انوارلحق کاکړ نیویارک کې د چین له مرستیال ولسمشر سره کتلي
۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعهد پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو ۷۸ کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نېویارک ته تللی.
نوموړي ددې غونډه په څنډه کې د چین له مرستیال ولسمشر هان ژینګ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
د پاکستاند لومړي وزیر دفتر پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو له دې ډلې د CPEC پر موضوع پر دوه اړخیزو اقتصادي او مالي همکاریو خبرې اترې وشوې.»
سي پیک یا د چین - پاکستان اقتصادي کوریډور هغه ستره پروژه ده چې چین او پاکستان په ګوادر کې سره نښلوي او ددې پروژې په تطبیق سره به چین هم د هند سمندر ته لاره ومومي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي، د کشمیر په کړکیچنه سیمه کې د جی شل هېوادونو له هرډول ناستې سره د چین مخالفت نړېوالو قوانینو ته ددغه هېواد بې دریغه درناوی ښيي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د جی شل هېوادونو څخه د ګرځندوی ډلو شاوخوا ۶۰ کسانو په کشمېر کې ناسته وکړه چې هماغه مهال د چین سربیره سعودي عربستان هم تحریم کړې وه.