1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډې کوربه توب کوي

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډي خبر ورکړی دی. د ملگرو ملتونو سازمان سر منشي، په دغه سازمان کي د قطر له دایمي استازي سره په دې هکله خبري کړي دي.

قطر، افغانستان ، طالبان
قطر د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډې کوربه توب کويانځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۳۰) اعلان وکړ، چي په پام کي ده دغه هیواد د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډي کوربه توب وکړي.

نوموړي وزارت په یوه اعلاميه کي ویلی دي چي د سیاسي او سولې په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان د عمومي مشر مرستیالې روزا ماري دې کارلو، او د ملگرو ملتو په سازمان کي دقطر  د دایمي استازي علیا احمد بن سیف ال ثاني، ترمنځ د خبرو اترو اصلي موضوع به د دوحې د دریمې غونډي ارزونه او د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمي غونډي څرنگوالی وي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي چي هغوی د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې غونډي د بریا له امله له رامنځته سوې مثبتي فضا او د دوحې په څلورمه غونډه کي د هغې له پایلو څخه د ګټي اخیستني پر اړتیا ټینګار کړی دی.

سربیره پردې، دواړو خواوو په دغه لیدنه کتنه کي د گډ کار پر پیاوړتیا او منځني ختیځ  کي د وروستیو پرمختگونو په هکله هم بحثونه کړي دي.

د دوحې د څلورمې غونډي د جوړولو دقیقه نېټه لا معلومه نه ده او د ملگرو ملتونو سازمان د سر منشي مرستیالي هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ملگرو ملتونو سازمان عمومي منشي او د قطر  دایمي استازي په داسي حال کي د افغانستان په هکله د دوحې د دریمي غونډي له بریالیتوبه خبره کړې ده چي په دغه غونډه کي د ښځو نه حضور، پراخ انتقادونه له ځانه سره درلودلي دي.

د افغانستان په هکله د دوحې دریمه غونډه د روان کال د جون میاشتي په پای او جولای په اوله کي د ښځو او مدني ټولنو د استازو له حضور پرته په قطر کي جوړه سوه.

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

01:33

This browser does not support the video element.

GP/NZ Ebrahimkhil, Shakila 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب