د آلمان زرغون ګوند او چپ ګوند د آلمان په ائتلافي حکومت کې د ګډونوالو مسيحي ګوندونو د کډوالۍ پر سیاست نیوکه کړې ده. دا د هغه وروسته چې له پولې څخه د پناه غوښتونکو د بېرته شړلو په اړه د آلمان يوې محکمې پرېکړه وکړه.
د زرغون ګوند مشر فېلیکس باناشزاک د «فونکه» رسنیزې ډلې ورځپاڼو ته وویل: «دا بې مسؤلیته او ډېر د اندېښنې وړ عمل دی چې تل هڅه کېږي د قانوني چوکاټ تر وروستي حده وازمایل شي او آن د قانون ماتولو امکان هم ومنل شي.»
د چپ ګوند مشر یان فان آکن، د ډوسلدورف د «راینیشنه پوست» ورځپاڼې ته وویل چې حکومت د دمګړی نافذو قوانينو پر ضد عمل کوي. هغه ويلي: «دا صرف د دې لپاره چې د داسې چا په تلاښ کې دي چې ورباندې پړه واړوي.»
دغه هم ولولئ: روسي چارواکي: بریانسک او کورسک سیمو کې دوه پلونه نړېدلې ۷ کسان وژل شوي
د برلین د اداري محکمې له خوا په څو بېړنیو قضیو کې، د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال او د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرېندت، له خوا د پناه غوښتونکو د سرحدونو له لارې بېرته شړل غیرقانوني اعلان شول. محکمې وویل چې پناه غوښتونکي باید پرته له دې چې د اروپایي اتحادیې د ډبلین پروسې پړاوونه بشپړ شي، بېرته ونه لېږل شي. د محکمې د دغه حکم له مخې باید لږترلږه دا وڅېړل شي چې د کوم اروپایي هېواد مسؤلیت دی چې د دوی د پناهغوښتنې قضیه وڅېړي.
په یادو قضیو کې درې تنه سومالیایان شامل ول چې په می میاشت کې په فرانکفورت اودر کې د فدرالي پولیسو له خوا نیول شوي او بېرته پولنډ ته لېږل شوي ول. دا د هغه باوجوده چې هغوی د پناهغوښتنې غوښتنه کړې وه.
دوبرېندت د دوشنبې (۲۰۲۵م کال د جون مياشتي دويمه) په ماښام وویل چې سره له دې چې محکمې پرېکړه کړې، دی به د بېرته شړلو پالیسي موقتا پر خپل حال پرېږدي. دغه سیاستوال د CSU ګوند غړی دی، او د CDU/CSU د انتخاباتي کمپاین پر مهال د پناهغوښتونکو د بېرته شړلو ژمنه یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه د می مياشتي پر ۷مه نېټه رسماً پلي کړه.
دغه هم ولولئ: د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړ
د زرغون ګوند مشر باناشزاک، پر اتحاد ګوندونو تور ولګاوه چې د صدراعظم فریدریش مېرڅ تر مشرتابه لاندې دوی هڅه کوي چې د قانوني پلوه ناسم هداياتو او سختو ویناوو له لارې خپل سیاست د «ټرمپ په سبک» تحمیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اروپا له لوري باید په ګډه د مهاجرت په سیاست کې «واقعي پرمختګونه» رامنځته شي. هغه د فونکه ورځپاڼو ته وويل: «هغه ګامونه چې اروپایي قانون تر پښو لاندې کوي، نه یواځې مرسته نه کوي، بلکې ګډوډي جوړوي».
د چپ ګوند مشر فان آکن، هم حکومت تورن کړ چې د مهاجرینو پر ضد «کرکه خپروي» هغه وویل: «پر ځای د دې چې د اصلي بحثونو پټولو له پاره په کمزورو خلکو بيه پرې کړي، حکومت باید نهایتاً د واقعي ستونزو حل کولو ته مخه کړي، لکه د (جګو)کرايو کنټرول، فعاله پانګوال سیاست او د شتمنیو مالیه باید عملي شي.»
له بوسنيا څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرت له خطرونه ډکه لاره
د پسرلي له پېل راهيسې نه يوازې د مهاجرو شمير چې د بالکان له لارې اروپا ته راځي، د ډېريدو په حال کې دی، بلکې تاوتريخوالي او په کروشيا کې د اروپايي اتحادیې له سرحده د مهاجرو غيرقانوني ستنولو لړۍ هم يو ځل بيا چټکه شوې ده. انځور: Dirk Planert د بوسنيا د لوېديځ د بېهاج ښار په شا او خوا کې په کنډوالو او خيمو کې په زرونه مهاجر اروپايي اتحادیې ته د اخليدو په انتظار دي. دې ځوانانو نارينه وو خپل سفر څو کاله پخوا له پاکستانه پېل کړی دی. اوس څو مياشتې کیږي چې له بوسنيا څخه د وتلو لاره نه لري. د دغه ځوان مهاجر [په انځور کې] د زامي غاښ التهابي شوی. اروپا ترې يوازې د څو کيلومترو په واټن کې ده.
انځور: Dirk Planert/DW له سرحده د تیريدو فصل ته انتظار د پسرلي په شروع کيدو سره هوا ګرمه شوې ده او په ورته وخت کې له سرحده د تیريدو هڅې هم پيلیږي. دغه ځوان تر اوسه تر شلو ډېر ځله اروپايي اتحادیې ته د داخليدو هڅه کړې ده. خو هغه هر ځل د اروپايي ټولنې د پوليسو له خوا نيول شوی او په غير قانوني توګه بيرته بوسنيا ته استول شوی دی. جامې او د شا بکس یې د يوې مرستندويه ټولنې له خوا ترلاسه کړې دي.
انځور: Dirk Planert/DW دمګړۍ د ليپا په مهاجر کمپ کې چې د استوګنې له سيمې شل کيلومتره لېرې پروت دی، د ۲۰۰ او ۳۰۰ په منځ کې نارينه ژوند کوي. زياترو مهاجرو د دې دوو نارينو په څېر، د ځان له پاره پخپله د ښار په شا او خوا يا ځنګله کې سرپناه برابره کړې ده. دا ځای سرحد ته ډېر نزدې دی. د ښځو، ماشومانو او کورنيو له پاره په ښار کې دننه يو کوچنی کمپ شتون لري.
انځور: Dirk Planert/DW د بوسنیا په لوېدیځ کې انساني بحران تر اوسه لا پای ته نه دی رسیدلی خو کنترول شوی دی. ډېر مهاجرو اوس ځانونه خپلو هدفونو يعني آلمان، فرانیسې او يا ايټاليا ته رسولي دي. په تيرو مياشتو کې د ژمي سړی هوا له پولې څخه تيريدل ناشوني کړي ول. ډېرو مهاجرو د سارايوو او صربستان په کمپونو کې د پسرلي انتظار کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DW د مرستندويه ټولنو او رضاکارانو مرسته له کلونو راهيسې په دې سيمو کې مهاجرو ته د رسېدګۍ او د هغوی د اړتيا د پوره کولو مسئوليت سيمه ایزو مرستندويه ټولنو او همدا راز له آلمان، اتریش، سويس او ايتاليا څخه رضاکارانو پر غاړه اخيستي دی. د «اس او اس – بیهاج» سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت جوړ شوی. دا ټولنه د مرستې رسولو له پاره بودجه د « Aachener Netzwerk» سازمان له خوا ترلاسه کوي.
انځور: Dirk Planert/DW مهاجرو ته د اړينو توکو رسول اندي جهيک د «اس او اس بېهاج» د مرستندويه ټولنې غړی دی. نوموړی هغه کنډوالې او کورونه چې مهاجر ترې د اروپا د سرحد پر لور د سفر په ترڅ کې په ځنګلونو کې د سرپناو په توګه کار اخلي، ښې پيژنی. هغه د خپل جيپ موټر سره سفر کوي او مهاجرو ته خواړه، جامې، اوبه او د رڼا وسایل رسوي.
انځور: Dirk Planert/DW اندي ۲۲ کلن دی او د «اس او اس بېهاج» ټولنې يو روزل شوی مرسته کوونکی دی. دی او نور همکاران یې د بوسنیا په لوېديځ کې د مهاجرو د ټپونو درملنه او د هغوی نورو روغتيايي ستونزو ته رسېدګي کوي. د بيړنيو پېښو له پاره هغوی يو امبولانس هم لري چې د آلمان د « Lautlos» په نوم خيريه موسسې له خوا یې ترلاسه کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DW د سهار پر څلورو بجو لومړۍ بيړنۍ پېښه د کرواشيا سرحد ته څېرمه د ليپا د کمپ کارکوونکو تماس نيولی دی چې دوه نارينه د چړو په بريد کې ټپيان شوي دي چې د يوه حالت د اندیښنې وړ دی. دوې دقيقې وروسته د اس او اس بېهاج ټولنې ډله د پېښې ځای ته روانيږي. د يوه ټپي ژوند چې د بدن په پاسنۍ برخه کې یې د چړې ضربه ليدلې، په خطر کې دی.
انځور: Dirk Planert/DW د روغتون عاجله برخه مرسته کوي د دويم ټپي زخمونه روغتون ته پر لاره تداوي کيږي. خو د سخت ټپي شوي کس ژوند يوازې په روغتون کې تر بيړنۍ ترملنې وورسته ژغورل کيدای شي. ډېر مهاجرين د تاوتريخوالي له ويرې نه غواړي د ليپا کمپ ته ولاړ شي. هغوی وایي چې د دغه کمپ د کټارو تر شا وهل ټکول د ورځني ژوند برخه ده.
انځور: Dirk Planert/DW د بوسنيا پوليس د دیپورت شويو کسانو اسناد ثبتوي په کرواشيا کې د اروپا د خارجي پولې څخه په څو کيلومترۍ کې، د مهاجرو د پښو نخښې. د بوسنيا سرحدي پولیس هم د خپلو ګزمو پر وخت په منظم ډول د مهاجرو د پلونو د نخښو سره مخ کیږي. هغوی د کروشيا د پوليسو له خوا په غير قانوني توګه د شړل شويو کسانو اسناد ثبتوي او چارواکو ته یې سپاري. دا چې بيا له دغو معلوماتو سره څه کيږي، دوی نه پوهیږي.
انځور: Dirk Planert/DW «زما تراوما، ما نور هم قوي کوي» د بوسنيا پوليس د مريضو يا ټپي مهاجرو د موندنې په صورت کې د اس او اس بېهاج ټولنې ته خبر ور کوي. دا کار په ځانګړي توګه په ژمي کې د مهاجرو ژوند ژغوري. د دې ټولنې مشر زلاتان کواچویچ پخپله هم د جګړې يو قرباني دی. نوموړي د ۱۵ کلنې په عمر د بوسنيا په جګړه کې د يوه لاسي بم په چاودنه کې خپله کيڼه پښه بایللې وه. زلاتان وايي: «زما تراوما ما نور هم قوي کوي.»
انځور: Dirk Planert/DW کوواچويچ ځيني وخت په مهاجرو پسې د لټون له پاره بې پېلوټه الوتکه کاروي. دا په دې معنا ده چې د غرونو په منځ کې په لا ډېره پراخه ساحه کې لټون وکړي. هغه وايي: «موږ هره ورځ په داسې خلکو پسې لټه کوو چې مرستو او رسېدګۍ ته اړتیا لري. د پسرلي په رسېدو سره هغوی يو ځل له سرحده د اوښتو هڅه کوي. ډېری یې نه پوهيږي چې له سرحد څخه د تېريدو هڅه د مرګ او ژوند لوبه کیدلی شي.»
انځور: Dirk Planert/DW