د جنسي لږکيو د منلو دغه امر د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۰مه) د آلمان د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې ته ورکول کيږي. دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه ورځ مخکې يعنې د جمعې په ورځ وکړه.آلمان غواړي د «جنسي اقليت» تر ۸۰ زيات افغان فعالان ومني
کوير په جنسي اقليتونو پورې تړلو هغو د بل جنس خوښوونکو کسانو ته ويل کيږي يا هغه چا ته چې دوديز دوه جنسيتي وېش نه مني يا نور ټولنيز او جنسي معيارونه ورپورې صدق نه کوي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر وويل چې »موږ غواړو له کوير کډوالو څخه لا ښه حفاظت وکړو.«پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه
نوموړې زياته کړه چې هيڅ څوک بايد مجبوره نه کړل شي چې يو خطرناک دوه ګونی ژوند مخ ته پوځي. فيزر دا هم وويل چې »هيڅ څوک بايد د فشار احساس ونه لري څو خپله جنسي لېوالتيا يا جنسيتي هويت پټ کړي د دې له پاره چې له مجازاتو او ځورونې څخه ځان وژغوري.«
آ./ن. ص./خ. ح.
مشهور همجنسبازه ستوري په انځورونو کي
د آلمان پارلمان هغه قانون تصويب کړ چي همجنسبازانو ته د رسمي واده حق ورکوي. دا چي کوم مشهور سندرغاړي، ايکټران او هندرمندان تر مخه لا د خپلو همجنسانو سره جوړه دي، په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ: انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd سر ايلتون جان او ډېويډ فرنيش دغه انځور مشهور سندرغاړی او موسيقي ږغوونکی سراېلتون جان (په عينکو کي) او د هغه اوږدمهال همجنس مېړه ډيويډ فرنيش ښيي. دغه انځور په ۲۰۰۵ کال هغه وخت اخيستل سوی کله چي دوی د بريتانيې په وينسور کي د هم جنسبازه رسمي جوړې په توګه ځان ثبت کړ. هغوی په ۲۰۱۴ کال بيا واده سره وکړ، کله چي به بريتانيا کي د همجنسبازانو د واده اړونده قانون جوړ سو. اېلتون جان ته د ملکې له خوا د سر لقب ورکول سوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis جوډي فوسټر او اليکساندرا هېډيسن جوډي فوسټر د هاليوود مشهوره ايکټره (انځور ښه لاس) ده چي د اوسکار جايزه يې هم ګټلې. هغې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ دوه زامن وزېږول چي پلار يې سيډني بېرنارد ؤ. د هغه وروسته چي فوسټر له بېرنارد څخه جلا سوه نو په ۲۰۱۳ کال رابرسېره سوه چي فوسټر د اليکساندرا هېډيسن په نوم عکاسي او ښځينه ايکټري سره د همجنسبازۍ ژوند پېل کړی.
انځور: Imago/ZUMA Press ريکي مارتين او خوان جوزېف د لاتيني امريکا مشهور سندرغاړی ريکي مارتين (انځور کيڼ اړخ) تر ۲۰۱۰ کال پوري له خپلو مينه والو دا خبره پټه کړې وه چي هغه همجنسباز دی. خو وروسته هغه خپل کوردي او سوريايي الاصله مېړه خوان جوزېف خلکو ته معرفي کړ. ريکي مارتين غواړي چي د خپل مېړه سره په رسمي توګه يو لوی واده په نژدې راتلونکي کي تجليل کړي.
انځور: Imago/ZUMA Press/A. Ruiz اېلې دې جينريس او پورتيا دې روسي ايلې دې جينريس (انځور ښه لاس) يوه مشهوره امريکايي ښځينه کاميدي جوړونکې او د تلويزيوني پروګرامونو کوربه ده. هغې په ۱۹۹۷ کال خپل کمينګ آوټ (د خپلې همجنسبازۍ ښکاره اعلان) وکړ. هغې په ۲۰۰۸ کال د آستراليايي ښځينه ايکټري پورتيا دي روسي سره واده وکړ چي مخکي هم زيات کلونه ورسره يوځای وه.
انځور: Getty Images/The People's Choice Awards/J. Kempin نايل پېټريک هاريس او ډېويډ برټکا نايل پېټريک (انځور ښه لاس) هغه مشهور د هاليوډ ايکټر دی چي د خپل مېړه ډېوډي برټکا سره يې خپل کوزدن پنځه کاله پټ ساتلی ؤ. خو کله چي په ۲۰۱۱ کال په نيويارک کي د همجنسبازانو ودونه قانوني سول، نو هغه خپل راز افشا کړ.
انځور: picture-alliance/dpa لاورن مورېلي او ساميرا ويلې د «اورنج اېز دي نيو بلېک» په نوم مشهور تلويزيوني پروګرام پر مخ بيونکې لاورن مورېلي (انځور کيڼ اړخ) د روان کال په مارچ مياشته کي د تلويزيوني پروګرامونو له پاره ليکونکي ساميرا ويلې سره واده وکړ.
انځور: Imago/Independent Photo Agency د فيشن د نړۍ مشهور ډيزاين جوړونکی مايکل کورس (انځور کيڼ لاس) په ۲۰۱۱ کال د خپل همکار او هم مسلک لانس لېپېر سره په نيويارک کي واده وکړ. دا د هغه وروسته چي په نيويارک کي د همجنسبازانو د واده کولو قانون جوړ سو.
انځور: Imago/Future Image سينتيا نيکسن او کيرستين ميرينوني د مشهور امريکايي سريال «سېکس اېنډ دي سيټي» ايکټره سينتيا نيکسن (انځور ښه اړخ) په ۲۰۰۹ کال د خپلي ښځينه ملګري کريستين ميرينوني سره خپل کوزدن اعلان کړ. هغوی به ۲۰۱۲ کال په نيويارک کي رسمي د همجنسبازو ښځو د جوړې په توګه واده وکړ.
انځور: Getty Images/Glashuette Orig/C. Bilan د هلکانو د مشهور موسيقي ګروپ «اېن ساينک» سندرغاړي لانس باس (انځور ښه اړخ) د خپل ميړه مايکل ترچين سره په ۲۰۱۵ کال د يو امريکايي تلويزيون په يوه ځانګړې خپرونه کي واده وکړ.
انځور: Imago/ZUMA Press/Admedia د آلماني تلويزيوني د خبرو اترو د مشهور پروګرام کوربه انه ويل (انځور کيڼ لاس) په ۲۰۰۷ کال له منلي ول چي د ليکوالې ميريام مېکل سره د همجنسبازۍ ژوند کوي. هغوی د ۲۰۱۶ کال د اګست په مياشت د همجنسبازۍ خپله جوړه په رسمي توګه په آلمان کي ثبت کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd