د المان صدراعظم اولاف شولڅ په بونډسټاګ (پارلمان) کې د عیسوي ګوندونو د مهاجرت قانون د مسودې له ناکامېدو وروسته، د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند د رایو د منلو له کبله د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) پر مشر فریدریش مرتڅ نیوکې وګړې.
شولڅ پر مرتڅ تور ولګاوه چې تابو یې مات کړ او د «المان له پاره بدیل» ګوند سره په همکارۍ کولو سره یې ریسک اخیستی دی.
شولڅ په آشافنبورګ کې د چاقو برید په هکله د توضیح په ورکولو سره وویل: «په داسې شیبو کې د دیموکراتیکو ګوندونو ترمنځ همکاري اړینه ده او باید هیواد متحد وساتل شي او نه دا چې هغه ټوټې، ټوټې کړای شي، نفاق واچول شي، او دا دقیق هغه کار و چې مرتڅ ترسره کړ.»
د المان په آشافنبورګ ښار کې یوه ۲۸ کلن افغان مهاجر د وړکتون د ماشومانو پر یوې ډلې برید وکړ. نوموړي په دغه برید کې یو دوه کلن ماشوم او یو سړی وواژل. دغې پيښې د المان په ټولنه او سیاسي ګوندونو کې پراخ بحثونه را وپارول.
د المان صدراعظم په راتلونکي کې له مرتڅ او مسیحي ګوندونو سره همکاري رد نه کړه، خو زیاته یې کړه هغه چلند چې مرتڅ خپل کړی دی د منلو وړ نه دی.
په بونډسټاګ کې د مهاجرت طرح د ماتې په اړه د مرتڅ غبرګون
د المان دوو محافظه پاله ګوندونو دیموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۳۱ نیټه) لویه ماته وخوړه. ځکه دغه دوه ګوندونه چې ځانونه یې منځ لارې بلل د «المان له پاره بدیل» ښي اړخي ګوند پر رایو یې تکیه کړې وه.
د آلمان د ۲۰۲۵م کال ټاکنې: صدراعظمۍ څوکۍ ته څوک کانديد دي؟
په آلمان کې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د کیدونکو عمومي ټاکنو تر مخه مخکښو ګوندونو د صدراعظم د څوکۍ له پاره د خپلو کانديدانو نومونه نهايي کړي دي. دا چې کوم ګوند څوک د نوماند په توګه غوره کړی، دلته یې کتلی شئ:
انځور: Carsten Koall/dpa/picture allianceاولاف شولڅ، سوسيال ديموکرات ګوند
د سوسيال ديموکرات ګوند څخه اولاف شولڅ، چې برحاله صدراعظم دی، پر ځان یې باور نه دی کم شوی. نوموړي خپل حقوقي شرکت درلود او بيا د څو لسیزو په اوږده سياسي سفر کې د هامبورګ د حکومتي څوکیو په ګډون په فدرالی کچه د کار او د خزانې د وزير په توګه یې دندې ترسره کړي او د آلمان د صدراعظم تر ټولو مهمې څوکۍ ته رسېدلی دی. خو هغه د عامه نظر پوښتنو په حواله په خلکو کې ډېر محبوبيت نه لري.
انځور: Carsten Koall/dpa/picture allianceفريډرش میرڅ، مسيحي ديموکرات ګوند
محافظه پال سياستوال فريدرش میرڅ، په تېرو پنځوسو کلونو کې د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره تر ټولو د ډېر عمر لرونکی کانديد دی. د آلمان د لوېديځ زاورلند سره تړاو لرونکی دا کاتوليک مذهبه او د کاروباري چارو وکيل په شخصي شرکتونو کې د دندې اوږده سابقه لري چې د شتمنيو د تنظيم په اړه د نړۍ د تر ټولو ستر شرکت بلېک روک سره یې دنده هم پکې شامله ده.
انځور: Ruffer/Caro/picture allianceهابيک د زرغون ګوند سره تړاو لرونکی سياستوال چې د يوه عوامي شخصيت په سترګه ورته کتل کيږي. نوموړی د خپلو سهوو منل هیڅ عيب نه ګڼي. نوموړی سیاست ته تر راتلو د مخه يو ليکوال او ترجمان وو.
انځور: appeler/dpa/picture allianceاليس واېډل، د آلمان له پاره بديل ګوند
په آلمان کې د ډېر ښی اړخه «آلمان له پاره بديل» يا اې اف ډي ګوند شريکې مشرې اليس واېډل، د اقتصاد په برخه کې دوکتورا لري. هغې په چين کې د دندې ترسره کولو سره سره زده کړې هم کړي د يورو او ناټو په اړه تل شکونه لري. واېډل د پاروونکو او د مهاجرو پر ضد د تندو بیانيو له پاره شهرت لري.
انځور: Bernd Elmenthaler/Geisler-Fotopress/picture allianceکرستيان ليندرنر، لیبرال ديموکرات ګوند
د آلمان د خزانې پخواني وزیر کرستيان لېندرنر، د سياسي علمونو په برخه کې لوړې زده کړې کړي، د سوداګریزو اعلاناتو د خپل کوچني شرکت بنسټ یې ايښی او د آلمان د هوايي ځواک د ذخیرې يو افسر هم دی. هغه د ۳۴ کلونو په عمر د خپل ليبرال ديموکرات ګوند مشر شو او تر اوسه یې مشري پر غاړه لري.
انځور: Hannes P Albert/dpa/picture allianceزارا واګن کنیخت، بي اس دبليو
واګن کنيخت، د کیڼ اړخه ګوند يوه پخوانۍ مخکښه غړې وه. هغه تل په بحثونو کې د میلمنې په توګه ګډون کوي او د پاپوليستي بيانیو هنر یې زده دی. هغه د محافظه پال ټولنیز او د کیڼ اړخه اقتصادي سیاست ترڅنګ د کډوالو مخالف دريځونو څخه هم ملاتړ کوي. د نوموړې د «اليینس زارا واګن کنيخت» په نامه ګوند په بشپړه توګه د هغې تر کنترول دی.
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture allianceژان فان آکن، کيڼ اړخه ګوند
فان آکن، په لوېديځ آلمان کې زيږېدلی او د بيولوژي په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړي له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي وسلو د څارونکي په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د آلمان په بندستاګ يا پارلمان کې د کيڼ اړخه ګوند استازی وو. هغه د دې ګوند شريک مشر هم وو او په راتلونکو ټاکنو کې به د خپل ګوند له پاره مبارزه وکړي.
انځور: Axel Heimken/dpa/picture-alliance فریدریش مرتس، د دې ماتې د مسئولیت یوه برخه پر حاکم ائتلاف او ازاد دیموکرات FDP ګوندونو ور اچولې ده.
مرتڅ د خپلې وړاندیز کړې طرحې د ماتې په اړه وویل: «که د حاکم ائتلاف ګوندنو لږ تر لږه زمونږ د وړاندیز یوه برخه منلې وای، نن به مو په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړای وای.»
مرتڅ په ازاد دیمکرات ګوند کې د مختلفو مخالفتونو نقش ته هم اشاره وکړله او ویې ویل چې دغو مخالفتونو د مسودې له ماتې سره مرسته کړې ده.
د ټولو الماني ګوندونو غبرګون
د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند په بونډسټاګ کې د مهاجرت محدودولو قانون د طرح ردیدل د فریدریش مرتڅ له پاره یوه لویه ماته وبلله.
د زرغون ګوند نوماند روبرت هابک، د مهاجرت قانون طرحې د تصویب له پاره د مرتڅ چلند «د ډارولو له پاره هڅه» وبلله او ویې ویل چې مرتڅ له AfD سره د همکارۍ نه کولو خپله ژمنه ماته کړه او له ډارولو څخه یې په سیاست کې د ابزارو په توګه استفاده کړې ده.
د المان کیڼ اړخي ګوند هم د رای اچونې پایله مثبته ارزولې ده. د المان د پارلماني ټاکنو له پاره د کیڼ اړخي ګوند اصلي نوماند هایډي رایشینک، وویل چې د کیڼ اړخي ګوند له رایو پرته، د مهاجرت د مسودې ردول ناممکن و.
له AfD سره د همکارۍ پر ضد د المان په ښارونو کې مظاهرې
د هامبورګ، منهایم، مګدیبورګ، شټوټګارټ او کولن په ګډون د المان په مختلفو ښارونو کې د جمعې په ورځ په لسګونو سره کسان سړکونو ته را ووتل او د «المان له پاره بدیل» ښي اړخي ګوند سره د همکارۍ پر ضد یې مظاهرې وکړې.
د پولیسو د رپوټ پر بنسټ یوازې په هامبورګ ښار کې تر ۲۵ زرو ډیر کسان سړکونو ته را وتلي ول.
ټاکل شوې ده چې نن د شنبې (د فیبرورۍ لومړۍ نیټه) په ورځ به هم د المان په څو ښارونو کې د دغې طرحې د تصویب په اړه له ښي اړخي افراطي ګوند سره د همکارۍ پر وړاندې مظاهرې وشي.
آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟