1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د نوم بدلون د انسان برخليک بدلولی شي؟

۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

ډير تايلنديان په دي عقيده دي چې يو نوم یا د کورنۍ نوی نوم کولی شي د دوی په ژوند کې د ستونزو او دردونو درملنه وکړې. هغوی د طالع کتونکو په سپارښتنه ځانته نوی نوم ټاکې.

	
Weltspiegel 04.02.2021 | Thailand Bangkok, vor Mond-Neujahr
انځور: Mladen Antonov/AFP/Getty Images

نوم او کورنې نوم تر کومې کچې د انسان په نيکمرغۍ کې نقش لوبولې شي؟ آيا يو څوک په عادي نوم سره کولی شي په خپل ژوند کې نيکمرغه اوسي او که د تر لاسه کولو له پاره يې باید يو ځانګړی نوم ولري؟ ډيری تايلنديان په دي عقيده دي چې يو نوی نوم کولی شي د دوی د ټولو دردونو او ناکاميو د پاي ته رسیدلو سبب شي او د ښه بخت، شتمنۍ يا روښانه برخليک پر لور ورته دروازې پرانيزې.

له څه مودې راهيسې د ځواني ساروشا له پاره ژوند په زړه پورې نه وو، هغې داسې محسوسوله چې د بدمرغيو له داسي ځنځيري کړیو سره مخامخ شوې چې پای نه لری. په ځانګړې توګه له نارينه و سره د عاطفي اړیکو په هکله. هغې د دې وضعيت پای ته رسيدلو له پاره پريکړه وکړه چې خپل نوم بدل کړي او دا ځلې يو (خوشالونکی) نوم ځانته خوښ کړي.

ساروشا د دويچه ويله له خبريالې سره په خبرو کي ويلي دي چې کله چې پلار او مور يو له بل څخه جلا شول د بدمرغيو پيلامه شوه او هغه يو طالع کتونکي ته ورغله. همهاغه وو چې دې ټکې ته يې پام شو چې د بدمرغيو اصلي لامل يې د دي خپل نوم وو چې پلار او مور يې ورباندې ايښې وو.

خو په تايلند کې يوازي کوچنی نوم نه دی چې وکړای شي د يو روښانه برخليک، د شتمنيو يا د يوې ناروغۍ د درملني ستونزه حل کړي. ځينې تايلندیا تر هغې مخکې ځي چې نه يوازې نوم بلکې، کورنې نوم هم ورسره بدلوي. خو يو نوی نوم د خوښۍ، سليقې او حتي د ښه والې له کبله نه غوره کيږې. ډېر تايليندیان د نوم خوښولو له پاره بيا هم طالع کتونکي، راهبو او فال کتونکو ته ورځي.

د ملکیتونو کارپوهه ناسیپاس ۳۱ کلنه ده. د هغې نوم تر اوسه دوه ځلې بدل شوی دی. يو ځل چې پلار او مور يې طلاق واخیست او بل ځل چې يو طالع کتونکي ورته وويل چې په دغه کال کې مخکې له کليزې څخه يې مړه کيږې. طالع کتونکي ورته خبرداری ورکړ چې کورنې نوم يې بد قدمه دی او بايد ډير ژر يې بدل کړي.

ناسيپاس له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل: «کورني نوم بدلول آسانه کار نه وو، خو طالع کتونکي پر دې باوري کړم چې کورنې نوم لکه د خاوري په څير دی او خپل نوم لکه د نبات، که خاوره يې ښه نه وې نو نباتات هم وده نه شي کولې».

د نوم بدلون هم له لګښت پرته نه کيږې. ټول کارونه يې د يو استاد (مرشد، يا ديني لارښود) غوره کول او د اداري کارونو ترسره کولو کي د پيسو لګښت راځي.

ناسیپاس د دغه کارونو تر سره کولو له پاره ۸۰ ډالر او د نوم او د کورنۍ د نوي نوم د رسمي سابقي ثبت له پاره يې پنځه ډالر ورکړي دي. په داسي يوه هيواد کې چې کم تر کمه ورځني عايد ۱۱ ډالره دی او د هغو خلکو له پاره چې خپل ورځنی لګښت په ستونزو سره پيدا کوي د نوم بدلون په لومړي توب کې نه دی.

ناسيپاس وايې چې نوی نوم يې ډير نيک قدمه وو: «حتي د کرونا په ستونزو کې د املاکو کارپوهان په سختۍ سره کولی شي کومه معامله وکړي، خو زه له مالي پلوه کومه ستونزه نه لرم او پرته له مشتري نه يم پاتې شوی». هغه زياتوي کله چې يې کورنی نوم بدل کړ يو ګرځنده تلیفون يې واخيست او يو نوی موټر چې ورته نيک قدمي راوړي.

دغه تايلندي نجلۍ وايې: «په دقيق ډول نه پوهيږم چې کوم يوه راته ژوند ښه کړ.»خو ټول د خپل نوم له بدلون څخه خوشاله نه دي. ساروشا په دې اند ده چې نوی نوم هغسي چې دې هيله درلوده برخليک يې ورته نه دی بدل کړې.

سره له دې هغې خپل اميد له لاسه نه دی ورکړی او درې کاله مخکې يې پريکړه وکړه چې يو ځلې بيا خپل چانس وازمايې او زياتوي، د دويم ځل له پاره يې خپل نوم بدل کړ او ژوند يې وغوړید.

د نوم بدلون اصلي دليل نه وو: «د جزبولو پر قانون مي عقیده پيدا کړه. دا چې ستاسي فکرونه ستاسي ژوند جوړوي. څه چې د ذهني پلوه انګيری د دې سبب کيږې چې ژوند کې مو پرته له دې چې پوه شئ هدف ته رسوي. اوس پوښتنه دا ده چې آيا مثبت فکر کولی شي يو چاته د نیکمرغۍ دروازي پرانيزې؟

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب