1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شانګهای کي احتجاج ادامه لري

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د چين په شانګهای کي يو شمېر کسانو د کرونا ټولبند پر ضد خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړې ده. تر مخه په اورمچي ښار کي يوه وژونکې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

China Protest gegen Covid-Politik in Shanghai
په شانگهای کي امنيتي چارواکي د تيارسئ په حالت کيانځور: DW

د فرانس پريس خبري آژانس د راپور له مخي په شنګهای کي د کرونا لاک ډاون يا ټولبند پر ضد د احتجاج ويډيوګانې پر انټرنټ خپرې شوي دي. زياته شوې چي په يوه ويډيو کي ليدل کيږي چي احتجاج کوونکي په يوه مرکزي کوڅه کي له کمونست ګوند او له ولسمشرۍ څخه د شي جين پينګ د استعفی د غوښتني شعارونه ورکوي. په ويډيو کي د دغه احتجاج وخت د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۷ نېټه) سهار بلل شوی دی.

د د ولوموچي په نوم کوڅه چيري چي دغه احتجاج شوی، د چين په شمال لوېديځ کي د پروت ښار اورمچي له نوم څخه اخيستل شوی دی. اورمچي د چين په شمال لوېديځ کي د شينجيانګ په سيمه کي واقع ښار دی. په دغه ښار کي د شينهوا خبري آژانس د خبر له مخي د پنجشنبې په ماښام د اورلګېدنې يوه پېښه رامنځته شوې وه چي پکښي ۱۰ تنه وژل شوي او ۹ نورو ژوبل شوي ول.

په چین کي بيا ډېر کسان په کرونا اخته سوي

په اورمچي ښار کي د اورلګېدنې د پيښي وروسته د غم او غوسې زيات احساسات راپارېدلي ول او همدغه پېښه د احتجاجونو لامل شوه. زيات اوسېدونکي فکر کوي چي د کرونا د لاک ډاون په ترڅ کي د ګرځبنديز له کبله د اورلګېدنې قربانيانو ته په مرسته رسولو کي ځنډ او اخلال رامنځته شوی وو.

د يو عيني شاهد له خوا د يکشنبې په ورځ په ثبت شوې ويډيو کي خلک ښودل کيږي چي په اورمچي کي د اورلګېدنې د قربانيانو وير د شانګهای په مرکز کي کوي. ويل شوي چي زيات شمېر نورو کسانو د ټول هيواد د نورو ځايونو تر څنګ د پوهنتونونو په انګړونو کي هم د اور د قربانيانو ياد غونډي جوړي کړي دي. د فرانس پريس خبري آژانس د خپرو شوو ويډيوګانو د ثبت ځايونه تاييد کړي دي، خو دا چي دغه ويډيوګاني کله ثبت شوي دي، په هکله يې لا تر اوسه پخلی نه دی شوی.

د فرانس پريس خبري آژانس په وينا په شانګهای کي يوې منبع چي نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ورته ويلي دي چي په ځايي وخت د شپې په دوې بجو دغې سيمي ته رسېدلې وه. د هغې په وينا په دغه وخت د انسانانو يوه ډله راټوله شوې وه او د قربانیانو په وير کي يې د سړک پر غاړه د ګلونو ګېډۍ ايښودلې او تر څنګ يې شعارونه ورکول. د دغې منبع په وينا د احتجاج کوونکو او چارواکو تر منځ ډېرې کمي مخامخ کېدني رامنځته شوې. د هغې په وينا پوليسو يو شمېر انسانان له نامعلومې وجې د ځان سره بوتلل.

چین: په اورلګېدنه کې ۳۸ کسان مړه شوي دي

چارواکو پر انټرنټ ډېر ژر د احتجاج په تړاو مباحثو کي مداخله وکړه. چارواکو پر وايبو پاڼه هغه خپرې شوي ويډيوګانې پاکي کړې، چي پکښي احتجاجونه ښودل شوي ول.

په شانګهای کي تر ۲۵ مليونو څخه زيات انسانان اوسيږي. سږ کال دغه ښار له دوه ماشتني کرونا لاک ډاون يا ټولبند سره مخامخ وو. په دې ترڅ کي د خوراکي موادو کمښت هم رامنځته شو.

چين يوازنی لوی اقتصادي قدرت دی، چي لا تر اوسه د کرونا پانديمي په ترڅ کي «د صفر زغم» پاليسي پر مخ بيايي. په دې ترڅ کي د کرونا کوچني سرايتونه لا هم د دې لامل کيدلای شي چي بشپړې ناحيې او ښارګوټي وتړل شي. له دغو اقداماتو څخه د خلکو پر اقتصادي ژوند ژور اغېز پرېوځي. په دغه هيواد کي د لاک ډاون پر ضد د خلکو اعتراضونه او غوسه مخ په زياتېدو ده. په ږېنګږو ښار کي له همدې کبله څو ورځي دوام کوونکي له تاوتريخوالي ډک احتجاجونو رامنځته شول چي په ترڅ کي يې د آی فون جوړونکې د هيواد تر ټولو لويه فابريکه هم وتړل شوه.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل