1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمنیجر

نیجر: د وسله والو په برید کې لسګونه لمونځ کوونکي وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۳, سه‌شنبه

لسګونو لمونځ کوونکي د نیجر هیواد د یوه کلي د جومات مخته د ماښام لمونځ د ادا کولو له پاره را ټول شوي و چې وسله والو پرې برید وکړ او تر ۷۰ ډیر کسان یې ووژل. په دې سیمه کې یوه افراطي اسلامپاله ډله هم فعاله ده.

 د نیجر هیواد د یوه کلي جومات مخته لسګونو لمونځ کوونکي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي. آرشیف انځور
د نیجر هیواد د یوه کلي جومات مخته لسګونو لمونځ کوونکي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي. آرشیف انځورانځور: Boureima Hama/Getty Images

د کاتولیک خبري آژانس (KNA) د رپوټ پر بنسټ وسله والو کسانو د افریقا په لویدیځ کې پر یوه کلي برید کړی او تر ۷۰ ډیر کسان یې وژلي دي.

د دوشنبې (د جون میاشتې ۲۳ نیټه) په ماښام د فرانس نړیوالې راډیو (RFI) خبر ورکړی دی چې په دې پيښه کې تر ۲۰ ډیر نور کسان ټپیان شوي دي. نوموړي رسنۍ دغه خبر د سیمه ایزو سرچینو په حواله خپور کړی دی. البته دا خبر تر اوسه پورې په رسمي ډول نه دی تائید شوی.

د دغه رپوټ پر بنسټ برید د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې د نیجر هیواد په سویل لویدیځ کې د تیلابیري سیمې په مندا کلي کې شوی دی. د RFI رسنۍ د رپوټ پر اساس د شنبې په شپه ډېر نارينه د مندا کلي جومات مخته د ماسښتن لمانځه د ادا کولو له پاره را ټول شوي و چې وسله والو کسانو د شپې له تاریکۍ څخه په استفادې برید وکړ.

په مارچ میاشت کې هم دې ته ورته یو برید شوی و. همدا د تیلابیري سیمې په فمبیتا کلي کې وسله والو د لمانځه د ادا کولو پر مهال پر لمونځ کوونکي ډزې کړې وې او ۴۴ ملکي کسان یې وژلي و. د دې پيښې له کبله حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی و.

تیلابیري چې د دری ضلعي مثلث په شکل د نیجر، مالي او بورکینافاسو هیوادونو ترمنځ سیمه کې موقعیت لري، له  کلونو راهیسې پکې د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سیمه ایز ګروپونه بریدونه کوي.

تر اوسه پورې د مندا کلي د برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا چې له دې ساحلي سیمې څخه د بریدونو رپوټونه څو ورځې وروسته خپریږي، یو علت یې هم په کلیوالي سیمو کې د تلیفوني شبکو ویجاړیدل دي. اسلامیستي ډلې په هدفمند ډول ارتباطي زیربناوې ویجاړوي، څو له بهرنۍ نړۍ سره یې ارتباط پرې کړلی شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل