1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د اورښتونو له وجې دريو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هېواد په شلو ولایتونو کې اورښتونو شاوخوا دیرش د هستوګنې کورونه هم ویجاړ کړي دي.

افغانستان| ننګرهار کې د سیلابونو زیانونه
انځور: Ismail Sirat

چارواکي وايي، د سختو اورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ او خوست ولایتونو کې درې کسان مړه شوي او یو ټپي دی.

د طالب چارواکو پر وینا روانو اورښتونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې ۲۴ کسان وژلي دي.

اړونده موضوع: ننګرهار کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه او ۲۵ ژوبل شوي

د طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته ویلي: «په دغو اورښتونو کې د ۳۰ کورونو په نیمه او بشپړه ډول د ویجاړېدو راپورونه رارسېدلي.»

رحیمي وايي، د هېواد په شلو ولایتونو کې لاهم اورښتونه دوام لري او تراوسه یې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ شاوخوا ۱۵ ځپل شویو کورنیو ته مرستې رسولې او د ویش لړۍ روانه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب