1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرو د راتګ د مخنيوي نوي لارې چارې

۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د کرونا وبا پر وخت د يونان او ترکيې سرحدي ځواکونو يو شمير داسې نوي ديجيتالي خنډونه تجربه کړل څو یې په مرسته د ترکیې او يونان له لارې د اروپايي ټولنې سيمو ته د کډوالو د غیر قانوني راتګ مخه ونيولی شي.

Bruch des Flüchtlingsdeals 2020 | Eskalation an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: Bülent Kilic/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې د کرونا وبا له لږېدو سره اروپا ته د مسافرو د تګ راتګ لړۍ بیرته پېل شوې ده او ډېر خلک اروپا ته د سفر په انتظار ناست دي، اروپايي هيوادونه کډوالو ته جدي او کلک پېغام ورکړی چې د اروپا سفر ته دې زړه نه ښه کوي.

په تېرو څو کلونو کې د ترکیې او يونان پر سرحدونو د مهاجرو ډېرښت د دغو هيوادونو سرحدي پوليس دې ته اړ کړي چې د مهاجرو د هجوم د مخنيوي په موخه کلک اقدامات وکړي.  خو د کرونا وبا له کبله هم اروپا ته د راتلونکو مهاجرو شمير ډېر کم شوی دی.

د کرونا وبا پر وخت د يونان او ترکيې سرحدي ځواکونو داسې نوي ديجيتالي خنډونه تجربه کړل څو یې په مرسته د ترکیې او يونان له لارې د اروپايي ټولنې سيمو ته د کډوالو د غیر قانوني راتګ مخه ونيولی شي.

 نوي اقدامات

يونان له ترکیې سره کابو ۲۰۰ کيلومتره اوږده پوله لري. د کرونا پر وخت پر دې سرحد د مهاجر ازدهام نسبتاً کم وو. له دې فرصت څخه په استفادې سره د یونان سرحدي پوليسو د ترکیې پر پوله يوه زري لارۍ او يوه داسې «صوتي يا غږيزه آله» نصب کړې چې تر لېرې واټن پورې کار کوي. دا صوتي آله د يوه کوچني تلویزيون په اندازه ده خو غږ یې د يوې الوتکې د انجن په اندازه دی.

دا او يو شمير نورې آلې د هغو مهاجرو د مخې نيولې په موخه کارول کيږي چې د اروپايي ټولنې پولې ته د داخليدو هڅه کوي.

د ترکيې او يونان پولهانځور: Bülent Kilic/AFP/Getty Images

يو نوی اوسپنیز ديوال بيخي هغه ته ورته چې په دې وروستيو کې د امريکا او مکسيکو په ګډه پوله جوړ شوی وو، دلته هم جوړ شوی دی څو د تیريدو نقطې نورې هم خوندي کړل شي.

له نزدې څخه د دې څارنې په موخه پر لوړو ټاورونو ډېر حساس سينسورونه او د شپې له خوا کار کوونکې کامرې هم نصب شوي دي.

د يونان چارواکو اسوشتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې له دې ټاورونو څخه راټول کړی شوي معلومات بيا استخباراتي کارپوهانو ته ليږدول کيږي چې هغوی یې بيا په دقيقه توګه ارزوي.

د اروپا د سرحدونو خوندي کول

اروپايي ټولنې د خپلو سرحدونو د ساتني او د مهاجرو د راتګ د مخنيوي په موخه درې میليارده یورو ځانګړې کړي دي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په ترڅ کې د اروپايي ټولنې پولو ته د ډېرو زياتو مهاجر له رسيدو څخه دې اتحادیې درس اخيستی دی او اوس یې د پولې پر کلکه څارنه د څو میليارده ډالرو مصرفولو پريکړه کړې ده.

هغه وخت له سوریې، عراق او افغانستان څخه په زرونو کسان د مهاجرو په توګه يونان او نورو اروپايي هيوادونو ته داخليدل.

له ترکیې څخه یونان ته د اخليدونکو کډوالو په مخ کې خنډونهانځور: Goktay Koraltan/Depo Photos/ABACAPRESS/picture alliance

خو د نويو اقداماتو له لارې به د مهاجرو حمل او نقل ژر معلوميږي او په سمندرونو کې د ګزمو له لارې په کښتيو کې د مهاجرو د راتګ مخه نيول د دې ګامونه اصلي هدف دی.

عصري تکنالوژي

د اروپا د مختلفو پوهنتونو کارپوهانو له شخصي شرکتونو سره په ګډه د راتلونکي له پاره د څار او «ارزونې تکنالوژۍ» يو سیسټم رامنځته کړی دی چې تر اوسه یې ځيني برخې د يونان پر پوله تجربه شوي دي.

دا سيسټم په اوبو، ځمکه، بحر او هوا کې د بې پېلوټه الوتکې د انځورونو او د لاس د ورغوي په اندازه سيکنر په مرسته د انسان د لاس د رګونو د نمونو د ثبتولو وړتيا هم لري. د بايو ميترک پيژندنې يوه کامره هم د سرحد په شا او خوا کې د پټو کسانو د موندنې له پاره کارول کيږي.

د هنګري، لاتويا او د اروپايي ټولنې د نورو شرقي هيوادونو په سرحدونه کې دا سيسټم تر آزموينې لاندې دی.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل