1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوبۍ د امير لور د لادرکي خور په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

د دوبۍ د امير لور چې د کورنۍ له خوا «يرغمل» شوې، له بريتانيا څخه غوښتنه کړې ده چې د هغې د مشرې خور شمسه د احتمالي تښتونې په اړه پلټنې وکړي. شمسه له شلو کلونو راهيسې ورکه ده.

Vereinigte Arabische Emirate | Dubai | Prinzessin Latifa bint Mohammed al Maktoum
انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د بریتانيا خبري شبکې «بي بي سي» رپوټ ورکړی چې د دوبۍ د امير لور لطيفې په يوه ليک کې «د شمسې قضيې ته د متوجې کيدو غوښتنه کړې، ځکه چې دا کولی شي هغې ته بيرته آزادي ور په برخه ګړي.» دا په لاس ليکلی شوی خط د ۲۰۱۹ م کال دی.

لطيفه چې په دوبۍ کې د خپلې کورنۍ له خوا د هغې په خبره «يوه زندان ته ورته ويلا» کې ساتل کيږي، درې کاله مخکې يې له دوبۍ څخه د تيښتې هڅه وکړه خو بريالۍ نه شوه او بیرته متحده عربي اماراتو ته ستنه کړل شوه.

د لطيفې ملګري چې ادعا کوي چې نوموړې له دريو کلونو راهيسې د خپل پلار له خوا يرغمل شوې ده، د هغې په لاس ليکل شوی خط د چهار شنبې په ورځ د کميبرج شاير پوليسو ته سپارلی دی.

د بريتانيا پوليسو دوی ته د ليک د رسيدو خبره تائيد کړې ده. دا خط د شمسې د ورکيدو په اړه د روانو پلټنو په ترڅ کې ارزول کيږي.

شمسه له لسیزو راهيسې «زنداني» ده؟

شيخه شمسې چې د لطيفې مشره خور ده، د۲۰۰۰م کال په اګست میاشت کې هغه وخت چې د خپل پلار شيخ محمد بن راشد آل مکتوم سره يې په بريتانيا کې رخصتي تیروله، د تيښتيدو هڅه کړې وه.

د دوبۍ امير شيخ محمد بن راشد آل مکتومانځور: Tim Goode/PA Wire/empics/picture alliance

د لطيفې په وينا شمسه هغه وخت ۱۸ کلنه وه او تر فرار دوې مياشتې وروسته وموندل شوه. هغې ادعا کړې چې شمسې ته «مخدره توکي» ورکړل شوی ول او بيا بيرته دوبۍ ته انتقال شوې او «بندۍ» شوې وه.

له هغې وخت راهيسې د امیر دا لور چې اوس بايد ۳۹ کلنه وي، نه ده ليدل شوې.

د ۳۵ کلنې لطيفې برخليک هم هغه وخت د خلکو توجه جلب کړه چې «بي بي سي» د هغې يوه ويديو خپره کړه. په دغه ويديو کې نوموړې پر خپل پلار تور لګولی وو چې هغه یې د دوبۍ په يوه زندان ته ورته کور کې بندۍ کړې ده. 

د دوبۍ د امير دې لور په ۲۰۱۸م کال کې هڅه کړې وه چې د يوې بادي کښتۍ په واسطه له دوبۍ ووځي. هغې بيا يو کال وروسته په يوې ويديو کې چې په خپل لاسي تليفون يې اخيسته وه ، خپلو ملګرو ته د خپل وضعيت په اړه خبر ورکړ.

اړونده موضوع: د دوبۍ د امير لور وايي زندان ته ورته کور کې بندۍ ده

نوموړې ويلي ول چې دا ويديو يې په خپل تشناب کې ثبت کړې ده، ځکه چې دغه يوازنی ځای دی چې هغه پکې نه څارل کيږي.

محکمې آل مکتوم په تښتونې تور کړ

ملګرو ملتونو او بريتانيا د دوبۍ له شاهي کورنۍ غوښتنه کړې چې په دې اړه دې شواهد وړاندې کړي چې ۳۵ کلنه لطيفه ژوندۍ ده ځکه چې نوموړې د فرار تر هڅې وروسته نه ده ليدل شوې.

د دوبۍ د امير کورنۍ په لندن کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له لاري ويلي چې لطيفه له خپلې کورنۍ سره ده او پام پرې کيږي.

تير کال د بريتانيا يوې محکمې آل مکتوم د خپلو لوڼو د تښتونې له پاره مسؤل وباله.

د آل مکتوم يوه پخوانۍ ميرمن حيا بنت الحسين په لندن کې له خپلو اولادونو سره اوسي او هعې د نوموړي پر ضد د اقامې دا دعوا ثبت کړې وه. حيا بنت الحسين پر مکتوم د هغه د دوو لوڼو شمسې او لطيفې د تښتولو تور لګولی وو.

 ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب