1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیر کې مظاهرې؛ څلور کسان وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مهر ۱۰, پنجشنبه

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په زرونه مظاهره کوونکي چې د خوړو، برېښنا او نور خدماتو په برخه کې یې د حکومتي مرستو غوښتنه کوله، د پوليسو سره په اخ و ډب کې ښکیل شوي. په دې ترڅ کې د ۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

آرشيف انځور: د هند تر ولکې لاندې کشمير کې څلور تنه پولیس د ګزمې په حال کې
د پوليسو چارواکو وويل چې ځواکونو یې د لا ډېرو وژنو د مخنيوي په موخه په ځواب کې فېرونه نه دي کړي.انځور: AFP via Getty Images

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير د پوليسو په حواله د چهارشنبې په ورځ د اخ و ډب په ترڅ کې تر سلو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي. تاوتريخوالی هغه وخت رامنځته شو چې هغو مظاهرينو چې ټوپکونه او ګوتکونه ورسره ول، پر پولیسو هجوم ور ووړ.

د سيمې د پوليسو يوه مشر محمد افضل، وویل چې دغه پوليس په دې موخه ګمارل شوي ول چې مظاهره کوونکي سړکونه بند نه کړي او شتمنیو ته زيان ونه رسوي. نوموړي د دريو پوليسو او يوه ملکي کس د وژل کیدو خبر تائيد کړ او ویې ویل چې د پوليسو د لږ تر لږه ۸ ټپي افسرانو روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ دی. د امنيتي ځواک دا غړي د مظاهرينو له لوري د سر په برخه کې ټپيان شوي دي.

اړونده موضوع: «د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر به پخپله له هند سره يوځای شي»

په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کیدونکو ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې د کشمیر په غرنۍ سيمه کې پوليس د مظاهره کوونکو له لوري وهل ډبول کيږي او هغوی په ډبرو ویشتل کيږي.

ځيني مظاهرين ليدل کيږي چې د پوليسو يونيفورمونه څيري کوي.

د پوليسو چارواکو وويل چې ځواکونو یې د لا ډېرو وژنو د مخنيوي په موخه په ځواب کې فېرونه نه دي کړي.

په قمار معتاد کشميري ځوانان

03:08

This browser does not support the video element.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير لومړي وزير چودهري انوار الحق، هم په اسلام آباد کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې دا تلفات تائيد کړل.

نوموړي وويل چې احتجاج کوونکي له «ګډ عوامي عمل کميټې» سره تړاو درلود. دا د څو ډلو يو ائتلاف دی چې له دوشنبې ورځې راهېسې یې په کشمیر کې سړکونه بند کړي او د کاروبار د بندیدو زمينه یې هم برابره کړې ده.

مظاهره کوونکي څه غوښتې لري؟

انوار الحق، وويل چې ادارې یې د مظاهره کوونکو ۹۰ سلنه غوښتنې پوره کړې دي چې په هغه کې د برېښنا د بيو راټيټول، سيمه ایز حکومتي اصلاحات او د مظاهره کوونکو پر وړاندې د پرانیستل شويو دوسيو تړل شامل دي. خو د نوموړي په حواله د وزيرانو د راکمولو او د کشمير د مهاجرو له پاره ځانګړي شوې څوکۍ له منځه وړلو غوښتنو ته ځواب يوازې د قوانينو نافذولو له لارې ممکن دی.

په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کیدونکو ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې د کشمیر په غرنۍ سيمه کې پوليس د مظاهره کوونکو له لوري وهل ډبول کيږي او هغوی په ډبرو ویشتل کيږي.انځور: M.D. Mughal/AP Photo/picture alliance

اړونده موضوع: آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

نوموړي دا هم وویل چې له مظاهرينو سره د درېدلو خبرو اترو بيرته پيلولو ته هم چمتو دی او يادونه یې وکړه چې په مظفر آباد او راولاکوټ کې یې د پارلمان غړيو ته دنده سپارلې چې له مظاهره کوونکو سره خبرې اترې وکړي. 

انوار الحق، په عين وخت کې له مظاهره کوونکو غوښتنه وکړه چې خبرو اترو ته دې غاړه کېږدي او په سيمه کې د ګډوډي نه رامنځته کوي.

دا تازه اخ و ډبونه تر هغه دوې ورځې وروسته رامنځته شول چې د دې ائتلاف غړيو په مفظر آباد کې پر یوې سوله ایزې مظاهرې حمله وکړه چې په دې ترڅ کې يو کس ووژل شو او يو شمیر نور ټپیان شول. تېر کال هم د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې دغه ډول مظاهرې شوې وې او حکومت د مظاهره کوونکو يو شمیر غوښتنې منلې وې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب