازار ته وړاندې شي، باید دې ټکي ته رسیدنه وشي.

په هر حال، مخکې له دې چې ښځې په نارینه وو باور وکړي چې ګولۍ په منظمه توګه کاروي، نارینه باید د دغو درملو د خوندیتوب او اغیزمنتوب په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب