1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران د اروپايې اتحاديې نوي بنديزونه او د ايران غبرگون

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

اروپايې اتحاديې پر هغو ايراني چارواکو او بنسټونو چې د ايران د خلکو "په سرکوب" کي نقش لري، نوي بنديزونه لګولي دي. د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند يې پر وړاندي ورته غبرگون ښودلی.

Luxemburg | Treffen der EU-Außenminister
انځور: Virginia May/AP Photo/picture alliance

په لوکزامبورگ کي دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې غړيو هېوادونو په غونډه کي د آلمان د بهرنيو چارو وزيري آنالينا بربوک د ايران پر هغو چارواکو او بنسټونو د بنديزونو لګولو خبر ورکړ چې د ايران د خلکو د اعتراضونو »په سرکوب« کولو کي يې نقش درلود.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې په خبره، نوي بنديزونه چې له نن ورځ څخه عملي کيږي، د هغه کسانو  پرضد دي چې "د ښځو، ځوانانو او نارينه و" پر وړاندي يې تاو تريخوالی کړی دی.

اخوا بیا د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د اروپايې اتحادیې نوي بنديزونه مغرضانه بللي او اعلان يې کړی دی چې د اروپايې اتباعو او بنسټونو پر ضد به ورته بنديزونه ولگوي.

د اروپايې اتحاديې د بندیزونو په نوملړ کي ۱۱ کسان او څلور بنسټونه ليدل کيږي. د ارشاد گزمې، "د پاسدارانو سايبري واحد" د مستضعفينو بسيج او د اسلامي جمهوريت انتظامي فرماندهي هم د تحريم په بنسټونو کي ځاي لري.  

اړوند:ایران: ټولې توکمیزې ډلې په مظاهرو کې ور شاملې شوي

د ارتباط وزير عیسي زارعپور، د تهران د گزمي رئيس احمد ميرزاي، د انتظامي قواو د اخلاقي امنيت د پليسو رئیس محمد رستمي، د پلازميني د پلیسو قوماندان حسین رحيمي، د کردستان ايالت د ديواندري د انتظامي ځواکونو قوماندان عباس عبدي او اته  نور مشران شامل دي.

په دغو بنديزونو سره ياد بنسټونو تحريم شوي، مسئولين، اروپاي اتحاديې ته يې سفر نه شي کولای او شتمني يې کنگل کيږي.

د اسلامي جموريت د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني په يو خبري کنفرانس کي خبردارې ورکړ: «موږ هغوی ته له لاس وهونکي چلند څخه ډډه کولو ته بلنه ورکوو. خو د لاس وهني چلند په صورت کي، ایران به ورته غبرکون ښکاره کړي او دا د ټولو اروپايي هيوادونو له پاره يو ډول دي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب