1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ایران: د سیستان بلوچستان پر محکمې د جیش العدل برید

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس، رویټرز
۱۴۰۴ مرداد ۴, شنبه

د شنبې په سهار(د جولای ۲۶) وسله والو کسانو د سیستان بلوچستان ولایت د محکمې پر ودانۍ برید وکړ. په دې برید کې د محکمې یو شمیر کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. جیش العدل د دې برید مسئولیت منلی دی.

Iran Justiz Symbolbild
د ایران د قضایه قوې د لوګو یو نمونیي انځورانځور: Ilna/Mehdi Nasiri

د رویټرز خبري آژانس د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د محکمې پر ودانۍ د وسله وال برید خبر ورکړی دی. ایراني رسنیو او بلوچ خبري سرچینو هم د دې حملې د پراخو ابعادو خبر ورکړی دی.

په سیستان بلوچستان ولایت کې فعالې رسنیزې ډلې «حال وش» د شنبې (د جولای میاشتې ۲۶ نیټه) په سهار رپوټ ورکړ چې څو دقیقې وړاندې وسله والو کسانو په دغه ولایت کې د زاهدان ښار په آزادۍ سړک کې واقع د محکمې پر ودانۍ برید کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې وسله وال کسان ودانۍ ته له داخلیدو وروسته مستقیماً د قاضیانو خونې ته ور ننوتلي دي. د عیني شاهدانو په وینا د دې برید په جریان کې د محکمې کارمندانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ایران دولتي تلویزون ویلي چې په دې پيښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د لومړنیو رپوټونو په حواله، بریدکوونکو د قاضیانو د مختلفونو دفترونو او خونو پر لور هجوم ورکړی او ډزې یې کړي دي.

جیش العدل د برید مسئولیت منلی دی

حال ویش لیکلي دي چې جیش العدل د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیستان بلوچستان ولایت په زاهدان ښار کې د دغه برید مسئولیت منلی دی او له دې برید څخه یې د «بازوی عدالت» یا عدالت مټ په توګه یادونه کړې ده.

زمونږ له آرشیف څخه په ایران کې د جیش العدل ډلې د جنګیالیو یو انځورانځور: edaalatnews.blogspot.de

سپاه پاسداران ته اړوند خبري آژانس تسنیم لیکلي دي چې پر عدلیې دغه برید «جیش الظلم ترهګریزې ډلګۍ» له خوا ترسره شوی دی.

جیش العدلد سني بلوچانو یوه ډله ده چې د دوی په خپله وینا د بلوچانو د حقونو او سني بندیانو د ازادولو له پاره مبارزه کوي.

ایران جیش العدل «یوه سني مذهبه، بیلتون غوښتونکې او ترهګره» ډله بولي.

ایران په تیرو میاشتو کې ډیر شمیر د اهل سنت عقیدې درلودونکي بلوچ او ترکمن بندیان اعدام کړل.

جیش العدل د امریکا متحده ایالاتو د ترهګریزو ډلو په فهرست کې هم شامل دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب