پرو ازول له آلمانه افغانستان ته د اخراج بندولو غوښتنه کړې ده
۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سهشنبه![Deutschland Abschiebung von Asylsuchenden nach Afghanistan](https://static.dw.com/image/44698907_800.webp)
د سه شنبې په ورځ خپره شوي یوې اعلامیې کې راغلي دي چي په افغانستان کې وضعیت مخ پر خرابیدو دی. په آلمان کي د عفوني ناروغیو د کنترول ادارې (روبرت کُخ انیستیتوت) افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو د لوړې کچي سیمو په کتار کې درجه بندي کړی دی.
په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تايیدوي چي په افغاسنتان کې روغتیايي سیستم د پاشل کیدو په حالت دی او سیاسي شننې ښيي چی له امنیتي پلوه د نړۍ په دغه تر ټولو خطرناک هیواد کې کیدای شي امنیتي وضعیت لا زیات خراب شي.
د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې له بیړني وضعیت سره د مخامخ کسانو شمیر چې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې ۹،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۱م کال په لومړیو کې ۱۸،۴ میلیونو ته یعنی دوه برابره لوړ شوی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ له هرو لسو څخه څلور تنه له لوږي سره مخامخ دي او اټکل کیږي چي د ۲۰۲۱م کال تر مارچ میاشتي پوري به شاوخوا ۱۷ میلیونه انسانان په یوه بحران یا د غذايي امنیت له بیړني وضعیت سره مخامخ شي.
همدارنگه د وسله والو شخړو په پایله کي رامنځته کیدونکی تاوتریخوالی هم پای نه مومي. د سولې نړیوال شاخص (Global Peace Index) د ارزونې له مخې افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې هم د دویم ځل له پاره یو د نړۍ تر ټولو ناامنه هیواد وو.
S.N/N.Z(KNA)