1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران «له ځان څخه د دفاع پر حق» ټينګار کړی دی

۱۴۰۳ آبان ۶, یکشنبه

ایران بې له دې چې د غچ اخیستونکو بریدونو ګواښ وکړي، د دغه هیواد پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې «له خپل ځان څخه د دفاع کولو پر حق» ټینګار کړی دی. د غزې په شمال کې بیا د اسرائیلو په برید کې ۳۰ تنه وژل شوي.

په تهران کې انقلابي ګارد د رسم ګذشت پر مهال
ایراند دغه هیواد پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې «له خپل ځانه د دفاع کولو پر حق» ټینګار کړی دی.انځور: Vahid Salemi/AP Photot/picture alliance

ایران د دغه هیواد پر نظامي تاسیساتو د اسرائیل د برید په غبرګون کې «له ځان څخه د دفاع کولو پر حق او وظیفې» ټینګار کړی دی، البته بې له دې چې په عاجل ډول د غچ اخیستنې ګواښ وکړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دا حق د ځان له پاره محفوظ ګڼو چې په یو مناسب وخت کې دغو بریدونو ته ځواب وکړو.

په ورته وخت کې د ایران دغه پوځي بنسټ ټینګار کړی دی چې په منځني ختیځ کې اوربند ته لاس رسی لومړيتوب لري.

د اسرائیل له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته، چې د جمعې په شپه یې د ایران پر پوځي تاسیساتو ترسره کړل د نړۍ ډیر شمیر مشرانو او سیاستوالو له دواړو خواو له زغم څخه د کار اخیستنې غوښتنه کړې ده.

په یوه تازه غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید استن له متقابل غبرګون څخه خبرداری وکړ. نوموړي په ورته وخت کې له خپل اسرائیلي سیال سره په منځني ختیځ کې د تشنج د کمولو او د شخړې د بندولو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

آستن همدارنګه وویل چې ایران نباید داسې تیروتنه وکړي چې د اسرائیل ځواب ته غبرګون ښکاره کړي او دا باید د دغو بریدونو پای وي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلو په برید کې ۳۰ تنه وژل شوي

سیمه ایزو رپوټونو د غزې تړانګې په شمال کې د اسرائیلي پوځ په برید کې د لږ تر لږه ۳۰ تنه فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د دغو رپوټونو په حواله د بیت الحیه ښار د استوګنې په سیمه کې پنځه کورونه په نښه کړای شوي دي. ویل کیږي چې یو نامعلوم شمیر کسان د ویجاړو شویو کورونو تر خرابو لاندې شوي دي.

په دغو رپوټونو همدارنګه ویلي شوي دي چې د جګړې د دوام له کبله ژغورونکې عمله نه شي کولی چې د پيښې ځای ته ځان ورسوي. ویل کیږي چې د نږدې سیمو اوسیدونکو ټپیان پر بایسیکل او په پښو د جګړې له سیمې څخه ایستلي دي. دغه خبرونه په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب