د افغانستان لوړ رتبه امنیتي چارواکو د دغه هیواد څخه د خارجي قواوو د وتلو د جریان سره سم په کابل کي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي برخه واخیسته. د ملي امنیت مشاور، حمدالله محب د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د خلګو تشویشونو ته په اشارې سره اطمینان ورکړ، چي «نظام به هیڅ وخت سقوط ونه کړي.»
محب د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د تشدد او طالبانو د حملو ډیریدل رد نکړل ، خو ویې ویل چي امنیتي قواوي د دغو تهدیدونو په مقابل کي پوره تیاری لري.
نورمعلومات:«طالبان دي د خارجي قواوو د وتلو د بهیر نه خنډ کیږي»
محب اضافه کړه، چي د طالبانو ځینو کسانو د حکومت سره ارتباط نیولی دی او د جنګ ادامه یې نامشروع بللې ده. د هغه په خبره د دغو کسانو تعداد مخ پر ډیریدو دی.
پداسي حال کي ، چي طالبانو اعلان کړی دی، چي د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د نمایندګانو سره یې د تیري جمعې ورځي (د اپريل ۳۰مه) په غونډه کي د تور لست څخه د هغوی د ایستلو، ورباندي د تحریمونو د لیري کولو او پاته بندیانو د ازادولو په باب خبري کړي دي، خو محب تاکید وکړ، چي د طالبانو دا غوښتنه نوې نه ده. هغه اضافه کړه: که طالبان د خپلو بندیانو خلاصیدل غواړي، نو د افغانستان د حکومت سره دي خبري وکړي. هغوی ادرس غلط کړی دی.»
په دوحه کي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولي د تړون د امضأ کیدو سره سم حکومت ۵۰۰۰ طالبان بندیان ازاد کړه، چي د محب په حواله د هغو په منځ کي خطرناکه بندیان هم شامل وه. خو د دغو بندیانو تر خلاصیدو وروسته هم د افغانستان په امنیتي وضعیت کي مثبت تغیر ندی راغلی او ورځ په ورځ لا خرابیږي هم.
طالبانو د خپلو ۷۰۰۰ پاته بندیانو خلاصیدل د استانبول په کنفرانس کي د ګډون یو شرط ایښی دی، خو حکومتي چارواکي وايي، چي دا پلا به بیله ضمانت او دایمي سولي د تأمین څخه هغوی ازاد نه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت مشاور ظاهرأ د تور لست څخه د طالبانو د رهبرانو د ایستلو مخالف دی. هغه په لوګر کي پر ملکي خلګو باندي وروستۍ حملې ته په اشارې سره وویل، هغه کسان چي ملکي کسان خپل هدف ګرزوي، نومونه یې نباید د تور لست څخه وایستل سي.
آ./م.ق./ا.ا.
د يونان او مکدونيا په سرحدونو کي په زرونو پناه غوښتونکي د اغزنو سیمانو تر شا سرگردانه د اروپا په تمه دي. امنيتي ځواکونه يوازي افغان، سوريايي او عراقي مهاجرو ته تر سرحد د تېرېدو اجازه ورکوي.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiد يونان او مکدونيا په سرحدونو کي ايراني او پاکستاني مهاجر. دغه انځور رويترز خبري آژانس خپور کړی دئ. د راپورونو له مخي سربستان، کروشیا او مکدونيا خپلي خاوري ته يوازي افغان، سوريايي او عراقي پناه غوښتنونکي پرېږدي. له نورو هيوادونو له د جنوبي افريقا او جنوبي اسيا پناه غوښتونکي بيرته له خپلو سرحدونو شړي.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiد ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخي سربستان يوازي هغه مهاجر خپلي خاوري ته پرېږدي چي د افغانستان، سوريې يا عراق څخه راغلي وي. نور مهاجر بيرته مکدونيا ته لېږل کيږي.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiد مکدونيا او يونان په سرحد کي د ايراني او پاکستاني مهاجرو اعتراض. دغو مهاجرو ځکه اعتراض کړی دئ چي ولي يوازي افغانان، عراقيا او سوريايان پرېږدي چي له سرحدونو تير سي او نور بايد وشړل سي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovskiد يونان او مکدونيا په سرحد کي له مهاجرو سره کوچنيان هم سته.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovskiد يونان او کدونيا په سرحد کي د يوه ايراني مهاجر نیول. له مهاجرو سره مرسته کوونکي فعالان وايي چي د يويان په سرحدونو کي وضعيت خراب دئ.
انځور: Reuters/A. Avramidisد سږکال له دوبي راهيسي په زرونو مهاجر د بالکان هيوادونو له لاري اروپا ته ځانونه رسولي دي. د دوی ډيری غواړي چي آلمان ته ورسيږي. د دغو هیوادونو اندېښنه دا ده چي آلمان به يو وخت د پناه غوښتونکو پر مخ سرحد وتړي او ټول مهاجر به دوی ته پاته سي.
انځور: Reuters/A. Avramidisدا يو ايرانی پاسپورت دی چي د يونان په لسبوس ټاپو کي د اژه درياب پر غاړه پيدا سوی دئ. اژه درياب په وروستيو مياشتو کي د «پناه غوښتونکو په هديره» بل سوی دئ. په دغه درياب کي ډېري کښتۍ ډوبي سوي دي او انسانان پکښې وژل سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Widakد ملگرو ملتونو د راپور له مخي همدا اوس د کروشيا په سرحد کي ۴۰۰ مهاجر بند دي. د سرحد يوه پوليس ويلي دي چي دوی ته لارښوونه سوې ده چي هغه مهاجر چي له پاکستان، مراکش، تونس، بنگله دېش، سوماليا او يا الجزاير څخه راځي کروشيا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiپوليس وايي هغه کسان چي کوښښ کوي پر پښو له سرحده تير سي هغو مرکزونو ته انتقاليږي چي د پناه غوښتونکو له پاره جوړ سوي دي.
انځور: Reuters/A. Avramidisملگرو ملتونو ويلي دي چي ۱۰ زره مهاجر اروپا ته د تگ په نيت په بالکان هيوادونو کي سرگردانه دي.
انځور: Reuters/O. Teofilovskiپه زرونو مهاجر د مکدونيا او يونان په سرحدي سيمي کي د اروپايي ټولني هيوادونو ته د تگ په تمه شپې او ورځي تيروي.
انځور: Reuters/A. Avramidisپه دې وروستيو ورځو کي د کدونيا د عامه نظم ځواکونو خپلي خاوري ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو پرمهال اوښکن گاز استعمال کړی او اغزن سيمان ئې غځولي دي.
انځور: Reuters/A. Avramidisڅو ورځي مخکي ملگرو ملتونو اعلان وکړ چي په مکدونيا کي د مهاجرو حالت په اړه اندېښمن دي او تيار دي چي د مهاجرو په برخه کي له دغه هيواد سره مرستي وکړي.
انځور: Reuters/A. Avramidisد مکدونيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي هيواد ئې د دومره مهاجرو د ځای پر ځای کولو ظرفيت نه لري.
انځور: Reuters/A. Avramidisد سربستان او کدونيا په سرحد کي سرگردانه مهاجر.
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovskiپه اروپا کي هوا ورځ تر بلي يخيږي او اوس هم په زرونو پناه غوښتونکي پر سرحدونو کي سرگردانه دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski