1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر رسنیو باندي لا ډېر محدودیتونه وضع کړل

۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو پر فعالیتونو باندي د طالبانو له خوا پر نوو محدودیتونو انتقاد وکړ. د دغه مرکز په خبره، طالبانو پر خپلو قوانینو او پالیسو باندي انتقادونه او همدرانگه د ژوندیو خپرونو خپریدل منع کړل.

په کابل کې د مېرمنو د حقونو لپاره د احتجاج يوه منظره
آرشیف: طالبانو پر رسنیو نوي محدویتونه وضع کړلانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې وینا په خپرولو سره ویلي دي چي طالبانو رسنيو ته د لارښوونو نوي مقررات د رسنیو په اختیار کي ورکړي او ویلي یې دي چی پس له دې «د ژوندۍ خپرونې او د رسنیو له خوا د دغې ډلې پر پالیسۍ او قوانینو باندي انتقاد منع» دی. په دغو مقرراتو کي راغلي دي چي رسنۍ اجازه نه لري چی په رسنیزو بحثونو کي«نه تائید سوي مېلمانه» دعوت کړي.

د خبریالانو  په وینا کي راغلي دي:«دغه مقررات د آزادو رسنیو د لا کمزوره کیدو او څنډي ته د هغوی د وهلو یوه نوې هڅه ده.» نوموړي مرکز له طالبانو غوښتي دي چي د آزادو رسنیو د سرکوبه کولو له پاره له هلوځلو څخه مخنیوی وکړي.

پر رسنیو باندي د طالبانو محدودیتونه له دریو کلونو راهیسي ادامه لري. دغي ډلې په اول سر کي د ښځینه خبریالان د کالیو د ډول پر اغوستلو محدودیت وضع کړ، چي له مخي یې په خوست کي رسنۍ اجازه نه لري چي له ښځو  سره تلیفوني اړیکي خپرې کړي. دغې ډلې په رسنیو کي تفریحي خپروني منع کړې او په دغه موده کي د طالبانو له خوا ځیني خبریالان بندیان سوي هم دي.

د دغې اعلامیې له مخي، طالبانو د شنبه په ورځ ( د ۱۴۰۳ کال د سنبلې پر ۳۱ مه) د ځینو رسنیو له مسوولینو سره په یوه غونډه کي دغه مقررات هغوی ته اعلان کړل او ورته وې ویل، هغه کسان چي د طالبانو د حاکمیت له خوا نه دي تائید سوي، باید په رسنیزو بحثونو کي حاضر نه سي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چي په دغه غونډه کي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ۸ مې مادې مقررات د رسنیو استازو ته اعلان کړل او د دغو مقرراتو حد اقل درې مادې د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه  وضع کوي.

د دغو مقرراتو له مخي، رسنۍ اجازه نه لري د رسنیو بحثونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړي، بلکي هغوی باید «لومړی ثبت او وروسته خپاره سي.»

دغو مقرراتو د رسنیو د مېلمنو د نومونو یو لیست د رسنیو د استازو په اختیار کي ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چي پس له دې باید په بحثونو کي یوازي هغو کسانو ته بلنه ورکړل سي چي په دغه فهرست کي یې نوم لیکل سوی وي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اعلامیې له مخي، که یوه رسنۍ غواړي د دغه فهرست څخه دباندي کوم څوک دعوت کړي، نو باید د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه اجازه واخلي.

دغه مقررات له رسنیو غواړي چي هره ورځ سهار، د سیاسي بحثونو د مېلمنو او خپرونو لیست د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر نشراتو باندي د څارنې له ریاست سره شریک کړي او یوازي د دغو برنامو له تائید وروسته کولای سي د هغو په ثبت او خپرولو اقدام وکړي. دغه مقررات د طالبانو د قوانینو، پالیسیو او پریکړو ننګول هم منع کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا، په دغو مقرراتو کي ویل سوي دي چي، که له دغو ټکو څخه سرغړونه وسي، نو د خپریدو مسؤل، د خپرونې چلوونکی، ایډیتر او د رسنیو په بحثونو کي مېلمه کارپوه به د سرغړونکو په توگه وپیژندل او له هغوی سره د«اصولو له مخې» چلند وسي.

د خبریالانو مرکز ویلي دي چي د طالبانو  د تائيد وړ ځینو کارپوهانو شمیر چی رسنیو ته ورکول سوی ، ۶۸ دی.

دغه مرکز ویلي دي چي د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي په افغانستان کي واک ته د طالبانو د بیا رسیدو راهیسي، دغې ډلې د رسنیو د محدودولو له پاره ۲۱ مقررات صادر کړي دي. یو له دغو محدودیتونو څخه د رسنیو له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه مخنیوی دی.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

15:37

This browser does not support the video element.

«د بیان د آزادۍ فاتحه باید واخیستل سي»

هغه خبریالان چي په افغانستان کي فعالیت لري د وضع سوو محدودیتونو له امله په سختۍ سره خبرو ته حاضریږي.

افغان خبریال نوید احمد بارکزی چي اوس په پاکستان کي ژوند کوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندي کاري تجربه لري، دویچه ویلي ته وویل:«دغه مقررات د بیان د آزادۍ د فاتحې اخیستلو په معنی دي، دا ځکه چي د رسنیو آزادي محدودوي او په افغانستان کي رسنۍ نور نه سي کولای د خبریالۍ د اصولو له مخي فعالیت وکړي.»

بارکزي وویل، هغه رسنۍ چي په افغانستان کي خپروني لري، مخکي له دې یې اجازه نه درلوده چي د «فساد، سرغړونو، قانون ماتولو او د طالبانو د ناوړه چلند په هکله» خبر او یا هم رپوټ خپور کړي.

هغه وویل: «متأسفانه خبریالان نه سي کولای د خلکو نظرونه وپوښتي او د دې کار له پاره باید له طالبانو اجازه واخیستل سي.»هغه زیاتوي چي «د دغو مقرراتو په عملي کولو سره داخلي رسنۍ د طالبانو په لوډسپیکرونو تبدیلیږي.»

تر خپریدو دمخه او وروسته سانسور

یو خبریال چي په افغانستان کي فعالیت کوي او د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي چي نوم یې په رپوټ کي خپور سي، دویچه ویلي ته وویل چي طالبان هیڅ خبریال ته اجازه نه ورکوي چي د جرمي پیښو، چاودنو، غلاوو او هرې پیښې څخه چي رامنځته کیږي، خبر جوړ کړي او یا هم د پیښې ځای ته ننوزي. هغه وویل چي د طالبانو جنايي او استخباراتي ځواکونه «هر ډول چی د هغوی په گټه وي» د پیښې جزیات د رسنیو په اختیار کي ورکوي.

دغه خبریال  وویل، کله چي یوه رسنۍ غواړي له طالب چارواکو سره مرکه وکړي، پوښتنې باید مخکي له مخکي له اړوندې ادارې سره شریکي کړي،  پس له هغه هرډول چي د طالبانو تر نظر لاندي چارواکي هغه غواړي، هغه ترتیب او مرکه ترسره سي، یعني خبریال اجازه نه لري، لکه څنگه چي هغه په خپله غواړي له طالب چارواکو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړي. هغه وویل چي حتی طالب چارواکي خپل فرمایشي پوښتنې خبریالانو ته ورکوي چی باید وپوښتل سي.

هغه وویل، کله چي یوه مرکه ثبت او خپریږي او په ټولنه کي له غبرگون سره مخامخ کیږي، نو طالبان نوموړې رسنۍ تر پوښتونو گرویږنو لاندي نیسي او پر هغوی فشار راولي: «یو وخت مي د طالبانو له یوه مولوي سره مرکه وکړه او د هغې له خپریدو وروسته څه د پاسه ۵۰ طالبانو ماته زنگ وواهه او وې ویل چي ولي دي هغه ځای لېري نه کړ چي مولوي لږ خندلي وه؟»

دغه خبریال وویل چي حتی یوتیوبرانو  ته هم ویل سوي دي چي یوازي باید  هغه سوژې ثبت او خپرې کړي چي د طالبانو له خوا هغوی ته ورکول کیږي.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

31:12

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Sirat

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب