1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو فارمت ناسته؛ د طالبانو د رسميت پېژندې پر بهیر بحث

۱۴۰۳ مهر ۱۳, جمعه

افغانستان او د سيمې هېوادونه نن د روسيې په پلازمېنه کې د افغانستان په هکله د مسکو فارمت شپږم دور مشورتي غونډه لري. طالبانو دوې ورځې دمخه ويلي ول چې یو پلاوی ېې په دغه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شوی.

د افغانستان له پاره د مسکو فارمت پنځمه غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي
د طالبانو حکومت مخکې ويلي وو چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمت ناسته کې د ګډون له پاره مسکو ته روان شوی دیانځور: Yegor Aleyev/TASS/IMAGO

د مسکو فارمت په ناسته کې د روسيې، چین، ایران، ازبکستان، پاکستان، هندوستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو استازي برخه لري او د افغانستان په هکله به پکې خبرې وکړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزازت په خبره، په دغه ناسته کې به د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر پروسې او دغه راز په کابل کې د طالبانو حکومت او د سيمې هېوادونو تر منځ د همکاريو پر پراخولو بحثونه وشي. تمه ده چې د تړلو دروازو تر شا بحثونو وروسته به يوه ګډه اعلاميه خپره شي. 

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر دوهمه وويل چې په همدې موخه د دوی یو پلاوی مسکو ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حفیظ ضیا احمد، پر اکس شبکه ليکلي چې د «امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.»

د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند حمدالله فطرت، هېله وښوده چې د جمعې ورځ غونډه به د سيمې د امنیت او اقتصادي ثبات له پاره ګټوره وي. فطرت ټینګار وکړ چې له دا ډول ناستو څخه دې د سيمې هېوادونو تر منځ د اتصال او روابطو د تقويې له پاره استفاده وشي.

د افغانستان په هکله د مسکو فارمت مشورتې ناستې، یو سيمه ايز پلاتفورم دی چې د افغانستان پر ستونزو د خبرو اترو او د سيمه ایزې همکارۍ د ودې په موخه ایجاد شوی دی.

د سيمې هېوادونو له ۲۰۲۱م کال راهېسې چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي، د طالبانو له حکومت سره خپل تعامل ساتلی دی. خو تر اوسه هيڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېزندلی او سربېره پر دې دغه حکومت په ځانګړې توګه د افغان ښځو په تړاو د سختو قوانیو د اعلانولو په خاطر تر نیوکو لاندې دی.

(dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب