1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د «چینایي ویروس» کليمې پرضد ۲۳ میلیونه ډالري شکایت

۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبه

یوه چینایي- امریکایي مدني سازمان د ترمپ له خوا په پرله پسې ډول د «چینایي ویروس» کلیمې کارونې له امله شکایت کړی دی. د نوموړي سازمان په خبره له دې کلیمې څخه استفاده آسیایي اتباعو ته سپکاوی او د دوی پر ضد د کرکې خپرول دي.

USA Miami Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د «چینایي ټبره امریکایانو د مدني حقونو ائتلاف» په نامه سازمان تیره اونۍ د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پرضد خپل رسمي شکایت په نیویارک کې یوې محکمې ته سپارلی دی.

شپیګل انټرنټ پاڼې په خپل رپوټ کې د دغه شکایت علت د دونالد ترمپ له خوا په تکراري ډول د «چینایي ویروس» کلیمې کارول ښودل شوی دی.

په دې شکایت لیک کې راغلي دي چې د امریکا د پخواني ولسمشر له خوا د دې کلیمې کارول، عملاً کرکې خپرولو ته لمن وهل دي او د آسیایي الاصله وګړو پر ضد یي عمومي افکار تحریک کړي دي.

د مدني فعالانو دغې ډلې له دې کلیمې څخه استفاده د توکمیز چلند پر مبناء ګڼلې او دا یې د چینایي ټبره امریکایانو پر وړاندې توهین او سپکاوی بللی دی.

دونالد ترمپ مخکې له دې چې د کرونا ویروس منشا معلومه شي، د «چینایي ویروس» خبره کړې وه او د خپلې واکمنۍ د دورې تر پایه پورې یې دا کلیمه تکراروله.

په شکایت لیک کې راغلي دي: «له کلیمو څخه استفاده پایلې لري او په ځانګړي توګه که دغه کلیمې د هغو کسانو له خوا وکارول شي چې له نفوذ او قدرت څخه برخمن وي.»

همدارنګه په دې شکایت لیک کې راغلي دي چې ترمپ د دا ډول کلیمو په کارولو سره په دې هڅه کې وو چې آسیایي ټبره توکمونو ته سپکاوی وکړي او په دغه هیواد کې خپل نفوذ زیات کړي.

د دغه مدني سازمان له خوا غوښتل شوی تاوان ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره کیږي او په پام کې ده چې دغه پيسې به د آسیایي ټبره امریکایي اتباعو د تاریخ په اړه د یوه موزیم پر جوړولو ولګول شي.

سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې د امریکا په پرمختګ کې د مهاجرو نقش او ونډې ته هم په دې موزیم کې تبارز ورکړل شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب