1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوبۍ د امير لور وايي زندان ته ورته کور کې بندۍ ده

۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د دوبی د امير لور په يوې خپرې شوې ويډيو کې ويلي چې په يوه کور کې د يرغمل په توګه ساتل کيږي.

Dubai Sheikha Latifa bint Mohammed Al Maktoum
انځور: picture alliance/AP Photo/Detained in Dubai

د دوبۍ د حاکم شیخ راشد آل مکتوم لور لطيفې د سه شنبې په ورځ (د فيبرورۍ ۱۶مه نيټه) په خپرې شوې يوې ويډيو کې ويلي دي چې هغه له رضا پرته په دوبۍ کې په يوه ستر کور کې د يرغمل په توګه ساتل کيږي.

نوموړې په ۲۰۱۸م کال کې د تېښتې يوه ناکامه هڅه هم کړې وه. هغه وخت د دوبۍ حاکمې کورنۍ لطیفه د هند په مرسته له نيمې لارې راګرځولې وه. د تېښتې تر دې ناکامې هڅې وروسته د هغې په اړه نور معلومات نه وو په ډاګه شوي او د نوموړې دا تازه مرکه بي بي سي شبکې او سکای نیوز د سه شنبې په ورځ خپره کړه.

بي بي سي چې د مرکې تر مخه کوم معلومات خپاره کړي ول، هغې پکښې ويلي ول: «زه یرغمل شوې یم او دا ستر کور چې زه پکې اوسم، په يوه زندان اړول شوی دی. ټولې کړکۍ یې په اوسپنیزو کټارو تړل شوي. زه آن د خپلې کوټې کړکۍ هم نه شم پرانيستلی.»

هغې ويلي دي چې دا ويډيو یې په تشناب کې ثبت کړې ده، ځکه تشناب یوازنی هغه ځای دی چې دا پکې يوازې وي او نه څارل کيږي.

د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم تر اوسه د دې تازه قضيې په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

تر دې مخکې چې کله لطيفې پر خپل پلار تور لګولی وو چې هغه یې په زور له ځانه سره ساتلې ده نو هغه وخت د دوبۍ او د متحده عربي اماراتو له خوا ويل شوي ول چې د آل مکتوم لور د خپلې کورنۍ سره خوندي او پام پرې کيږي.

د هغې د آزادولو له پاره فشار

په ۲۰۱۸م کال کې چې کله لطیفې په لومړي ځل له کوره د تېښتې هڅه کړې وه نو هغه وخت دې قضيې د نړيوالو پام ځانته را ګرځولی وو او له هماغه وخت راهيسې د بشري حقونو سازمانونه د هغې د آزادولو غوښتنه کوي.

د شهزادګۍ لطيفې د آزادولو له پاره يو ډلې خپل غږ پورته کړیانځور: Martti Kainluainen/Lehtikuva/picture alliance

د نوموړې د آزادولو له پاره په هلو ځلو بوخته يوه ډله وايي چې په پټه يې يو ګرځنده تليفون هغې ته ر سولی وو. د دې ډلې يوه غړي ډيوډ هايي له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې د دې قضيې له کبله د متحده عربي اماراتو څېرې ته زيان رسېدلی دی او داسې انګيرل کيږي چې دغه هيواد له بشري حقونو څخه سرغړونې له پامه غورځوي.

د آل مکتوم په اړه د محکمې پريکړه

تیر کال د بريتانيا يوه قاضي ويلي چې محمد بن راشد آل مکتوم د خپلې لور د تښتولو امر کړی وو. د مکتوم يوه پخوانې مېرمن حيا بنت الحسين په لندن کې له خپلو دوه بچيانو سره اوسي او هغې د نوموړي پر ضد د اقامې دا دعوا ثبت کړې وه. حيا بنت الحسين پر مکتوم د هغه د دوو لوڼو شمسې او لطيفې د تښتولو تور لګولی وو.

شمسه په ۲۰۰۰م کال کې له کيمبرج څخه تښتول شوې وه. نوموړې چې هغه وخت ۱۸ کلنه وه، متحده عربي اماراتو ته بيول شوې وه.

لطيفې دوه وارې د مکتوم له بند څخه د تېښتې هڅه کړې. په لومړي ځل په ۲۰۰۲م  او په دويم ځل په ۲۰۱۸م کال کې چې بيا نوموړې د هند امنيتي ځواکونو په يوه کښتۍ کې ونيوله او دوبۍ ته يې وسپارله.

 ب. ص/ ن. ز (AFP,Reuters,AP)

د ډوبۍ شاهزادگۍ له دوو مياشتو راهيسي ورکه ده

04:05

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب