د فرانسې د تالس شرکت سره په افغانستان کي د رادار د مستقلو دستګاوو د نصبیدو دغه قرارداد د ملکي هوانوردۍ د ادارې سره د ۱۱۲ ملیونو یورو په ارزښت امضأ سوی دی. په نظر کي دي، چي د رادار دغه دستګاوي به د افغانستان په ۱۲ برخو کي نصب سي.
د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، چي د دغو دستګاوو په نصبیدو سره د صفري نقطې څخه تر ۴۵ زره فوټه (۱۳۷۱۶ متره) پوري د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول زمینه مساعدیږي.
دا هم په داسي حال کي ده چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د دغه هیواد د هوايي میدانو د امنیت مسأله د ناټو د غړو هیوادو په منځ کي د بحث یوه مهمه موضوع ده.
د ناټو غړو هیوادو مشرانو موافقه کړې ده، چي د افغانستان څخه د بین المللي قواوو تر وتلو وروسته هم د کابل د هوايي میدان د ساتلو پخاطر خپل مالي ملاتړ ته ادمه ورکوي. ترکیه غواړي د کابل د هوايي میدان د امنیت د تأمین مسؤلیت پرغاړه واخلي.
د هوا له لاري سفر په نړۍ کي د واټن تناوونه ډېر رالنډ کړي دي. خو ځيني وختونه بیا مسافر وړونکي الوتکي له حادثو سره هم مخامخ کيږي. دلته هغه هوايي شرکتونه وپېژنئ چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې.
انځور: Wright Electric د هواين په نوم امريکايي شرکت له ۱۹۲۹م کال راهيسي پروازونه کوي. دغه شرکت د خونديتوب اړخ ته ډېر پام کوي. که څه هم چي دغه شرکت د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ ډېوالي سوی هم وو، خو هيڅکله يې د الوتکو حادثه نه ده لرلې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Garciaد ايزي جېت په نوم ارزان قيمته دغه بريتانوی هوايي شرکت په ۱۹۹۵م کال جوړ سو. د دغه شرکت الوتکو تر اوسه هيڅ حادثه نه ده درلودلې. د دغه هوايي شرکت د پروازونو په تړاو کومي لانجې هم نه دي رامنځ ته سوي.
انځور: Wright Electric د آيرلندي هوايي شرکت راين اير الوتکو ته هم تر اوسه کومه لويه حادثه نه ده ور پيښه سوې. يوازي په ۲۰۰۸ کال د دغه شرکت يوې الوتکې په روم کي اضطراري ناسته وکړه. د ناستې پر وخت د دغې الوتکي يوه ټاير ته تاوان ورسېد او له مځکي وموښته. خو مسافرو ته ضرر و نه رسېد.
انځور: APد ورجن اتلانتک، ورجن آستراليا او ورجن امريکا شرکتونه نه يوازي د خپل ځانګړي نوم (ورجن معنی باکره) له کبله مشهور دي، بلکي له دې کبله هم چي د نړۍ له ۲۰ تر ټولو خوندي هوايي شرکتونو څخه دي.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Faulknerد عربي اماراتو هوايي شرکت امارات له ۱۹۸۵م کال راهيسي پروازونه کوي خو په الوتنو کي يې هيڅکله وژونکې حادثه نه ده رامنځ ته سوې. يو ځل د دبی پر هوايي ډګر د دغه شرکت يوې الوتکي اور اخيستی وو. که څه هم چي په دغه الوتکه کي سپارليو ته هيڅ زيان نه واوښت، خو يو اور وژونکی ووژل سو.
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambariniاتحاد د منځني ختيځ يو بل هوايي شرکت دی چي په ښه خونديتوب مشهور دی. خو د دغه شرکت يوه الوتکې د فرانسې په يوه هوايي ډګر کي پر مځکه د امتحاني حرکت پر وخت د زيات سرأت له کبله له ديوال سره ټکر سوه. په دغه پيښه کي ۹ کسان ژوبل سول چي پکښي د ۴ کسانو ټپونه جدي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreiliقطر هوايي شرکت له ۲۰۰۴م کال راهيسي الوتنې کوي او د نړۍ يو له تر ټولو خوندي شرکتونو څخه بلل کيږي. خو دوه ځله د دغه شرکت الوتکو اور اخيستی. لومړی ځل په دوبی کي په ۲۰۰۷م کال او دويم ځل په ۲۰۱۷م کال په دوهه کي. خو په دغو حادثو کي هيچا ته تاوان و نه رسېد.
انځور: Airbus - photo by master films/ H. Goussé