قطر: نړۍ دې اسرائيل ته سزا ورکړي
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه
د قطر صدراعظم، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۴مه) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د «ډبل سټنډرډونو» يا په اصطلاح له «يو بام دوې هواوو» څخه دې لاس واخلي او اسرائیل دې د هغه د کړنو لپاره مسؤل وبولي. نوموړي دا خبرې د یوې بېړنۍ سرمشریزې د جوړېدو په درشل کې وکړې چې د دوحې په خاوره کې د حماس د غړو پر وړاندې د اسرائیل د بې ساري برید له امله رابلل شوې ده.
دغه هم ولولئ: قطر به په دوحه کې د اسرائیل برید ته څه ډول غبرگون وښيي؟
دغه يو مرګونی برید چې د امریکا د یوه متحد لخوا د بل متحد په خاوره کې ترسره شو ، له پراخو نیوکو سره مخ شو. په دغو نيوکو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غندنه هم شامله وه. خو ټرمپ سره له دې خپل د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائيل سره د امريکا د ملاتړ د څرګندولو لپاره اسرائيل ته واستاوه.
د دوشنبې بېړنۍ غونډه به د خليجي هېوادونو څخه د عربي او اسلامي مشرانو د یووالي څرګند ننداره وي او په اسرائیل به نور فشار زیات کړي. اسرائيل هغه هيواد دی چې له مخکې څخه د جګړې او د غزې د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنو سره مخ دی.
«نړیواله ټولنه دې له ډبل سټنډرډونو کار اخیستل بند کړي»
د قطر صدراعظم، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د یکشنبې په ورځ د تیارۍ نيولو په غونډې کې وویل: «اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه له ډبل سټنډرډونو کار اخیستل بند کړي او اسرائیل ته د ټولو هغو جنایتونو لپاره چې ترسره کړي یې دي، سزا ورکړي.» هغه زیاته کړه چې په غزه کې د اسرائیل «د نسل وژنې جګړه» نشي بريالۍ کېدلای.
نوموړي زياته کړه: «هغه څه چې اسرائیل ته د دوام جرئت ورکوي، د نړیوالې ټولنې چوپتیا او د حساب غوښتلو ناتواني ده.»
د دوشنبې د ورځې په سرمشریزه کې د يو شمېر مسلمان هيوادونو د مشرانو د ګډون تمه کېږي. په دغو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شامل دي. په دې ترڅ کې د فلسطینانو د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس هم د یکشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان چې د هېواد عملي واکمن دی، په غونډه کې به ګډون وکړي که نه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، وویل چې د دوشنبې په غونډه کې به «د قطر پر دولت د اسرائیلي برید د مسودې پر پرېکړه لیک» بحث وشي.
«د اسرائيل مهارول»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، د یکشنبې په ورځ د الجزیره رسنۍ ته وویل چې د اسرائیل د چلند موضوع «نور یوازې د فلسطین او اسرائیل ستونزه نه ده.»
هغه زیاته کړه: «تر ټولو لویه ستونزه دا مهال په سیمه کې د اسرائیل د پراختیا غوښتنه ده. عربي او اسلامي هېوادونه باید سره راټول شي او د دې نوې پېژندل شوې ستونزې پر بنسټ یو حل ومومي.»
دغه هم ولولئ: د امنيت شورا په قطر کې پر حماس باندې د اسرائيل د بريد په هکله مشوره کوي
د هارورډ د منځني ختیځ د ټولنې غړې، الهام فاخرو وویل چې تمه لري خلیجي هېوادونه به «په غونډه کې له واشنګټن څخه وغواړي چې اسرائیل مهار کړي.»
هغې زیاته کړه: «هغوی به همدارنګه د امریکا د امنیت لا قوي تضمینونه وغواړي، ځکه چې د اسرائیل کړنو ښودلې چې اوسني ډاډونه ناکافي دي او د امریکا باور یې د امنیتي شریک په توګه زیانمن کړی دی.»
د پاریس د ساینسي پوهنتون (Sciences Po) د منځني ختیځ د علومو استاد، کریم بطر وویل چې دغه غونډه د عربي او اسلامي مشرانو لپاره «ازموینه» ده، ځکه د هغوی ډېری وګړي د «زوړ سټایل اعلامیو» څخه ستړي شوي دي.
امریکا ته هم یو مهم پیغام
نوموړي زياته کړه: «نن ورځ خلک تمه لري چې دغه هېوادونه... یوازې اسرائیل ته نه بلکې امریکا ته هم یو مهم پیغام واستوي چې وخت راغلی چې نړیواله ټولنه اسرائیل ته د بې قید او شرط ملاتړ ورکول بند کړي.»
قطر د سیمې د تر ټولو لویې امریکایي پوځي اډې کوربه دی او د امریکا او مصر تر څنګ د اسرائیل او حماس جګړه کې د منځګړيتوب مهم رول لوبوي.
شیخ محمد د جمعې په ورځ د امریکا په سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره ماښامنی درلود.
د حماس د سیاسي دفتر غړي، باسم نعیم وویل چې دغه غورځنګ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په مياشته کې يې پر اسرائیل د برید په ترڅ کې د غزې جګړه پیل کړه، هیله لري سرمشریزه به «یو پرېکنده او متحد عربي اسلامي دریځ» رامنځته کړي.