1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
مساواتایران

رپوټ: تېرکال په نړۍ کې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه وژل شوې

۱۴۰۴ آذر ۴, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې تېرکال په نړۍ کې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ وژل شوې ده. په دغه کال شاوخوا ۸۳ زره ښځې او نجونې په عمدي توګه وژل شوي چې تر ټولو ډېرې پېښې په افریقا کې ثبت شوي دي.

آرشیف - د ښځې لاس؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع، انساني قاچاق، ښځو سره تاوتریخوالی، د جنسي تیري او ورته مواردو نخښه
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې رپوټ چې په ۲۰۲۴م کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۳ زره ښځې په عمدي توګه وژل شوي ديانځور: Colourbox

د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۲۴م کال کې د ښځي وژنې موضوع په تړاو په خپل تازه رپوت کې په نړۍ کې د جنسيتي تاوتریخوالو یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کړی دی. دغه رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې له «نارنجي اوونۍ» سره هم مهاله د عامه افکارو پام یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوع ته اوښتی دی.

«نارنجي اوونۍ» له ښځو سره د تاوتریخوالي ضد یو جهاني کمپاین دی چې هر کال د نومبر پر ۲۵مه «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع نړیواله ورځ» پيلیږي او د دسمبر تر ۱۰مې (د بشري حقونو نړېواله ورځ) ادامه پیدا کوي.

په هرو لسو دقیقو کې د یوې ښځې وژنه

د ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) او د دغه سازمان د «ښځو بنسټ» د دوشنبې په ورځ د نومبر ۲۴مه یو ګډ رپوټ خپور کړ چې پکې په تېر مېلادي کال کې د ښځو قتلونه ته اشاره شوې ده.

نور ولولۍ: د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره: د افغان نجونو پر مخ بايد ښوونځي پرانیستل سي

 په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۴م کال کې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ د خپل مېړه او یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې ده.

دغه رپوټ چې د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د منع» ورځې په مناسبت خپور شوی، ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۳ زره ښځې په عمدي توګه وژل شوي دي.

«د ښځې وژنې» اصطلاح د ښځو یا نجونو هغو عمدي قتلونو ته اطلاق یا کارول کيږي چې د جنسیت او له ښځينه توب څخه د «نفرت» په دلیل، وژل کیږي. د ملګرو ملتونو سازمان ارقام ښيي چې د دغو قتلونو ۶۰ سلنه کې قاتل د قرباني د کورنۍ یو غړی یا ېې مېړه دی. په داسې حال کې چې په نارینه قتلونو کې یوازې ۱۱ سلنه ېې د خپلوانو له خوا شوي دي.

نور ولولۍ: م.م: طالبان باید د ښځو پر وړاندي ځپونکی سیاست پای ته ورسوي

افریقا په ۲۰۲۴م کال کې د ښځې وژنې د ۲۲زره او ۶۰۰ پېښو په درلودولو په لومړي ځای کې قرار لري چې ورپسې آسیا د ښځو د قتلونو ۱۷۴۰۰، اروپا ۲۱۰۰ او اوقیانوسیه قاره ۳۰۰ مورده لري.

په کورونیو کې د ښځو وژنې

د ښځو په کورنیو قتلونو کې هم افریقا د نړۍ په سطحه په لومړي ځای کې ده چې د هرو ۱۰۰زره ښځو پر سر ۳ دا ډول قرباني لري. په اروپا کې دا ارقام په تر ټولو ټيټ حد کې یعنې د هر ۱۰۰زره ښځو او نجونو پر سر پنځه په لسم سلنه دی.

د یادو دوو بنسټونو د تېرکال رپوټ مطابق، په ۲۰۲۳م ميلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۸۵ زره ښځې او نجونې له تاوتریخوالو سره په تړلو جرمونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي وو. له دې ډلې ۵۱ زره او ۱۰۰ يې د خپلوانو او یا هم د خپلو مېړونو له خوا وژل شوې وې.

نور ولولۍ:  د ښځو نړيواله ورځ؛ «طالبانو پر موږ ژوند حرام کړی دی»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه جنسیتي وضعیت د ښځو پر وړاندې د «ژور دود شوي تاوترخوالي» واضحه نخښه بولي، هغه تاوتریخوالی چې په اکثرو هېوادونو کې ساختاري ابعاد لري چې تر ډېره د قانوني، فرهنګي او ټولنیزو قوانینو له خوا تقویت یا حتی توجیه کیږي.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو نشراتي آژانس «هرانا» هم په خپل کلني رپوټ کې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالو ته اشاره کړې ده.

د دغه رپوټ پر اساس، تېرکال په ایران کې له ۱۱۰ ډېرې ښځې او نجونې د کورنیو تاوتریخوالو په نتیجه کې په قتل رسېدلې دي. په قربانيانو کې له ۵ کلنو ماشومانو نېولې تر ۲۳ کلنې ځوانې ښځې شاملي دي. د قتلونو عمده عوامل کورني اختلافات، دوامداره شخړې، د ننګ او ناموس په نوم انګیزې، له اجباري ودونو سره مخالفتونه یا د طلاق غوښتنې ښودل شوي دي.

دغه قتلونه په مختلفو شیو، له وسلو نېولې تر سوځولو پورې شوي دي چې په کورونو کې د شدید تاوتریخوالي موجودیت او پر کورنیو چارو د کنټرول لرل ښيي.

د طالبانو د امر بالمعروف صلاحیتونه او واک تر کومې کچې دی؟

07:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب