1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

مظاهره کوونکو په بغداد کې د سويډن پر سفارت هجوم وروړی

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

په بغداد کې په سونو قهريدلو کسانو د سويډن پر سفارت هجوم ور وړی او اور یې وراچولی دی. ويل شوي دا مظاهره په سويډن کې يو ځل بيا قرآن پاک ته د اور اچولو د احتمالي اعلان له کبله شوې ده.

په عراق کې د سويډن سفارت مخې ته مظاهره
په عراق کې د سويډن سفارت مخې ته مظاهرهانځور: Ahmed Saad/REUTERS

د سویډن د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په عراق کې یې د سفارت عمله خوندي ده او له وزارت سره په تماس کې دي. خو د سفارت پر ودانۍ د هجوم ور وړولو او د اور لگېدلو له کبله د رامنځته شوي زيان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د رويترز خبري آژانس د عيني شاهدانو په حواله ويلي دي چې په سونو مظاهره کوونکي د چهار شنبې په ماښام د سويډن سفارت مخې ته راټول شوي ول او يو شمير یې د ودانۍ له ديواله ور واوښتل.

اړونده موضوع: سويډن: يوې محکمې د قرآن پاک د سوځولو اجازه ورکړې ده

د يوه عيني شاهد له قوله زياته شوې ده چې دا مظاهره په سویډن کې يو ځل بيا د قرآن کریم د سوځولو د انديښنې له کبله  شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د سويډن پوليسو نن، پنجشنبه د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې خلکو ته د عراق سفارت مخې ته د راټوليدو اجازه ورکړې ده. د رسنيو په حواله په دې غونډه کې د قرآن کريم د سوځولو پلان جوړ شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د سويډن د «ټي ټي کې» خبري آژانس له قوله ویلي دي چې د سويډن پوليسو هم تائيد کړې ده چې يوه عريضه کوونکي ته یې د عراق د سفارت مخې ته د «خلکو د يوې غونډې» اجازه ورکړې ده. خو پوليسو د مظاهره کوونکو د پلان په اړه له تبصرې ډډه وکړه.

اړونده موضوع: د سویډن پولیسو د تورات او انجیل سوځولو له پاره مظاهرو ته اجازه ورکړه

د ټي ټي کې د رپوټ په حواله عريضه کوونکی غواړي چې قرآن کریم او د عراق بيرغ ته اور ورته کړي. زياته شوې ده چې په مظاهره کې هغه کس هم گډون کوي چې په جون مياشت کې يې د يوه مسجد مخي ته د قرآن کریم پاڼو ته اور اچولی وو.

په بغداد کې څه پېښ شوي؟

په سويډن کې د قرآن کریم د سوځولو د پېښې پر ضد په سونو احتجاج کوونکو د چهار شنبې په ماښام د عراق په پلازمېنه بغداد کې د سویډن پر سفارت هجوم وروړ او دغه ودانۍ ته یې اور ورته کړ.

د ټولنیزو رسنيو له لارې په خپرو شويو يو شمير ویډيوگانو کې ليدل کیږي چې چهار د سيمه پر وخت د ماسخوتن کابو يوه بجه خلک د سويډن سفارت چار چاپیره راټول شول او د شعيه گانو د مذهبي مشر مقتدی الصدر په پلوۍ یې نعرې ووهلې او کابو يو ساعت وروسته د سفارت ساحې ته داخل شول.

په عراق کې د سويډن سفارت مخې د مظاهرې پر وخت يو شمیر کسان سفارت ته ور داخل شولانځور: Ahmed Saad/REUTERS

په ويډيوگانو کې ليدل کیږي چې د سفارت په ساحه کې له يوې ودانۍ دود پورته کیږي. په سملاسي توگه نه ده څرگنده شوې چې د بريد پر وخت په سفارت کې څوک وو او که نه.

اړونده موضوع:د اسلامي همکاريو سازمان د قرانکریم سوځولو ضد اقداماتو غوښتنه کړې

تېره مياشت په ستاکهولم کې د يوه عراقي توکمه مهاجر له خوا د قرآن کریم تر سوځولو وروسته مقتدی الصدر د سويډن پر وړاندې د احتجاج په ترڅ کې د سويډن د سفير د شړلو غوښتنه کړې وه.

د عراق حکومت د سفارت د سوځولو پېښه غندلې ده

د عراق د بهرنيو چارو وزارت د سويډن پر سفارت بريد په کلکه غندلی دی.

د وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلامیه کې ويل شوي دي: «د عراق حکومت امنيتي ځواکونو ته د دې پېښې د پلټنې لارښوونه کړې ده، اړين امنيتي تدابير لا پسې کلک شوي دي او په دې پېښه کې د لاس لرونکو د هويت د معلومولو هڅه کوي. له دې کسانو سره به له قانون سره سم چلن وشي.»

تېره مياشت په سويډن کې د لوی اختر په ورځ د يوه مسجد مخې ته د قرآن کریم د سوځولو پر پېښه ټولې اسلامي نړۍ سخت غبرگون ښوولی وو. عراق له سويډن څخه د عامل د سپارلو غوښتنه کړې وه څو محاکمه شي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters,ap, afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب