1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

پوتين وايي هند ته به د تيلو ليږد «بې له خنډه» جاري وساتي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ آذر ۱۴, جمعه

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، ويلي دي چې روسيه چمتو ده هند ته د تیلو «ليږد بې له خنډه» جاري وساتي. پوتين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې امريکا پر هند فشار واردوي چې له روسیې څخه تېل ونه پيري.

د هند لومړی وزیر نريندر مودي د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتين سره په نوي ډيلي کې
ولسمشر پوتين چې هند په دوه ورځني رسمي سفر تللی له دغه هېواد سره یې د يو شمیر تړونو د لاسليکولو خبره وکړه.انځور: Adnan Abidi/REUTERS

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، چې دمګړۍ په هند کې دی، له لومړي وزير نريندر مودي، سره د ملاقات پر وخت ويلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی چې هند ته د تیلو ليږد ته دوام ورکړی.

نوموړي په دې اړه زياته کړې: «موږ چمتو يو د هند په چټکه توګه مخ پر ودې اقتصاد له پاره د تیلو ليږد پرته له خنډه جاري وساتو.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په اګست میاشت کې دې ته په اشارې سره چې هند د روسیې څخه د تيلو پېرېدو ته دوام ورکړی، پر زياترو هندي محصولاتو باندې ۵۰ سلنه تعرفې وضع کړې. واشنګټن استدلال کوي چې روسیه د دغو تیلو له درکه ترلاسه شوې ګټه د اوکراین د جګړې د تمويل له پاره کاروي.

مودي، په دې ترڅ کې له پوتین، څخه «د هند په اړه د هغه له نه ماتيدونکې ژمنتيا» له کبله مننه وکړه او ویې ويل چې «د انرژۍ تضمين د هند او روسیې د مشارکت يوه پياوړې او مهمه ستنه ده.»

خو مودي، په داسې حال کې چې اتومي انرژۍ ته یې اشاره کوله، د تیلو په اړه یې هیڅ ځانګړې حواله ور نه کړه.

هغه پوتين، ته «زما د دوست» خطاب وکړ او د مسکو او نوي ډيلي د اوږدو اړيکو ستاينه یې وکړه.

اړونده موضوع: امریکا: د هند له خوا د روسیې د تیلو پیرل د نه منلو وړ دي

مودي، پوتين، ته ترهغه وروسته چې چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري فرصتونو، روغتيا، بار وړولو او کيميا په اړه يو شمیر تړونونه وکړل، وويل: «موږ تر ۲۰۳۰م کال پورې د اقتصادي همکارۍ پر يوه پروګرام توافق کړی.»

نوموړي زياته کړه: «دا کار دا خبره ډاډمنوي چې زموږ سوداګري او پانګونې متنوع، متوازنې او پايداره دي.»

«امنيتي اړيکو ته نوې بڼه ورکول»

دواړو هېوادونو په دې ترڅ کې خپلو امنيتي اړيکو ته د نوې بڼې د ورکولو خبره وکړه. دا په داسې حال کې ده چي هند په دې برخه کې پر ځان د بسيا کيدو په هڅه کې دی.

د دواړو مشرانو له خوا په جاري کړل شوې يوه ګډه اعلاميه کې په دې اړه ويل شوي: «پر ځان د بسيا کیدو د هند هلو ځلو ته په کتلو سره دمګړۍ دا مشارکت پر ګډو څيړنو، پراختيا او همدا راز پرمختللو دفاعي پلټفارمونو پر جوړولو متمرکز دی.»

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟

02:23

This browser does not support the video element.

د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله ولسمشر پوتين، چې پرون چهارشنبه د هند په يوه دوه ورځني سفر نوي ډيلي ته رسیدلی وو، له لومړي وزير نريندر مودي، سره یې په خبرو اترو کې نوموړي ته د اوکراين د جګړې په اړه معلومات ورکړي دي.

اړونده موضوع: له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی

پوتين، زياته کړې چې په دې ملاقات کې یې په اوکراين کې د ممکنه جوړجاړي په اړه له امريکا سره د کريملن د خبرو اترو په اړه هم جزيات وړاندې کړي دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله مودي په دې ترڅ کې ويلي دي، کله چې په اوکراين کې د روسیې د روانې جګړې په اړه خبره کيږي نو «هند بې طرفه نه دی.»

نوموړي زياته کړې: «هند يو دريځ خپل کړی او هغه د سولې له پاره دريځ دی.»

مودي همدا راز د روسیې – هند د ۲۳ سرمشریزې د خبرو پرانيستو پر وخت پوتين، ته وويل: «موږ د سولې د هرې هڅې ملاتړ کوو او موږ د سولې له پاره له پیل شوي هر نوښت سره اوږه په اوږه ولاړ يو.»

پوتين، هم په دې ترڅ کې د دې شخړې د حل کولو په برخه کې د مودي له «پاملرنې او هڅو» څخه مننه وکړه.

هند ته په رسېدو سره له ولسمشر ولاديمير پوتين، څخه تود هرکلی وشو او نوموړي په نوي ډيلي کې د ښه راغلاست په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د هند جمهوررئيسې درپادي مورمو، هم پکې ګډون درلود.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب