1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزار- کابل - پېښور د اورګاډي د لار نقشه لاسلیک شوه

۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبه

افغانستان، پاکستان او ازبکستان د مراز شریف - کابل - پېښور ترمنځ د پټلۍ لارې نقشه لاسليک کړه. د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د دې لارې په جوړيدو به د افغانستان له لارې مرکزي آسيا د جنوبي آسيا سره د نښلولو ګډه هیله پوره شي.

Eisenbahnstrecke zwischen dem usbekischen Hairatan und Masar-i-Scharif
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن، چهارشنبه (د فیبرورۍ ۳ مه نيټه) وویل چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو د مزارشریف - کابل - پیښور ترمنځ د اورګاډي لارې نقشه تیره ورځ د ازبکستان په پلازمیې تاشکند کې لاسلیک کړه.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د دغې غونډې مشري يې کوله وویل چې دریو هیوادونو د دغې ګډې پروژې په عملي کیدو به سیمه کې نښلول شوې اړیکې لا ټینګې شي.

نوموړي وویل: «د پټلۍ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې تر څنګ د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت او د همکاریو د ډیرولو په معنی هم ده.»

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزیر سردار امورزاکوف په اوسني وخت کې دا يوه مهمه پروژه وګڼله او وویل دا پروژه کولی شي په منځۍ آسیا کې په پراخه کچه د اقتصادي پرمختګ لامل شي.

اړونده موضوع: افغانستان او ترکمنستان درې سترې اقتصادي پروژې پرانیستلې

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان اقتصادي سلاکار هم د دغې پروژې په اړه خپلو خبرو کې ویلي چې دا درې اړخیزه ناسته او د نقشې لاسلیک د د دې درې هیوادنو له پاره د سوداګرۍ د پرمختګ او د نظرونو د تبادلې له پاره ښه ګام دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې د دغې پټلۍ لار د کار د پیلیدو او لګښت په اړه څه نه دي راغلي خو په غونډه کې د یو شمیر  نړیوالو سازمانونو ،پرمختیایي اسلامي بانک، د اروپا د بیا رغونې بانک او نړیوال بانک استازو او دغه راز په ازبکستان کې د امریکا سفیر له دغې پروژې  ملاتړ اعلان کړ.

زموږ له آرشيف څخه:

د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

03:06

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب