1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: روسیه به په اوکراین کې خپل جنګي اهداف ترلاسه کوي

۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کوي چې د اړتیا په صورت کې به هیواد یې له نظامي ابزارو څخه په استفادې سره په اوکراین کې خپلو اهدافو ته لاس رسی پيدا کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
پوتین وایي ترجیج ورکوي چې د اوکراین مسئله د خبرو اترو له لارې حل شيانځور: Russian President Press Office/TASS/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (دسمبر میاشتې ۱۷) ویلي دي چې مسکو به په اوکراین کې خپل اهداف «بې له شکه» ترلاسه کوي، په کوم کې چې هغه سیمې هم شاملې دي چې روسیه یې خپلي ګڼي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې که سیال هیواد او بهرني ملاتړې یې له «معنا لرونکو خبرو اترو» څخه انکار وکړي، نو روسیه به دغه سیمې په پوځي ځواک سره هم ترلاسه کړي.

ولسمشر پوتین په مسکو کې د دغه هیواد د دفاع وزارت له یو شمیر چارواکو سره د ملاقات پر مهال وویل: «د ځانګړو پوځي عملیاتو اهداف به په یقیني ډول ترلاسه کړای شي. موږ ترجیح ورکوو چې دا کار د دیپلوماسۍ له لارې وشي، خو که داسې ونه شول، نو له نظامي سرچینو څخه به کار واخستل شي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب