1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين له ترهګرۍ سره په مبارزه کي طالبان متحدين ګڼي

۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعه

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین، ويلي دي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته «د ترهګرۍ ضد جګړه کې د متحدينو په سترګه» ګوري.

ولاديمير پوتين په قزاقستان کې
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: Sergei Guneyev/POOL/TASS/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جولای ۴ نېټه) په قزاقستان کې د شنګهای د همکارۍ سازمان (اس سي او) د غونډې په پای کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړې.

نوموړي وويل: «موږ بايد دا ومنو چې طالبان په دغه هېواد کې واک په لاس کې لري. او په دې ترتيب طالبان طبعي ده چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې زموږ متحدين دی، ځکه د هر هېواد حکومت په هغه هېواد کې ثبات ته ليوالتيا لري چې واک پکې لري.»

طالبان له کلونو راهېسې د داعش د افغانستان او مرکزي آسيا له څانګې (ISPK) سره په مبارزه بوخت دی. په مارچ میاشت کې د دغه ډلې جنګيالو مسکو ته څېرمه د کنسرت پر يوه سالون بريد وکړ او تر ۱۴۰ ډېر کسان یې ووژل. دا په تقریباً دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی بريد وو.

«په افغانستان کې باثباته وضعيت ته د طالبانو ليوالتيا»

پوتين روښانه کړه چې طالبانو «يو شمير مسئوليتونه پر غاړه اخيستي دي»، خو اوس هم ستونزې موجودې دي چې په دوامداره توګه په هېواد کې دننه او د نړيوالې ټولنې توجو یې ځانته راګرځولې ده.

روسیې هم د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر تر اوسه د طالبان حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

نوموړي زياته کړه: «زه مطمئن يم چې طالبان هم په افغانستان کې باثباته وضعيت ته ليوال دي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د مسکو او افغانستان اړيکي چې پر دغه هيواد د شوروي اتحاد د اشغال له کبله پيچلی تاريخ لري، بیرته قوي شوي دي.

خو روسیې هم د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر تر اوسه د طالبان حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

د شنګهای د همکارۍ سازمان په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو جوړه شوې وه، د پاکستان لومړي وزير، د روسیې، چين، ترکیې، قزاقستان، کرغیزستان، تاجيکستان او د سپينې روسیې ولسمشرانو ګډون کړی وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب