1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د ښځو له پاره د يوې پروژې مخه نيول سوې؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د هلمند اوسیدونکې وایې طالبانو په دغه ولایت کې د شاوخوا یو میلیون امریکایې ډالرو په ازښت هغي حرفوي پروژې مخه نیولې ده چې د ښځو د اقتصادي وضعيت د ښه کولو له پاره پلي کيده. طالبانو هم منلې ده چې دغه کار يې کړی دی. خو ولي؟

Afghanistan Textilfabrik beschäftigt Kriegswitwen
انځور: Wakil Kohsar/AFP

په دغه پروژه کي په کورونو کي د ښځو له پاره د چرګانو فارمونه، خياطي زده کړه او لبنياتو جوړول شامل دي.

د هلمند يوه اوسېدونکې بي بي سلیمه چې له تیرو څو کلونو راهیسې په دغه ولايت کي د ښځو له پاره پلي سوو پروژو کي کار کاوه وايي چي له تیرو څلورو میاشتو راهیسي د دغه ولايت د اقتصاد ریاست، د ښځو د اقتصادي وضعيت د ښه کولو په موخه يوې پروژې مخه نيولې ده.

هغې دويچه ويله ته وويل: «د هلمند د اقتصاد رئیس او د طالبانو له لوري ټاکل سوي والې په دې ولایت کې د حرفوي پروژو مخه نیولې، دا پروژې په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز کې اوس پيل سوي دي، خو په هلمند کې یې مخه نیول سوې ده.»

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځینو د خپلو حقونو د اخیستلو په موخه لاریون وکړ انځور: JAMES EDGAR/AFP

بیکاري، فقر او غربت او په دولتې اداراتو کې د ښځو نه ګمارنه هغه څه دي چې ځيني هغه کورنۍ چې نارينه نه لري يا له بيري له هيواده وتلي دي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي او ځيني يې حتی سوال کولو ته اړي سوي دې.

د هلمند ولایت اوسیدونکې کوچي فریحهده چي له تیرو یوولسو میاشتو راهیسې بې دندي شوي ده، دویچه ویله ته وویل: «اوس ښځي ټولې په کورونو کې ناستې دي دوی ته هیڅ وظیفه نه ورکول کیږي ما مخکې دنده درلوده خو اوس په کور کې ناسته یم ستونزي ډېري زیاتې دي.» هغې زياته کړه چي نوره اړه ده چې یو چاته لاس اوږد کړي او سوال وکړي، ځکه دنده نه لري او طالبان د ښځو له پاره پروژې نه پریږدي.

د دغه شان پروژو مخه نه یوازي په هلمند، بلکې په ځينو نورو ولايتونو کي هم نيول سوې ده. دا چي دغه شان پروژې ښځو ته په خپلو کورونو کي د کار زمينه برابروي نو طالبان يې ولي مخه نيسي؟

د طالبانو په واکمنۍ کي د افغان ښځو ژوند

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب دویچه ویله ته دا ومنل چې په هلمند ولایت کې یې د یوي لوي پروژې د تطبیق مخه نیولې ده. هغه وویل چې په هلمند کې د ښځو له پاره د یوي بهرنۍ موسسې له لوري پیل کېدونکې پروژه د اوس له پاره درول سوې ده. هغه د دويچه ويله د يوې پوښتني په جواب کي رالېږل سوي ږغ کي ويلي:  «نوموړي پروژه د سیمې د خلکو د کلتور سره په ټکر کې وه او د عام اولس په غوښتنه د اقتصاد وزارت له لوري بنده کړای سوي ده.« خو  دا يې نه دي ويلي چي کومي کلتوري ستونزي دي چي دوی يې يادوي.

طالبان: که ښځي حجاب مراعت نکړي، نارینه یې مجازات کیږي

بله خوا د ښځو چارو د حقونو فعاله راضیه بارګزایې دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر ښځینو سخت بندیزونه لګولې دي او له طالبانو غوښتل هیڅ معنی نه لري موږ له نړیوالۍ ټولنې څخه غواړو چې هغه ستونزی چې اوس په افغانستان کې سته باید ورته حل لاري ولټوي: «موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي وضع سوو بندیزونو او ستونزو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.»

طالبان دافغانستان مرکز کابل کې انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

یوه اونۍ وړاندي له افغانستان څخه د سل فریاده په نومونو سل لیکونه په افغانستان کې او تر هغه دباندې ښځو فعالانو له لوري ملګرو ملتونو ته ولیږل سول او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي پرتو ستونزو، ننګونو او د طالبانو له لوري بندیزونو ته پکې اشاره سوې وه.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل