اروپايي اتحاديه غواړي د امامانو په روزنه کې نقش ولوبوي
۱۳۹۹ آبان ۲۰, سهشنبهد اروپایي اتحادیي د شورا مشر شارل میشل ویلي دي چې دغه اتحادیه غواړي چې په راتلونکي کې په اروپا کې د ملا امامانو د زده کړې په برخه کې مهم نقش ولري.
نوموړي وویل چې د اسلامي الهیاتو یو اروپایي انستیتوت کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي او «د زغم او آزاد فکر[د مخالف نظر پر وړاندې] پيغام ته د اروپا په کچه پراختیا ورکړي.»
نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي: «مونږ باید ډير ژر د کرکې د ایډیالوژۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې په اروپا کې د امامانو له پاره یو انستیتوت جوړ کړو.»
دغه اروپايي چارواکي د اتریش پلازمېنې ویانا ته سفر وکړ، څو هلته د تیرې اونۍ د پيښې چې د اسلامي افراطیت د انګیزې له مخې رامنځته شوې وه له قربانیانو سره وويني او خپله غمرازي ورسره څرګنده کړي. په دې برید کې یوه ۲۱ کلن ځوان مخکې تر دې چې د پولیسو له خوا وويشتل شو څلور تنه په ډزو ووژل. د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست.
مخکې تر دې یو شکمن افراطي مسلمان د فرانسې په نیس ښار کې په یوه کلیسا کې درې تنه په چاقو ووژل. همدارنګه یو بل تن افراطي په فرانسه کې د تاریخ د یوه ښوونکي سر پری کړ چې په اروپا کې د ډیرې غوسې او اندیښنې رامنځته کیدو سبب شو.
دغه ښوونکی د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته د بیان د آزادۍ د یوې بیلګې په توګه ښکاره کړی وو.
میشل وویل: «موږ ترهګریز ګواښونه د خپلو ارزښتونو له پاره یو جدي خطر بولو، هغه ارزښتونه چې د اروپا د رامنځته کولو پروژې اساس تشکیلوي.»
نوموړي زده کړه چې اروپایي اتحادیه باید د دیني افراطیت د مخنيوي په خاطر «قاطع» اوسي. د هغه په خبره قانون باید په هر ځای کې پر دیني احکامو لومړيتوب ولري.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص