1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د کازان د ډرون برید وروسته د غچ اعلان وکړ

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۲, یکشنبه

روسیه او اوکراین په تکراري توګه یو بل په هوايي بریدونو په نښه کوي. د دې تاوتریخوالي څرخ له دې امله دوام لري چې هر لوری د خپلو اهدافو لپاره د غچ اخیستلو هڅه کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې د روسيې د کازان ښار
د روسيې په کازان کې د اوسېدنې له يوې ودانۍ څخه لوگی راولاړيږيانځور: Oksana Sotnik/TASS/dpa/picture alliance

لکه څنګه چې اوس کرملین څرګنده کړې ده، روسیه غواړي چې پر کازان د اوکراين تر ډرون بريدونو وروسته اوس غچ اخیستل غواړي.

د روسیې د میلیونونو وګړو ښار کازان باندې د اوکراین له لوري د ډرون تر برید وروسته، د کرملین مشر ولادیمیر پوتین د کیف پر وړاندې د غچ اخیستلو ګواښ وکړ. هغه د یوې تلویزیوني وینا پر مهال وویل: "هر هغه څوک چې هڅه وکړي زموږ په هېواد کې څه تباه کړي، د دې څو چنده تاوان سره به مخ شي او پښېماني به وکړي چې زموږ په هېواد کې یې څه کړي."

پلټونکي: د روسیې يو لوړ پوړی جنرال په مسکو کې وژل سوی

د شنبې (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۱مه) په سهار، شپږ اوکرایني ډرونونه د کازان په استوګنیزو سیمو کې ولګېدل او بل ډرون یو صنعتي ځای ته رسېدلی و. د رسمي معلوماتو له مخې، په برید کې کوم کسان ژوبل شوي نه دي خو رسنیو راپور ورکړی چې درې کسان د ویشتل شوو کړکیو د ښيښو د ټوټو د لګېدلو له امله ټپيان شوي دي.

کازان د اوکراین له پولو څخه له ۱۰۰۰ کیلومترو څخه ډېر واټن لري. سره له دې چې اوکراین تر دې دمه په رسمي توګه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، دا برید د کیف پر وړاندې د روسیې د توغندیز برید په ځواب کې ګڼل کېږي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل