1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د ګوند احتجاج او اسلام آباد کې پر راټوليدو بندیز

جاويد اختر | بريښنا صابر
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د عمران خان، ګوند له هغه وروسته چې له کابو دريو اوونيو راهېسې له نوموړي سره د ملاقات اجازه نه ورکول کيږي، د احتجاج پريکړه کړې ده. حکومت د دې په غبرګون کې پر راټوليدو د بندیز مقررات وضع کړي دي.

آرشیف انځور: په حيدر آباد کې د عمران خان د آزادولو په موخه د وکيلانو لاريون چې د ګوند بیرغونه او انځورونه ورسره دي.
عمران خان، د ۲۰۲۳م کال له اګست میاشتې راهېسې په زندان کې دی.انځور: PPI/ZUMA/picture alliance

د پاکستان تحريک انصاف يا «پي ټي آی» ګوند غوښتنه کوي چې د دغه ګوند مشرانو او د عمران خان، د کورنۍ غړيو ته یې له دغه پخواني لومړي وزير سره د ليدنې کتنې اجازه ورکړل شي.

په راولپنډۍ کې د يوه ستر لاريون تر اعلان وروسته د پاکستان حکومت هلته پر راغونډيو بندیز ولګاوه او ۱۴۴ قانوني ماده نافذه کړې ده.

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله د اسلام آباد لوړې محکمې او د راولپنډۍ د اډياله زندان دباندې د راټولېدو دا پريکړه په داسې وخت کې شوې ده چې په دغو ښارونو کې پر ټوليدو يا غونډو کولو باندې بندیز دی.

اړونده موضوع: د عمران خان د روغتيا په اړه یې د ګوند او کورنۍ اندېښنې

په پلازمينه اسلام آباد کې د نوامبر له ۱۸مې نیټې راهېسې د دوو میاشتو له پاره دا بندیز نافذ دی. په راولپنډۍ ښار کې بيا چارواکو له دوشنبې ورځې څخه د درې ورځني بندیز اطلاع ورکړې ده.

د پي ټي آی ګوند يوه مشر اسد قيصر، وويل چې د اپوزیسيون د پارلمان او سنا مجلس غړي به لومړی د اسلام آباد د لوړې محکمې مخې ته احتجاج کوي او بيا به خپل اعتراض تر اډياله زندانه پورې پراخوي. د نوموړي په حواله د احتجاج پريکړه له دې کبله شوې چې د اسلام آباد لوړه محکمه نه ده توانيدلې چې پر احکاماتو یې عمل وشي او د اډياله زندان چارواکي هم چمتو نه دي چې د محکمې پر حکم باندې عمل وکړي.

تېره اوونۍ کله چې د خيبر پښتونخوا اعلی وزير ته چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تړاو لري، په اتم ځل هم تر غوښتنې وروسته له عمران خان، سره د ليدو کتو اجازه ور نه کړل شوه نو هغه له زندانه دباندې پرلت وکړ. همدا شان د عمران خان، کورنۍ ته هم له څو اونیو راهېسې له نوموړي سره د ملاقات اجازه نه ده ورکړل شوې. د نوموړي د روغتيا په اړه بېلا بېل اټکلونه کيږي.

د عمران د روغتيا په تړاو اندېښنې

د پخواني لومړي وزير عمران خان، زوی قاسم خان، د خپل پلار د روغتيا په اړه انديښنه څرګنده کړې ده او ويلي یې دي چې چارواکي ممکن د يو څه د پټولو هڅه کوي ځکه له دريو اونيو څخه هم ډېره موده تېره شوې او تر اوسه هیڅ داسې شواهد نشته چې ترې ثابته شي چې هغه [عمران خان] ژوند دی. قاسم خان، د رويترز خبري آژانس ته وويل چې د محکمې پر پريکړې سربیره هم له نوموړي سره په يوه اونۍ کې د کيدونکو ملاقاتونو اجازه نه ورکول کيږي او نه هم ورسره د تائيد وړ کوم تماس نيول شوی دی.

نوموړي په يوه تحريري بيان کې وويل چې «په دې نه پوهيدل چې آيا پلار دې خوندي دی، ټپي دی او يا دا چې ژوندی هم دی او که نه، د رواني شکنجې يو شکل دی.»

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه

03:09

This browser does not support the video element.

قاسم خان، زياته کړې: «موږ د هغه د حالت په اړه هيڅ د تائيد وړ معلومات نه لرو. زموږ تر ټولو ستره اندیښنه دا ده چې يو څه خبره شته چې له موږ څخه پټه ساتل کيږي.»

قاسم خان، وويل: «دا يوازې سياسي شخړه نه ده، دا د بشري حقونو بيړنی وضعيت دی.»

اړونده موضوع: د پاکستان نظامي محکمو د عمران خان ۲۵ پلويان محکوم کړل

خو د رويترز خبري آژانس په حواله د زندان يوه چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط دغه خبري آژانس ته وويل چې عمران خان، روغ رمټ دی.

د عمران خان پر وړاندې دوسیې

عمران خان، د ۲۰۲۳م کال له اګست میاشتې راهېسې په زندان کې دی. نوموړی په يو شمیر قضیې کې مجرم پيژندل شوی او سزا ورته ورکړل شوې ده. خو نوموړی او پلويان یې دا قضيې سیاسي انګیزه لرونکي بولي چې په خبره یې په ۲۰۲۲م کال کې د باور رایې په اخيستو کې د پاتېدو راتلو او د هغه په پايله کې له واک څخه تر ګوښه کيدو وروسته جوړې شوي دي.

نوموړي ته لومړی سزا د هغه قضيې په ترڅ کې ورکړل شوې وه چې تور وو پرې چې د لومړي وزير په توګه ترلاسه کړې ډالۍ یې خرڅې کړي دي. دغه قضيه د توشه خانې د قضیې په توګه شهرت لري.

تر دې وروسته نوموړی په يو شمیر نورو قضيو کې هم په سزا محکوم شوی دی چې يوه یې د سفارتي اسنادو د بربنډولو قضيه ده چې نوموړی یې په ترڅ کې د لسو کلونو بند په سزا محکوم شوی. د «القادر ټرست» په نوم قضيه کې هم نوموړی د ۱۴ کلونو بند په سزا محکوم شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب