1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شهزاده صدرالدین آغا خان زمرد په ۹ میلیونه ډالره لیلام شو

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

په ژنیف کې د آغا خان یو مربع شکله نایاب زمرد چې ۳۷ قراطه وزن لري، په نږدې ۹ میلیونه ډالره لیلام شو چې تر دې وروسته دا د نړۍ تر ټولو قیمتي زمرد بلل شوی دی.

دغه زمزد د ریکارډ په بیه وپلورل شو
شهزاده صدرالدین آغا خان په ۱۹۶۰م کال کې دا د بریتانوۍ ماډلې نینا دایر له پاره جوړ کړی وانځور: FABRICE COFFRINI/AFP/Getty Images

د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۲ نیټه) په کریستیز لیلام خونه کې لیلام شوي دې زمرد، په فیشن هاوس بلګاري کې جوړ شوي ټول هغه زیورات یا ګاڼې شاته پریښودلې چې مشهور هنرمند رچرډ برټن خپلې ملګرې هنرمندې الزبت ټیلر ته د واده په تحفه کې ورکړي وې او تر اوسه پورې یې د نړۍ د تر ټولو قیمتي زمردو ویاړ درلود.

د قیمتي کاڼو پخوانی ریکارډ د هالي ووډ د مشهورې هنرمندې الزبت ټیلر د زیوراتو و چې په نیویارک کې د شوې لیلامۍ په ترڅ کې په ۶،۵ میلیونه ډالره پلورل شوی و.

شهزاده صدرالدین آغا خان په ۱۹۶۰م کال کې د بریتانوۍ ماډلې نینا دایر له پاره د لوکس توکو فرانسوي شرکت Cartier ته د سینې د داسې یوه ګل د جوړولو فرمایش ورکړ چې شاوخواته یې باید د الماس ۲۰ مارکیز غمي ولګوي. د نینا دایر مور بریتانوۍ وه او پلار یې سټینلي دایر یو بریتانوي سوداګر و.

نینا دایر د حیواناتو د خیر ښيګڼې له پاره د پیسو راټولو په موخه په ۱۹۶۹م کال کې دغه زمرد لیلام کړ. دغه لیلامي په سویټزرلنډ کې د ژنیف جهیل پر غاړه په کرستیز لیلام خونه کې لومړۍ لیلامي وه.

دا زمرد د ګاڼو پلورونکې کمپنۍ وین کلی اینډ آرپلز پیرلی و او څو کاله وروسته د امریکایي هیري ونسټن چې د «کينګ اف ډایمنډز» په نوم هم مشهور دی لاس ته ورغی.

شهزاده صدرالدین آغا خان څوک و؟

شهزاده صدرالدین د اسماعیلیه فرقې د روحاني مشر شهزاده کریم آغا خان اکا یا تره و. هغه د سلطان محمد شاه آغا خان او شهزادګۍ اندرې اغا خان زوی و. شهزاده صدرالدین د ۱۹۳۳ کال د جنورې پر ۱۷ نیټه په پاریس کې زیږیدلی و. هغه دوه ودونه کړي ول، خو هیڅ اولاد یې نه درلود.

د یوه فرانسوي توکمه سیاستوال په توګه هغه له ۱۹۶۶ کال څخه تر ۱۹۷۷ کاله پورې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسار په توګه خدمات ترسره کړي دي. په دې جریان کې هغه د سازمان توجه له اروپا څخه دباندې ته هم را واړوله. نوموړی له ۱۹۸۸م کال څخه تر ۱۹۹۰م کاله پورې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي او بشري مرستو همغږې کوونکی وو.

پرنس صدرالدین د ۷۰ کلنۍ په عمر کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ او په سویتزرلنډ کې ښخ دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب