ټاکل شوې چې د بریتانیا د پاچا تر دې پریکړې وروسته شهزاده انډریو نور په رسمي ډول د انډریو ماؤنټبیټن ونډزور په نوم پېژندل کېږي. شهزاده اندریو د ملکې الیزابت دویمې دوهم زوی او د پاچا چارلس کشر ورور دی. هغه له کلونو راهیسې د اپسټین د جنسي قاچاق د قضیې له امله تر فشارونو لاندې وو. روانه میلادي میاشت کې له هغه څخه د "ډیوک اف یورک" لقب هم واخیستل شو.
د باکینګهام ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «که څه هم شهزاده اندریو لا هم پر ځان لګېدلي تورونه ردوي، خو دا پرېکړې د اړتیا له مخې شوې دي.»
د جيوفري اپسټاین کتاب او تازه ادعاوې
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د اپسټین د یوه اصلي قرباني ویرجینیا جيوفري تر مړیني وروسته خپور شوی کتاب، "Nobody's Girl”، یا د هیچا نجلۍ تر عنوان لاندې کتاب تازه غبرګونونه را وپارول.
په دې کتاب کې جيوفري لیکلي چې هغې درې ځله له شهزاده اندریو سره جنسي اړیکې لرلې. په کتاب کې راغلي چې لومړۍ پېښه هغه وخت شوې وه چې جيوفري یوازې ۱۷ کلنه وه. هغې لیکلي چې اندریو د هغې عمر سم اټکل کړی و او ورته یې ویلي و چې د ده د ماشومانو په عمر ده.
جيوفري ویلي چې دا پېښه د اپسټین د اوږدمهالې ملګرې ګېسلېن مکسوېل په کور کې شوې وه چې په لندن ښار کې موقعیت لري. په ورته وخت کې په ۲۰۱۱ کال کې لیکل شوې برېښنالیکونه هم را څرګند شوي، چې ښيي اندریو د اپسټین له اعلان شوې د اړیکو پرېکېدو وروسته هم له نوموړي سره اړیکې لرلې دي. اندریو د جيوفري د جنسي تېري ادعاوې رد کړي. جيوفري د ۲۰۲۵ کال د اپریل په میاشت کې ځان وژنه وکړه.
د راپورونو له مخې، اندریو به ژر له خپل اوسني استوګنځي رویال لاج څخه ووځي او د شاهي ملکیت اړوند ماڼۍ سېنډرېنګهم ته به انتقال شي. بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې اندریو د تیرو دوو لسیزو راهیسې د شاهي ۳۰ خونې لرونکي ماڼۍ کرایه نه ده ورکړې، سره له دې چې د نوموړي یې د ترمیم له پاره لږ تر لږه ۷.۵ میلیونه پونډه مصرف کړي دي.
د نوموړي پخوانۍ مېرمن سارا فرګوسن، چې د "ډچس اف یورک" لقب یې له لاسه ورکړی، هم ورسره په همدې ماڼۍ کې اوسېده، خو اوس باید هغه هم ځان ته بل استوګنځای پیدا کړي. د دوی لوڼې، بېټریس او ایو جېني، به بیا د "شهزادګۍ" لقب وساتي.
د دريم چارلز د تاج ايښودنې مراسمو ته چمتوالی
د ۲۰۲۳ کال د می په ۶مه نېټه د بريتانيا د دريم چارلز د تاج ايښودنې (تاج په سرولو) مراسم تر سره کيږي. تر مراسمو لږ مخکې د لندن ښار فضا او په تالار کې دننه چمتوالی په دغو انځورونو کې ليدلی شئ.
انځور: Paul Childs/REUTERS
مېلمانه د تاج ايښودنې په تالار کې
لومړني مېلمانه د تاج ايښودنې تر مراسمو مخکې په تالار کې حاضر دي. د پاچا دريم چارلز د تاج ايښودنې مراسم په لندن کې تر سره کيږي.
انځور: Phil Noble/PA/dpa/picture alliance
د پوليسو لويې ډلې د مراسمو په لور خوځيږي
د پوليسو افسران د مراسمو په اصلي لاره مزل کوي چې د باکينګهېم ماڼۍ او وېست مينستر آبي کليسا تر منځ غځېدلې دوه کيلومتره اوږده لاره ده. د اويا کلونو راهيسې په لومړي ځل دغه مراسم د ۲۰۲۳م کال د می په ۶مه تر سره کيږي. دا د بريتانيا په تاريخ کې دويم دا ډول مراسم دي چې په تلويزيون کې په ژوندۍ بڼه ښودل کيږي.