1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي منل شوي مهاجر اروپا ته د تگ په تمه دي

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

د روان کال په لومړيو نهو میاشتو کې يونان ته د تازه رسيدلو مهاجرو شمير ډير لږ وو. دغه خبره د يونان د کډوالو د چارو وزارت کړې ده چې په وینا يې د تيرکال په پرتله سږکال د مهاجرو په شمير کې ۷۳ سلنه کمښت راغلی دی.

Griechenland Lesbos | Kara Tepe
انځور: Henning Goll/DW

د آلمان خبري آژانس په حواله، د يونان د کډوالو د چارو وزير، نوتيس میتاراکيس د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۲مه) وويل چې د روان کال له پيل نه د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې دغه هیواد ته ټول ټال ۱۲۳۰۰ مهاجر رسيدلي دي.

وزير زياته کړې چې د تيرکال په همدې موده کې نژدې ۴۵ زره مهاجر د يونان خاورې ته داخل شوي وو چې هغه د هغې په پرتله سږکال په دغې شمیره کې ۷۳ سلنه کموالی راغلی دی.

ميتاراکيس په عين وخت کې دا هم وويل چې منل شوو او رد شوو پناه غوښتنو په شمیر کې هم ۸۲ سلنه زياتوالی راغلی دی. حاضر دمه ۳۱۵۰ تنه منل شوي مهاجر اروپايي هيوادونو ته د انتقال ته د انتظار په حال کې دي.

د یونان صدراعظم، کریاکوس ميتسوتاکيس چې د تیرکال په جولای کې کله چې د صدراعظمۍ څوکې ته ورسيد، ژمنه يې کړې وه چې د مهاجرو د مخنيوي په موخه به يې د هیواد پر پولو کنټرول ډير کړي.

په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرو پر مخ د پولو په تړلو سره په يونان کې د بند پاتې شوو مهاجرو شمیر لوړ شوانځور: Henning Goll/DW

د روان کال په جريان کې د يونان پوليس د هغو مهاجرو سره ونښتل چې هڅه ېې کوله د ترکيې له سرحده د يونان خاورې ته داخل شي. همدا ډول د یونان ساحلي ساتونکو هم د سمندر له لارو د مهاجرو د مخنیوي په موخه خپلې ګروپي ګزمې پيل کړې.

د يونان صدراعظم له دې نه علاوه د مهاجرو د پناه غوښتنې بهير هم چټک کړ. خو د دې ټولو سره سره، سږکال د کرونا وبا هم د مهاجرتونو بهیر په ټکني کولو کې رول درولود.

يونان او په ځانګړې توګه ترکيې ته يې نژدې ټاپوګان او همدارنګه د بالکان ځمکنۍ لار، د ۲۰۱۵م کال راپدېخوا اروپا ته د مهاجرتونو لارې ګرځيدلي دي. د آسيايي هيوادونو، افريقا او منځني ختيځ څخه اکثره مهاجر چې غواړي ځانونه د اروپايي اتحاديې شتمنو هيوادونو ته ورسوي، له همدغو لارو اروپا ته قاچاقي سفرونه کوي.

په ۲۰۱۶م کال کې يو شمیر اروپايي هيوادونو د مهاجرو پر مخ خپلې پولې وتړلې، تر هغه وروسته په يونان کې د بند پاتې شوو مهاجرو شمیر لوړ شو.

له ۲۰۱۵م کال راهيسي په زرونو مهاجر اروپا ته مهاجرتونو پر مهال مړه شوي هم دي چې ډیری يې په مديترانې سمندر کې د ډوبيدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب