1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شریف: راتلونکې میاشت واک ځای ناستې حکومت ته پریږدم

۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی دی چې په راتلونکې اګست میاشت کې به له واکه لاس په سر شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریفانځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پنجشنبه د شپې د پاکستان ولس ته په وینا کې وویل، حکومت یې په ۱۵ میاشتو کې د ۴ کلونو ویجاړۍ رغاولي دي.

هغه اعلان وکړ چې راتلونکي اګست میاشت کې به واک یو سرپرست حکومت ته وسپاري: «خوږو هېوادوالو! د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې مو چې د لومړي وزیر په توګه کوم ذمه واري راسپارلې وه، د هېواد د لوړتیا، ستاسو د خیرښېګڼې په موخه د خدمت دغه مقدس امانت د ۲۰۲۳م کال په اګست کې یو نګران حکومت ته سپارم، ان شاالله»

اړوند مطالب:«د پاکستان حکومت په عملي ډول فلج شوی»

د پاکستان د قانون سره سم، نګران یا سرپرست حکومت باید له ۶۰ تر ۹۰ ورځو کې ټاکنو ته لاره هواره کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب