په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد تر عملیاتو وروسته په پېښور او نورو سیمو کې روغتونونه له افغان ناروغانو خالي شوي دي. هلته ډاکټران وايي، د افغان ناروغانو په شمېر کې تر نیمايي زیات کمښت راغلی او هغه شخصي او دولتي روغتونونه چې زیاتره مراجعین به یې افغانان وو، اوس پکې د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېږي. خدای نور ناصر یې جزييات راکوي.