1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د پي ټي آی کاروان به خپل وروستي منزل «ډي چوک» ته ورسيږي؟

۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

د عیني شاهدانو په حواله د خنډونو، اوښکي بهونکي ګاز او پولیسو سره نښتو سربیره، د پي ټي آی غړي د اسلام آباد پر لور مخ پر وړاندې روان دي. مظاهره کوونکي وایي چې دا ځل به د عمران خان تر خوشې کیدو پورې آرامه نه کښيني.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان د اسلام آباد پر لور د مارش په حال کې
یو شمیر خلک تاییدوي چې ځني کسان بیرته خپلو کورونو ته هم ځي چې له امله یې د احتجاج کوونکو شمیر د پرون په پرتله کم دی.انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

له خیبر پښتوخوا څخه د پاکستان تحریک انصاف روانه شوې قافله د پنجاب حدودو ته، چیرې چې احتجاج کوونکي د پولیسو له خوا له سختو خنډونو سره مخامخ دي، داخله شوې ده.

په کاروان کې شامل یو شمیر ګډون کوونکو دویچه ویله ته وویل چې له هزاره ډویژن څخه لږ مخکې د لویې لارې (موټر وی) سیمه، د پولیس او مظاهره کوونکو ترمنځ د نښتو له کبله د جګړې په میدان بدله شوې وه.

په دې جریان کې یو تن پولیس وژل شوی او د دواړو خواو یعنې هم د پولیسو او هم د احتجاج کوونکو له ډلې د څو تنو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

خو د تیر بر خلاف دا وار داسې نه معلومیږي چې دوی به د خپل مشر له پاره له احتجاج کولو څخه لاس واخلي. د عیني شاهدانو په حواله د پاکستان پولیسو د هزاره موټر وی نه لږ مخکې یو پول د کانتینرونو په وسیله بند کړی او پر مظاهره کوونکو یې په پرله پسې ډول د اوښکي بهونکي ګازو ډزې کړي دي. دې وضعیت ته په کتلو سره نه شي ویل کیدلی چې دغه قافله یا کاروان به کله تر اسلام آباده پورې ورسیدلی شي.

په کاروان کې ګډون کوونکي یوه ځوان سعید خان دویچه ویله ته وویل چې د کاروان ګډون کوونکو تیره شپه په موټرو کې په ویده کیدو یا په ويښه شپه تیره کړې ده. د هغه په وینا د شپې له خوا د تودوخي درجه تر ۱۳ سانتي ګرید پورې ټيټه شوې وه چې له امله یې یو شمیر ګډون کوونکو د اور په بلولو سره ځانونه ګرمول.

سهار له خیبر پښتونخوا څخه په موټرو کې د مالګینو ورجو او کابلي پلاو دیګونه ورسیدل چې خلکو ناشته وکړه. احتجاج کوونکو له ځان سره د ګازو ډبې، فرشونه او د چایو مواد هم راوړي دي او په هر ځای کې چې دمه کوي، هلته یو بل ته چای او قهوه وړاندې کوي.

د خيبر پښتونخوا وزیر د اعلی په کاروان کې څومره خلک شامل دي؟

د پي ټي آی غړي وایي چې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی امین ګنډاپور په قافله کې تر ۴۰ زرو ډیر کسان شامل دي، په داسې حال کې چې حکومتي کړۍ بیا د دوی شمیر ۳ زره ښيې. بې پرې ګډون کوونکي وایي چې د اعتراض کوونکو شمیر ۱۰ زره دی.

د وزیر اعلی امین گنډاپور په مشرۍ د تحریک انصاف کاروان د اسلام آباد پر لور روان دیانځور: ABDUL MAJEED/AFP

یو شمیر خلک تاییدوي چې ځني کسان بیرته خپلو کورونو ته هم ځي چې له امله یې د احتجاج کوونکو شمیر د پرون په پرتله کم دی.

د یکشنبې په شپه علي امین ګنډاپور او بشری بي بي له اصلي کاروان څخه جلا او د «برهان» په طرف تللي وو چې د ګډون کوونکو د خفګان سبب شو. د ګډون کوونکو په حواله په دې سفر کې دری ځله د امین ګنډاپور د نه مخکې کیدو له کبله فضاء یو څه ترخه شوې وه.

د پي ټي آی د یوه مشر شوکت یوسفزی په خبره پر کاروان د شدیدو ډزو(البته د اوښکي بهوونکي ګاز) له کبله کله چې یو شمیر وزیران شاته شول، نو د ګوند غړو هغو مخته ور ټیل وهل.

 اوسمهال په اصطلاح په لومړۍ کرښه کې د ګوند غړي ولاړ دي. له ډزو څخه د ځان ساتلو په خاطر یو شمیر مظاهره کوونکو له ځان سره د مالګې کڅوړې او د اوبو بوتلونه لیږدول. یو شمیر نور بیا وښو او بوټو ته په اور لګولو سره د اوښکي بهونکي ګاز د تاثیر کمولو کوښښ کوي.

په پنجاب کې هم وضعیت ناارامه دی

بل لور ته د پنجاب په ځينو سیمو کې د لږ وخت له پاره خنډونه لیري کړای شوي و چې بیرته لګول یې پيل شوي دي. په اسلامیه پوهنتون او پنجاب پوهنتون کې ازموېنې ځنډول شوي دي.

یو شمیر لویې لارې او د بسونو عمومي اډه نن هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د پنجاب په مختلفو برخو کې د ګوند د غړو د نیول کیدو او پر وړاندې یې د دوسیو جوړولو لړۍ روانه ده. په ټول ایالت کې انټرنټي خدمات ډیر سست دي او د موبایل ډیټا کار نه کوي. د کورنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې حکومت اسلام آباد ته له راتلونکي کاروان څخه هیڅ ډول ویره نه لري. هغه وویل چې د علي امین ګنډا پور په شان خلکو ملاتړ هیڅ څوک نه کوي.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

01:33

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب