1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

آلمان ته د افغان خبريالانو د راتگ پر پروسې نيوکې

۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبه

د بې پولې خبريالانو سازمان د آلمان د هغې پاليسۍ پر څرنگوالې نيوکې کړي دي، چې په ترڅ کې يې افغان خبريالان آلمان ته راولي.

په افغانستان کې د قطر هوايي شرکت په مرسته د خلکو د تخليې د وخت انځور
آرشيف انځور: له افغانستان څخه د قطر هوايي شرکت په مرسته د افغانانو د تخليې منظرانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د بې پولې خبريالانو سازمان د آلمان د هغې پاليسۍ پر څرنگوالې نيوکې کړي دي، چې په ترڅ کې يې افغان خبريالان آلمان ته راولي. سازمان د کابل له سقوطه درې کاله پوره کېدو باوجود، د افغان خبريالانو د تخليې پروگرام ور ياد کړی دی. دغه سازمان په می مياشت کې په خپل راپور کې په نړيواله توگه د مطبوعاتو د وضعيت په هکله اندېښنه ښودلې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د آلمان حکومت یو پروګرام پیل کړ چې مقصد يې د گواښ سره مخامخ افغان ژورنالستانو ته پناه ورکول ول. خو د راپورونو له مخې تر اوسه پورې ډېر لږ خبریالان توانېدلي دي چې له دغه پروگرام څخه گټه واخلي. له دې کبله په ياد پروگرام کې و آلمان ته د راغلو افغان ژورنالستانو شمېر هم ډېر کم دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان (RSF) په وينا يوازې شپږ افغان خبريالان او خبريالانې توانېدلي دي چې د دغه پروگرام په مرسته آلمان ته داخل شي. البته دا هغه افغان خبريالان دي چې د بې پولې خبريالانو د سازمان په مرسته آلمان ته راغلي دي.

«خبريالي يو خطرناک کار»

د آلمان د خبري آژانس د راپور په حواله د خبريالانو ياد سازمان په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ درېیمې کلیزې په مناسبت ويلي دي: «د خبریال په توګه کار کول، په ځانګړې توګه که څوک ښځه وي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو خطرناک کار دی.»

آرشيف انځور: په افغانستان کې د خبريالانو کار له خطرناکو کارونو څخه يو بلل کيږيانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ياد سازمان ويلي دي چې یوه افغانه خبریاله چې خپل اسناد یې آلماني چارواکو ته سپارلي، په دې اړه وايي چې د ځواب په تمه ده او له وېرې یې خپل نوم نه دی څرګند کړی.

د (RSF) په وینا دوی د ۶۲ افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو قضیې د دې پروګرام له لارې و آلمان ته د داخلېدو لپاره وړاندې کړې دي. خو وايي د هغو کسانو د مرستې لپاره چې لا هم په تمه دي، د آلمان حکومت باید د غوښتنلیکونو پروسس چټک کړي او په پاکستان کې د امنیتي څېړنو لپاره ټاکل شوی پرسونل زیات کړي.

که څه هم تر اوسه پورې شاوخوا ۵۴۰ کسان په ياد پروګرام کې آلمان ته داخل شوي دي، د دغه پروګرام راتلونکې په ټوله کې لا هم نامعلومه ده. د آلمان په حکومت کې د دې په اړه توافق شته چې شاوخوا ۳۱۰۰ کسانو ته چې دمخه یې منظوري ترلاسه کړې، راتګ ته دې اجازه ورکړل شي. خو د توافق پر اساس د ياد شمېر کسانو د راوستلو د کار عملي کولو په برخه کې د مالي مسایلو حل کول پکار دي.

افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د غير اصولي پناه غوښتونکو لویه برخه له همدغه هيواد څخه ده. په آلمان کې د ننه په دې وروستیو کې د ځینو سیاستوالو تر منځ دا اندېښنه پیدا شوې چې د ياد پروگرام له لارې د نورو  افغانانو راوستل ستونزې زیاتوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب