1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې تړانګه کې د امریکایې ډرونونو د څار ماموریت

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آبان ۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو پوځ خپل بې پیلوټه الوتکې د غزې تړانګې په فضا کې په ماموریت ګمارلي دي. ویل کیږي چې دې اقدام د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د څار یا نظارت په موخه صورت نیولی دی.

آرشیف انځور:     امریکایي درونونه د غزې تړانګې د نظارت په ماموریت کې
آرشیف انځور: امریکایي درونونه د غزې تړانګې د نظارت په ماموریت کېانځور: Tsgt. Emerson Nunez/Us Air/ZUMA Wire/IMAGO

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اسرائیل او متحده ایالاتو د پوځي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د اسرائیلیانو په خوښه په غزې تړانګه کې د میداني فعالیتونو انځورونه اخلي.

دغه بې پيلوټه الوتکې د اسرائیل په سویل کې د امریکا متحده ایالاتو د همغږۍ مرکز د فعالیتونو ملاتړ کوي چې د تیرې اونۍ راهیسې د بشردوستانه ضرورتونو او اوربند مراعتولو نظارت کوي.

په ورته وخت کې رپوټونه وایي چې امریکایي لوری ترجیح ورکوي چې د اسرائیل پر معلوماتو د تکیه کولو پر ځای د وضعیت د ارزونې له پاره د خپلو بې پيلوټه الوتکو په وسیله له اخیستل کیدونکو ویډیوګانو یا انځورونو څخه استفاده وکړي.

په داسې حال کې چې د غزې جګړه د زیاتیدو په حال کې ده، د اسرائیل او امریکا د حکومتونو ترمنځ په پرله پسې ډول اختلافات رامنځته شوي دي. د متحده ایالاتو دفاع وزارت او د اسرائیل پوځ هیڅ یوه یې د نیویارک ټایمز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د غزې تړانګه د اسرائیل د هوایي بریدونو په پایله کې په کنډوالو بدل شوی دیانځور: Abdel Kareem Hana/AP Photo/dpa/picture alliance

په ورته وخت کې په غیر رسمي ډول ویل کیږي چې د اسرائیل حکومتي چارواکو له بې پيلوټه الوتکو څخه استفاده نسبتاً غیر معمول ګڼي.

سربیره پر دې په روانه اونۍ کې د متحده ایالاتو د حکومتي منابعو په نقل ویل شوي چې هغوي شک لري چې اسرائیل دې د اوربند ټولو موافقو ته درناوی وکړي.

یوه پخواني امریکایی دیپلومات د بې پيلوټه الوتکو د ماموریت په اړه یو څه واضح خبرې کړې دي. د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت پر مهال په اسرائیل کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني سفیر دانیل بی شاپیرو، دغې ورځپاڼې ته وویل: «دا د متحده ایالاتو د څارنې یوه خورا مداخله کوونکې نسخه ده، په هغه جبهه کې چې اسرائیل یې یو فعال ګواښ بولي.»

نوموړي زیاته کړه: «که د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل ترمنځ بشپړ شفافیت او اعتماد شتون درلودلې، نو دې کار ته اړتیا نه وه، خو څرګنده ده چې امریکا غواړي د هر ډول سوء تفاهم احتمال لمنځه یوسي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب