1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رواداري: طالبان په سیستماتیک ډول اسماعیلي مذهبه ځوروي

شمس الرحمن ناصر | پروانه علیزاده
۱۴۰۴ دی ۲, سه‌شنبه

د «روادارۍ» په نوم د بشري حقونو بنسټ د څیړنې له مخې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته، د اسماعیلیه مذهبي لږکۍ پر پيروانو تبعیضي او سازمان شوي محدودیتونه وضع کړي او د دوی د سیستماتیکې ځورونې مرتکب شوي دي.

آرشیف انځور: د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونه
مخکې تر دې ملګرو ملتونو ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې د دې ټولنې ۵۰ کسان په اجباري ډول د مذهب بدلونو ته اړ کړي ديانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو بنسټ په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې د اسماعیلیه شعیه ګانو پر وضعیت یوه څیړنه ترسره کړې ده.

نوموړي بنسټ د دې تحقیق اصلي هدف د تجربو مستند کول، د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو، عامه پوهاویاو د ټولنې د غړو له خوا تجربه شوو مشکلاتو او نقضونوته د رسیدګۍ له پاره د عدالت غوښتنې د هڅو ملاتړ بلل شوی دی.

د دې رپوټ موندنې ښیې چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته د اسماعلیه مذهب پیروانانو پر وړاندې د تبعیض او سیستماتیکې ځورونې مرتکب شوي دي. 

رپوټ زیاته کړې ده «د تیرو څلورو کلونو په جریان کې د افغانستان اسماعلیان نه یوازې په سیاسي، اداري او ټولنیزو برخو کې له مشارکت څخه په بشپړ ډول څنډې ته کړای شوي دي، بلکې په هدفمند ډول د دوی د مذهبي او کلتوري هویت د سرکوبه کولو له پاره اقدام شوی دی، هغه وضعیت چې په مستقیم ډول د دې ډلې پر امنیت، انساني کرامت او اساسي حقونو یې اغیز کړی دی».

د روان کال په جریان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څانګې هم رپوټ ورکړ چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د دې ټولنې ۵۰ کسان په اجباري ډول د مذهب بدلونو ته اړ کړي دي او هغو کسانو چې ډډه يې کړې ده، په مرګ ګواښل شوي او له فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې پر شعیه مذهبو خونړي بریدونو څوک کوي؟

28:30

This browser does not support the video element.

د روادارۍ بنسټ څیړنې ښیې چې د بدخشان ولایت په یو شمیر سیمو کې هغه کسان چې د طالبانو دیني مدرسونو ته یې د خپلو ماشومانو له استولو سره مخالفت کړی دی، په نقدي جریمې، شکنجې، مرګ او د دوی د کورونو او مالونو په سوزول کیدو ګواښ شوي دي.

د روادارۍ بنسټ وایي چې د دې څیړنې پایلو همدارنګه ښودلې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي تسلط وروسته اسماعیلیه ټولنه د بشري حقونو له جدي سرغړونو او سیستماتیک مذهبي ځورونې سره مخامخ شوې ده، هغه وضعیت چې «کیدای شي د بشریت پر وړاندې د جنایت مصداق» وبلل شي.

روادارۍ ویلي دي چې دغه څېړنه په افغانستان کې دننه او بهر د اسماعیلیه کورنیو د غړو، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعینو سره په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د مستقیمو مرکو پر بنسټ ترسره شوې ده. خو په مجموع کې د دې څېړنې زماني دوره د ۲۰۲۱م کال له اګست څخه د ۲۰۲۵م کال تر دسمبره پورې ده.

تر اوسه پورې طالبانو د روادارۍ بنسټ د دې رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب پیروانو دقیق شمیر نه دی معلوم، خو اکثره یې په بدخشان، بغلان او کابل ولایتونو کې ژوند کوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب