1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر يو ځل بيا له کابله چارتر پروازونه پيل کړي دي

۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

د قطر يوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه هيواد له کابل څخه دوحې ته چارتر پروازونه يو ځل بيا پېل کړي دي. په دې ترڅ کې لومړی چارتر پرواز د چهار شنبې په ورځ دوحې ته رسېدلی دی.

Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د يوې سرچينې په حواله د قطر هوایي شرکت دغه لومړی پرواز د امريکا متحده ایالاتو له خوا چارتر شوی وو او د چهار شنبې په ورځ له کابل څخه دوحې ته رسېدلی دی. په دې چارتر الوتکه کې ۲۲۷ ملکيان سپاره ول چې امريکايي اتباع، د ګرين کارډ درلودونکي او د هغوی د کورنيو غړي پکې شامل ول.

سرچينې زياته کړې ده چې قطر دغه ملکي الوتنې له طالبانو سره تر «پراخو خبرو اترو» وروسته پېل کړې.

يوې بلې سرچینې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه هيواد د دسمبر مياشتی په سر کې د تخلیې پروازونه له طالبانو سره د دې پر سر تر شخړې وروسته چې کومو مسافر ته د پرواز اجازه ورکړل شي، درولي ول.

يوې ديپلوماتيکې سرچينې ويلي دي چې په دې اړه اندېښنې راپيدا شوې وې چې «ځينو فرصت طلبو مسافرو» له کابل څخه تر دوحې دغه پروازونو کې چې یوازې د ملکيانو د تخلیې له پاره په نظر کې نيول شوي ول، د سفر اراده لرله.

سرچينې: ترکیه او قطر د کابل هوايي دګر پر سر توافق ته رسيدلي

د قطر هوایي شرکت د سپتمبر مياشتې له پای څخه د دسمبر مياشتي تر لومړيو ورځو پورې د کابل او دوحې تر منځ کابو هره اوونۍ يو يا دوه چارتر پروازونه لرل.

د قطر دا پروازونه په داسې حال کې بيرته پيليږي چې د قطر واکمن شيخ تميم بن حماد الثاني د جنورۍ پر ۳۱ نېټه د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر جو بايدن سره ملاقات ته چمتووالی نيسي.

امريکا ته د شيخ تمیم د سفر هدف له متحدينو سره د قطر د اړيکو لا پراخول دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راايستلو او تخلیې تر پروسې وروسته قوي شوي دي.

قطر او ترکیې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د کابل د نړيوال هوايي ډګر د مديريت چارې پر غاړه اخيستو په اړه خبرې اترې چټکې کړي دي. د کابل هوايي ډګر په وچه کې د راګير هيواد افغانستان له پاره له نړۍ سره د هوا له لارې د اړیکو تر ټولو مهم تړونی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)