1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شمېر له ۲۴ زرو هم لوړ شو

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د رپوټونو له مخې، د ژغورنې ډلې تر ۱۲۲ ساعته وروسته دوه ښځې له خاورو او خټو ژوندۍ رااېستلې دي. چارواکو ویلي د ترکیې په سویل کې د مړو شمېر له ۲۴ زور هم واوښت.

ترکیه/ په ادانا کې د قربانیانو لټون
ترکیه/ په ادانا کې د قربانیانو لټونانځور: Teri Schultz/DW

رپوټونه وايي، د ترکیې په سویل کې د مړو شمېر ۲۴ زره او ۱۵۰ کسانو ته لوړ شوی.

دا مهال تر ۸۰ زرو ډېر کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ژمي سختې هوا له امله د مرستې رسولو او ژغورنې عملیات ستونزمن شوي او لاهم میلیونونه انسانان مرستو ته اړ دي.

د شمېرو له مخې، د ترکیې او سوریې د زلزله ځپلو سیمو لږ تر لږه ۸۷۰ زره خلک د خوړو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې یواځې په سوریه کې ۵،۳ میلیونه خلک بې کوره شوي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام په ترکیه او سوریه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د ۷۷ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب