د فرانسې خبري آژانس په دغه خبر کي همدارنګه راغلي دي چي تراوسه پوري لا «د تخنیکي همکارۍ په باب قاطع تفاهم نه دی رامنځته سوی او د قطر دغه تخنیکران د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته تللي دي.»
امریکايي پوځ خپل وروستي عسکر تیره دوشنبه د افغانستان څخه وایستله او طالبانو د کابل هوايي میدان هم په خپل کنټرول کي واخیست.
د خلیج هیواد قطر له طالبانو سره ښه مناسبات لري او د دوی او نړيوالي ټولني تر منځ یې په خبرو کي مرکزي رول لرلی دی.
د الوتکو جوړولو صنعت په خپل تاریخ کي ډیري لوی مسافري او باروړونکي طیارې اسمان ته پورته کړي دي. په دغه رپوټ کي به د نړۍ تر ټولو غټي طیارې په انځورونو کي وګوری:
انځور: AFP/Stratolaunch Systems Corpددغي شپږ ماشینه باروړونکي طیارې اوږدوالی ۱۱۷ متره، بر یې ۷۳ متره او ارتفاع یې ۱۵ متره ده. دغه طیاره کولای سي ۲۲۶ ټنه بار انتقال او تر ۱۸۵۲ کیلومتره پوري فاصله طی کړي.
انځور: AFP/Stratolaunch Systems Corpد ام ریجا (Mrija) انتونوف شپږ ماشینه باروړونکي طیارې د وزرونو اوږدوالی ۸۸ متره او ۴۰ سانتي متره دی، د بدنې قطر یې ۸۴ متره او ارتفاع یې ۱۸ متره او ۲۰ سانتي متره ده. دغي طیارې ډیري بین المللي جایزې وړي دي. هغې په ۲۰۰۴ م کال کي د پراګ څخه تاشکند ته د پایپونو د تجهیزاتو ۲۴۷ ټنه وزن انتقال کړ.
انځور: picture-alliance/dpaد ایربس د طیارو جوړولو شرکت دغه تر ټولو لویه طیاره د مسافر وړونکو شرکتونو په اختیار کي ورغله. د دغي طیارې د وزرونو اوږدوالی ۷۹متره او ۸۰ سانتي متره دی، د بدنې قطر یې ۷۲ متره او ۸۰ سانتي متره او ارتفاع یې ۲۴ متره او ۱۰ سانتي متره ده. هغه چي ۱۴۸۰۰ کیلومتره فاصله طی کولای سي، د غیر اقتصادي والي په سبب یې تولید متوقف سو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambariniدغه طیاره په خپلو وزرونو کي څلور ماشینونه لري. د دغي طیارې د وزرو د څوکو ترمنځ فاصله ۷۳ متره او ۳۰ سانتي متره ته رسیږي. د بدنې قطر یې ۶۹ متره او ارتفاع یې ۲۱ متره ده. د دغي انتوف ۱۲۴ طیارې لمړی پرواز په ۱۹۸۲ م کال کي تر سره سو.
انځور: APبوئینگ ۷۴۷–۸ د دنیا یوه تر ټولو لویه تجارتي طیاره ده، چي په امریکا کي جوړیږي. په ۷۶ متره او ۳۰ سانتي متره سره هغه د جهان یوه تر ټولو لویه مسافر وړونکې طیاره هم ده. په ۹۱۷ کیلومتره سرعت سره هغه په ساعت کي ۱۴۸۰۰ کیلومتره فاصله طی کولای سي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probstلاکهید سی-۵ گالکسی د امریکا متحده ایالاتو په هوايي قواوو کي د نړی یوه تر ټولو لویه نظامي طیاره ده. هغه په ۸۳۳ کیلومتره سرعت سره په ساعت کي ۹۷۲۳ کیلومتره فاصله طی کولای او ۶۰ ټنه بار انتقالولای سي. د دغي طیارې د وزرونو اوږدوالی ۶۷ متره، د بدنې قطر یې ۷۵ متره او ارتفاع یې ۲۰ متره ده.
انځور: picture-alliance/dpa/ITAR-TASS/M. Lystsevaدغه طیاره د ایربس طیارې جوړولو کمپنۍ لخوا طرحه او جوړه سوې ده. د دغي طیارې څخه د لویو طیارو د تجهیزاتو د انتقالولو پخاطر استفاده کیږي. د هغې لمړنی پرواز د ۲۰۱۷ م کال په جون کي تر سره سو. د دغي طیارې اوږدوالی ۵۶ متره ته رسیږي او د وزرونو اوږدوالی یې ۴۴متره او ۸۰ سانتي متره دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. hoppeد دغي طیارې څخه ټولي نړۍ ته یوازي د ۷۸۷ بویینګ طیارې د تجهیزاتو او اجزاوو د انتقال پخاطر د بویینګ د مونتاژ په مرکزونو کي استفاده کیږي. په هغې کي، چي ۱۸۴۰ متره مکعب تجهیزات ځاییږي، د دنیا یوه تر ټولو لویه طیاره ده. د دغي طیارې د وزرونو اوږدوالی ۶۴ متره او د بدنې قطر یې ۷۱ متره دی.
انځور: picture alliance / AP Photoهیوز اچ-۴ هرکولس د کښتی انتقالولو یوه ستراتیژیکي طیاره ده، چي د هیوز شرکت لخوا جوړه سوې ده. دغي طیارې په ۱۹۴۷ م کال کي فقط یو پرواز تر سره او بیا یې بله هیڅ تولید نسوه.
انځور: Mary Evans Picture Library/picture alliance په ۱۹۴۹ م کال کي د بریتانوي طیارې جوړولو شرکت برابازون (Brabazon) طیارې لمړی امتحاني پرواز په ۱۹۵۳ م کال کي تر سره سو او تر هغه وروسته متوقف او بله طیاره یې جوړه نکړه. د هغه د ماشینانو کمزوري او په جهاني بازارونو کي لږ فرمایشات ددې سبب سول، چي شرکت خپل کار متوقف او ورشکسته سي.
انځور: Mary Evans Picture Library/picture-alliance د ایرو سپېس کمپنۍ د مسافر وړونکي طیارې لمړنی پرواز په ۱۹۷۴ م کال کي تر سره او تر هغه وروسته د ناسا په خدمت کي راغله. دغه طیاره د ۲۳ ټنو بار د انتقال قابلیت لري او ۳۲۱۹ کیلومتره فاصله طی کولای سي.
انځور: Imago/UPI Photo