د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين »د قربانيانو له کورنيو سره« همدردي څرګنده کړې ده. په دې ترڅ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د الوتکې لويدو په پېښه کې چې پريګوژين پکې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، د خپل هېواد ښکېلتيا رد کړې ده.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت هم د راکټ په واسطه د الوتکې د ويشتل کېدو کوم شواهد نه دي موندلي. پوتين په تلويزيون کې خپرېدونکې يوې وينا کې پريګوژين داسې »سړی چې سرنوشت يې پېچلی، چې په خپل ژوند کې يې سخت اشتباهات کړي دي، خو لازمې پايلې يې لاس ته وروړې دي« بللی دی.پریګوژین: د پرځولو اراده مو نه لرله، هدف مو د واګنر ځواک ساتل وو
د الوتکې لويدو په پېښه کې د اجيرو ډلې واګنر مړه شوو غړو د پوتين په خبره د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ مياشتې راهيسې په اوکراين کې د جګړې په برخه کې »مهمه ونډه« لرلې ده چې د الوتکې د پېښې په هکله پلټنې به »تر پايه پورې« دوام ولري.
د پوتين په خبره »موږ به ووينو چې پلټونکي په نژدې راتلونکي کې څه وايي. تحقيقات روان دي، هم تخنيکي او هم جنيتيک تحقيقات« چې دغه چاره به »يو څه وخت« په بر کې ونيسي. د کرملين مشر دا هم وويل چې پريګوژين د الوتکې د حادثې په ورځ »له افريقا څخه راستون شوی وو«. الوتکه يې د چهارشنبې ورځې په ماښام د توير په سيمه کې کوشنکينو ښار ته څېرمه ولوېده.
له ناورينو څخه د حفاظت د وزارت په خبره له لسو تنو څخه چې په طياره کې سپاره ول، يو هم ژوندی پاته نه شو. د روسيې د هوايي چلند ادارې روساوياتسيا دا هم تائيد کړه چې پريګوژين په دغه طياره کې له مسکو څخه د سان پېټرزبورګ پر لار وو. خو چارواکو د واګنر د مشر يوګني پريګوژين مرګ لا په رسمي توګه تائید کړی نه دی، ځکه چې موندل شوي جسدونه لا پېژندل شوي نه دي.واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي
د روساوياتسيا د څرګندونو له مخې د مړو له ډلې څخه يو هم ښايي د پريګوژين نژدې همکار، دميتري اوتکين وي.
په واشنګټن کې د پېنتاګون وياند، پېټ رايدر په دې ترڅ کې ويلي دي چې د متحده آيالاتو پوځ »هيڅ داسې معلومات نه لري چې ګوندې له ځمکې هوا ته توغندی دې د طيارې د لويدو سبب شوی وي.« رايدر زياته کړه چې د الوتکې د لويدو دليل ورته معلوم نه دی، خو داسې ښکاري چې »هغه (پريګوژين) ښايي وژل شوی وي.«
د چچنيا واکمن او د پوتين نژدې متحد، رمضان قديروف په تلګرام کې پريګوژین يو »اوسپنيز کس« وباله چې شکنمه مړينه يې »د ټول دولت له پاره لويه ضايعه« ده.
په جون مياشت کې تر لنډمهاله بغاوت مخکي د واګنر ډلې په اوکراين کې د روسيې په جګړه کې مهم نقش لاره. خو په ورته وخت کې پريګوژين د پوځ له مشرتابه سره مخالفت هم ښکاره کړ.
د جون مياشتي پر ۲۳مه نېټه د واګنر اجيرانو د روسيې په جنوب کې پوځي تاسيسات اشغال کړل چې بيا يې د مسکو پر لور مارش پيل کړ. دغه بغاوت يو څو ساعته وروسته پای ته ورسېد، خو له کبله يې پريګوژين د ولسمشر پوتين قدرت تر سوال لاندې راوست.
د اوکراين په جګړه کې د ناهيليو او ویجاړۍ شيبې
د انځورونو ګالري: په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین اوسیدونکي د ورځني ژوند شيبې په اضطراب او ناهیلیو کې تيروي.
انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په کيف کې يوه سپين سرې ښځه د خپل کور له ماتې کړکۍ څخه بهر ته ګوري. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې که جګړه ۱۲ میاشتې دوام وکړي د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي ښایي له فقر سره مخامخ شي. که داسې وشي، اوکراين له اقتصادي پلوه کابو دوه لسيزې شاته ځي.
انځور: Thomas Peter/REUTERSد لوږې له کبله له مرګ څخه تيښته
د اوکراين دويم ستر ښار خارکيف، کې لوږي ځپلي خلک د سالتيوکا په سیمه کې پر يوه پلورنځي هجوم وروړی دی. د خارکيف، چرنيهيف، سومي او د اوکراين په شمال شرق کې اوختیرکا وضعيت متزلزل دی. د دغه ښار خلک په پرله پسې ډول د توغندیو او هوايي بریدونو لاندې ژوند کوي.
انځور: Andrea Carrubba/AA/picture allianceد ویجاړیو په ترڅ کې د آرامۍ يوه شيبه
په کيف کې د اطفايې کارکونکې، يوې ښځې ته چې د روسي ځواکونو په بمبارۍ کې يې اپارتمان ويجاړ شوي تسلي ورکوي. دغه ښځه د نورو ډيرو کسانو په څير له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوې، چې کورونه یې د روسيې د ادعا برخلاف چې ويلي وو پر غير نظامي خلکو بريدونه نه کوي، په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. هره ورځ يو شيمر ملکي وګړي وژل کيږي، ټپيان کيږي او کورونه يې پر کنډوالو اوړي.
انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په خارکيف کې تر ځمکې لاندې زيږنتون کې يوه مور خپل ماشوم په غيږ کي نيسي. ښایي ډیر وخت میندواره میرمنې په دغه ډول سرپناوو کې ماشومان وزیږوي. ډیری روغتونونه د روسي بمباریو په ترڅ کې په نښه شوي دي. حتی په ماریوپول کې د ماشومانو یو روغتون بمبار شوی چې د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راپارولي.
انځور: Vitaliy Gnidyi/REUTERSپه دهلیز کې د ټپیانو درملنه
د اوکراین په ماریوپول ښار کې ټپیان د یوه روغتون په دهلیزونو کې بستر شوي دي. د دې بندري ښار وضعیت، چې روسیه یې د کنټرول ادعا کوي، ویجاړونکی دی. د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په محاصره شوي ښار کې هم وضعیت همداسې دی. د اوکراین حکومت په دې لټه کې دی چې د محاصره شویو ښارونو اوسیدونکو ته خواړه او درمل ورسوي.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture allianceد دونیڅک په سیمه کې د وولنوواخا ښار چې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دی، اوسیدونکي یې له څه مودې راهیسې بشري مرستې ترلاسه کوي. د اوکراین په ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمې د سختو جګړو ډګر دی. د روسیې او د اوکراین د بېلتون غوښتونکو له خوا ورکول کیدونکي خبرونه کې ادعا کیږي چې روسي ځواکونو په سیمه کې نور ځایونه نیولې دي.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERSد اوکراین په لوېدیځ ښار لویف کې د یوې کورنۍ غړي په خاموشۍ سره د وژل شویو سرتېرو له پاره د ماتم مراسم تر سره کوي. په دغه ښار کې د روسیې په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ په وینا د فبرورۍ له ۲۴مه د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د مستند شوو ملکي وګړو شمېر له ۷۰۰ څخه زیات دی. په دغه ډله کې ۴۲ ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي.
انځور: Vincenzo Circosta/ ZUMAPRESS/picture allianceپه کیف کې يو تن کارکونکې له یوه پلورنځي څخه کثافات لرې کوي چې، د روسیې د توپچي برید وروسته یوازې کنډوالې پاتې دي. د ودانيو ترڅنګ داسې بريښي چې له کییف څخه هیلې هم کوچیدلي دي. کله به بیا دا پلورنځی پرانستل شي؟ آیا کیف ته به بیا ورځنی ژورند راوګرځي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول اوسیدونکي له ځانه کوي.
انځور: Mykhaylo Palinchak/ZUMAPRESS/picture alliance