د بې سرحده خبريالانو ټولني دغه رپوټ نن دوشنبه (د مارچ میاشتي اتمه) خپور سوی دی. د رپوټ په حواله دغه جنسي ځورونه هم په انټرنت، هم د ژورنالسټانو د ریسرج او پلټنو په ځای او هم د تحریر او لیکنو په دفترونو کي رامنځته کیږي.
د بې سرحده خبريالانو ټولني اوسنی رپوټ په ۱۱۲ هیوادونو کي د ژورنالسټانو څخه د پوښتنو پراساس جوړ سوی دی. خبره د هغوی پر تعصب، جنسي ازار، د خوښي خلاف لاس وروړل، توهین، تجاوز، په جنسي تجاوز، تهدید او واقعأ هم جنسي تجاوز ورباندي کولو باندي ده.
د رپوټ لیکونکي اټکل کوي چي د ښځینه ژورنالسټانو ژوند د «دوه چنده مشکل» سره مخامخ دی، ځکه چي هغوی هم د وظیفوي عمومي خطرونو او هم جنسي تشدد سره مخامخي دي.
۷۳ فیصده پوښتل سوو ښځو ویلي دي چي هغوی ته په انترنت کي ازار ورکول کیږي. یوه نمونه یې هندۍ مبصره او اخبار لیکونکې رعنا ایوب ده چي هره ورځ د جنسي تجاوز او مرګ د تهدیدونو سره مخ کیږي. دا هر څه تر هغه وروسته پیښ سول، کله چي یې یوه جعلي لوڅه ویدیو په انټرنیت کي خپره سوه.
په برازیل کي ژورنالسټاني نور نه غواړي د فوټبال د مینه والو د ازار او زهیریدو سره مخامخي سي، کومو چي به د رپوت ورکولو پر وخت د دوی د خوښي پرخلاف مچي ورڅخه اخیستلې او یا يې په غیږ کي نیولې.
ژورنالسټاني په دې هم پوهیږي چي «که په دې باب په اجتماعي شبکو کي رپوت ورکړي، نو به د کرکي یوه څپه پر راماته سي.»
انځور: Ramil Nasibulin/BelTA/Reuters د بې سرحده خبريالانو (RSF) د اداري هییت ویانده، کاتیا ګلوکر وايي چي په هندوستان او یا پاکستان کي بیا ښځینه ژورنالسټانو حتی خپل ژوند د خطر سره مخامخ کړی دی.
تر ټولو ډیري بیا هغه ژورنالسټاني د خطر او تشدد سره مخامخي دي، چي د ښځو د حقوقو، سیاست او یا سپورټ په باب د رپوټونو متخصصي وي او په دې اړه رپوټونه ورکوي. مثلأ سعودي ژورنالسټه، نوف عبدالعزیز ال جراوي په دې خاطر بندي سوه چي ویلي يې وه ښځي په دغه هیواد کي مجبوره دي چي یو نارینه سرپرست ولري. د بندیګرت پر وخت دې ته برقي شوک ورکول سو او جنسي سؤ استفاده ورڅخه وسوه.
انځور: Sadaqat Ghorzang/AP Photo/picture alliance SS د بې سرحده رپورټرانو سازمان دې ته اشاره کړې چي د «مي ټو-غورځنګ» په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیري دغه ډول قضیې رسوا کوي. د هغه یو مثال د ډنمارکي ټلویزوني ژورنالسټي سوفیه لینده سرنوشت دی.
هغې په یوه ټلویزوني خپرونه کي دا خبره رسوا کړه چي څنګه د ټول هیواد په سطح عامه راډیو-ټلویزون یوه لوړ مقام دې ته پیشنهاد کړی ؤ، چي که ورسره جنسي ارتباط قایم کړي، نو به یې په کار کي نور هم پرمختګ رامنځته سي. تر هغه را وروسته ۱۶۰۰ ښځو، چي په ډنمارکي رسنیو کي یې کار کاوه، د لینده څخه د ملاتړ یو خط امضأ کړ.
د پوښتل کسانو ۴۰ فیصدو خپل هیوادونه د ښځینه ژورنالسټانو له پاره «خطرناکه» او یا «ډیر خطرناکه» طبقه بندي کړي دي. د «ډیر خطرناکه» هیوادونو په نوملړ کي مکسیکو، هندوستان او سوریه شامل دي.
په آلمان کې د ځنځیري وژنو تر ټولو ناوړه پيښو ته کتنه
په نړۍ کې د ځنځیري وژنو ډارونکي جرایم تر سره شوي، چې وژنکي يي پر ښځو او ماشومانو پر جنسي تیري سربيره د هغوی غوښي لا خوړولي دي. په تیرو سلیزو کې په آلمان کې دغه ډول ناوړه پيښو ته لنډه کتنه. انځور: picture alliance/dpa/C. Jaspersen کارله دینکه، له ۱۹۰۳م کال څخه تر ۱۹۲۴م کاله پورې په خپل اپارتمان کې (په پورتني انځور کې) لږ تر لږه ۴۲ تنه وژلي او ځیني يې خوړلي دي، چې زیاتره یې کلیوال ول. داسې ګومان کیږي چې هغه د ځینو قربانیانو غوښې په برتیسلاو (اوسنی وروتسواف پولنډ) کې د خنځیر د غوښې په نوم پلورلي دي. یو کس له هغه په تیښته وتوانید او پولیسو د هغه په کور کې د انسانانو غوښې وموندلې. دوه کاله وروسته هغه ځان په زندان کې وواژه.
انځور: 171413picture-alliance/arkivi داسې فکر کیږي چې فریتڅ هارمن، له ۱۹۱۸م کال څخه تر ۱۹۲۴م کاله پورې پر ۲۴ هلکانو او ځوانانو باندې جنسي حملې کړي، وژلي او بیا یي ټوټه ټوټه کړي دي. د هغه د جرمونو پراخوالی هغه وخت بربنډ شو چې په شا او خوا سیمه کې د انسانانو د هډوکو ۵۰۰ ټوټې وموندل شوې او د هانوور اوسیدونکي د خپلو ماشومانو د لادرکه کیدو په هکله اندیښمن ول. هارمن چې یو وخت د پولیسو مخبر وو، په ۱۹۲۵م کال کې یي سر قلم کړی شوی.
انځور: picture alliance/dpa/Polizeigeschichtliche Sammlung کارل ګروسمن به د قرباني شوو کسانو غوښې په تور بازار او د ساسچ پلورولو په خپله غرفه کې خرڅولې. کله چې یي ګاونډیانو چیغې واوریدي نو پولیس یي کور ته ورغلل او یوه ځوانه وژل شوي میرمن یي په کټ کې ومونده. دا لا روښانه نه ده چي ګروسمن د څومره کسان وژلي، خو پر ده د سلو کسانو د لادرکه کیدو په قضیه کې شک کیږي او د کور تر څنګ یي د ۲۳ ښځو ټوټه شوي جسدونه موندل شوي. هغه په خپله په ۱۹۲۲م کال کې ځان وځړاوه.
انځور: Gemeinfrei په فالکن هاګن جهیل کې ویره فریدریش شومن، یو قفل جوړونکی وو چې له ۱۹۱۸م کال څخه تر ۱۹۲۰م کاله پورې د جنسي تیري، وژنو او غلاوو په قضیو کې ښکیل وو. د ځنګله د یوه ساتونکي سره تر جګړې او د هغه تر وژل کیدو وروسته دی ونیول شو. دی بیا د شپږو کسانو په وژلو او د ۱۱ د وژلو د هڅې په تور تورن شو. هغه شپږ وارې د اعدام په سزا محکوم شو. په ۲۸ کلنۍ کې تر اعدام یوه شپه دمخه د ۲۵ کسانو پر وژلو يې اعتراف وکړ چې لومړی قرباني یي یو نزدې دوست وو.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul پاول اوګرڅوف، له ۱۹۴۰م کال څخه تر ۱۹۴۱م کاله پورې د نازي دورې پر مهال په برلین د ۳۱ جنسي حملو، د اتو ښځو وژنې او نورو شپږو کسانو د وژلو د هڅې په تور تورن شوی وو. هغه د آلمان د میترو په عامه ترانسپورت کې کار کاوه او ځینې مهال به یي قربانیان له روان اورګاډې کښته غورځول. هغه د مرګ په سزا محکوم شوي او دوه کاله وروسته اعدام شو.
انځور: Gemeinfrei رودولف پلایل، له ۱۹۴۶م کال څخه تر۱۹۴۷مه کاله پورې د هارڅ په غرونو کې د سرحدي ساتونکي دنده درلوده او له ختیځ آلمان څخه یې لویدیځ آلمان ته زیاتې ښځې په غیر قانوني توګه قاچاقي تیرې کړې وې. دی د یوه دوکاندار او نهو ښځو په وژن تورن شوی وو، خو هغه د ۲۵ کسانو د وژلو ادعا کوله. په ۱۹۵۰ کال کې په عمري بند محکوم شو او اته کاله وروسته یې په زندان کې ځان وواژه.
انځور: picture-alliance/dpa یو آخیم ګېرو کرول، ځنځیري وژونکی، جنسي تیری کوونکی، د ماشومانو ربړونکی او سړیخور وو. له ۱۹۵۵م څخه تر ۱۹۷۶م کاله پورې يې ۱۴ کسان وژلي ول چې زیاتره یي ښځې او ځوانې نجونې وي. کله چې هغه په ۱۹۷۶م کال کې ونیول شو نو په یخچال کې یي د انسانانو د بدن غړي ول او د هغه ۴ کلنې نجلۍ مټ او لاس یي پخاوه چې تازه یې وژلې وه. دی په ۱۹۸۲م کال کې په عمري بند محکوم شو او په ۱۹۹۱م کال کې د زړه د حملې له کبله مړ شو.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Sieländer فریتڅ هونکا، د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۵م کلونو په منځ کې لږ تر لږه د څلورو ښځو په وژلو تورن وو. ده په خپل اپارتمان کې څلور بدلمنې ښځې وژلې او ټوټه ټوټه کړې وې. اطفایې دده په اپارتمان کې چې هغه مهال په کور کې نه وو د اور لګیدو تر پيښې وروسته د وژل شوو د بدن غړي وموندل. محکمې ده ته په رواني انستیتوت کې د ۱۵ کلونو بند سزا ورکړه. په ۱۹۹۳ کې تر آزادیدو وروسته پنځه کاله وروسته ومړ.
انځور: picture-alliance/dpa ویرنر پېنڅنر د هامبورګ د حسن په بازار کې د ښځو د دلالانو د وژلو له پاره د کرایي قاتل په توګه مشهور وو. داسې فکر کیږي چې هغه له اوو څخه تر لسو پورې کسان وژلي وي. دی چې کله په ۱۹۸۶م کال کې په هامبورګ کې پولیسو له خپلې میرمن او وکیل سره د تحقیقاتو له پاره د پولیسو دفتر ته راووست نو ناڅاپي یي خپله تفنګچه راوایسته لومړی یي تحقیق کوونکي څارنوال، بیا یي خپله میرمن او خپل ځان وواژه.
انځور: picture-alliance/dpa د کولن ښار یوې نرسې مارینه نوله، له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۹۲م کاله پورې هغه ناروغان چې دې یي پرستاري کوله د دارو درملو په واسطه وژل. پولیس باور کوي چې هغې ۱۷ کسان وژلي او د اتلسو نورو کسانو د وژلو هڅه یې کړي چې ژوندي پاتې شوي دي. خو هغه د اوو کسانو په وژنه تورنه شوه. خو هغې هیڅکله پر خپل جرم اعتراف کړی نه دی، او له ۱۹۹۳م کال راهیسې عمري بند تیروي.
انځور: picture-alliance/dpa/DB فولکر ایکرټ یو آلمانی لارۍ چلووونکی وو چې لږ تر لږه یي ۹ ښځي وژلي او زیاتره دغه قتلونه د ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۰۶م کال په موده کې شوي دي. پولیس په دې باور دي چې نور څلور قتلونه یي هم کړي. د هغه لومړنی قرباني د ده یو ټولګیوال وو چې په پنځلس کلنۍ کې یي وژلی وو. د هغه په زیاتره قربانیانو کې بدلمنه ښځې وي چې د اروپا له یوه او بل ځای څخه یي پورته کړې وې. هغه په ۲۰۰۷م کال کې د محاکمې پر مهال ځان زندۍ کړ.
انځور: Imago شتیفن لیتر، یو پخوانی نرس دی چې د بایرین ايالت په یوه روغتون کې د ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۰۴م کاله پورې لږ تر لږه د زهرو د پيچکاریو په واسطه د ۲۹ کسانو په وژلو تورن دی. دی چې د دارو درملو د غلا په تور نیول شوی وو د یو شمیر وژنو اعتراف یي وکړ، خو هغه پر دې ټینګار کاوه چې له کړیدلو کسانو سره يي د مرستې هڅه کوله. هغه اوس د عمري بند سزا تیروي.
انځور: picture alliance/AP/U. Lein نرس نیلس هوګل غوښتل چې د ژوند ژغورولو په مهارتونو سره خپل همکاران متاثره کړي او ده به ناروغانو ته تر ټاکلي حد زیاته دوا د پیچکاري له لارې ترزیقوله. دی په ۲۰۱۵م کال د دوو کسانو د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو. د څیړونکو تر څو کلونو پلټونو وروسته هغوی په دې باور دي چې هغه د تر سلو زیاتو وژنو مسئول دی. ده تیره ورځ د سلو کسانو پر وژلو اعتراف وکړ، خو محاکمه یي لا ادامه لري.
انځور: picture alliance/dpa/C. Jaspersen