1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فاریاب په زندان کي بنديانو پاڅون کړی

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

د فاریاب په زندان کي په لسونو زندانیانو په ګډوډيو«پاځون» لاس پوری کړی دی. سیمه ایزو چارواکو ددغي پیښي په تایید سره ویلي دي چي ددغه پاڅون په نتیجه کي یو زنداني وژل سوی او پنځه نور ټپيان سوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Faryab Englisch
انځور: DW

د فاریاب سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چي نن د جمعې په ورځ سهار د دغه ولایت په زندان کي بندیانو په پاڅون لاس پوری کړ. د فاریاب په دغه زندان کي څه د پاسه ۴۰۰ بندیان دي.

د فاریاب پولیسو ویلي دي چي ددغه پاڅون په نتیجه کي یو زنداني وژل سوی او پنځه تنه نور زخمیان سوي دي.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش زیاتوي چي د زندانیانو ترمنځ لفظي شخړه ددغه ګډوډیو سبب سوه.

د فاریاب د پولیسو د ویاند په خبره، پولیسو سمدستي اقدام وکړ او هغه زندانیان چي له خپلو اتاقونو څخه وتلي ول او د زندان محوطې ته رسیدلي ول، بیرته یې د زندان په بلاکونو کي ځای پر ځای کړل.

د دغه ولایت د پولیسو په خبره، کشفي بڼسټونو او څارنوالۍ ددغي پیښي په هکله خپلي پلټني پیل کړي دي.